1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېوزله افغانان د بن د راروان کنفرانس څخه څه غواړي؟

۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

د کابل بېوزله ښاریان د بن د کنفرانس پر ګډونوالو غږ کوي چې د دغې غونډې په اجندا کې د هغوې غوښتنې هم شاملې کړي. د کابل دغه ښاریان وايي چې افغان حکومت په دغه ولایت کې د بېوزلۍ او لوږې د له منځه وړلو لپاره پوره هڅې نه کوي.

https://p.dw.com/p/13Lxv
بیوزله افغانان د بن د کنفرانس له ګډونوالو څخه غواړې چې د هغوې غوښتنې د غونډې به اجندا کې شاملې کړي
بیوزله افغانان د بن د کنفرانس له ګډونوالو څخه غواړې چې د هغوې غوښتنې د غونډې به اجندا کې شاملې کړيانځور: UN Photo/Shehzad Noorani

د کابل هغه اوسیدونکي چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي د ډیرو خرابو شرایطو سره مخامخ دي. د کابل په دغو سیمو کې د بیکارۍ کچه ۴۰ سلنه ده، ناامني هره ورځ د خلکو ژوند له کواښ سره مخامخ کوي او ۵۰ سلنه اوسیدونکې یې د څکلو باکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

که څه هم په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان په هکله د بن د لومړي کنفرانس څخه وروسته افغانستان ته میلیاردونه ډالر ورکړل شول خو اوس چې له دغې غونډې څخه لس کاله تیریږي، د افغانستان ډیری اوسیدونکې په فقر او بیوزلې کې ژوند کوي.

د کابل د ښار یو میوه پلورونکی، سردار ولي، وایي چې د بن د دوهم کنفرانس ګډونکوونکي باید کوښښ وکړي چې د افغانستان د بیوزلو خلکو سره مرستې وشي. هغه زیاتوي چې اوس د نړیوالې ټولنې مرستې د وزیرانو او والیانو جیبونو ته لویږي.

د کابل به شرقې سیمو کې د نورو ولایتونو بېځایه شوي کسان ژوند کوي. دغه کسان د هلمند او بغلان په سیر ولایتونو څخه کابل ته کډن شوي دي. د دغو ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو په وړاندې جګړه روانه ده. دغه کسان اوس په خیمو کې ژوند کوي. وحیده چې په همدغه ځای کې اوسیږي وایي چې افغان حکومت له هغوۍ سره مرستې نه کوي. هغه زیاتوي:

«زه د لوږي او تندې مرم. زه باید پنځه افغانې د څښاک د اوبو د تر لاسه کولو لپاره ورکړم. زه باید د خپلو مسیانو څخه هم ساتنه وکړم.»

د کابل د ښار دغه اوسیدونکې هیله څرګندوي چې دولت د هغې سره مرستې وکړی.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هر کال ډیرې نړیوالې مرستې تر لاسه کوي. دغه هیواد یوازې په روان کال کې ۱۶ میلیارده ډالر مرستې تر لاسه کړې خو په دغه هیواد کې اوس هم د ژوند سطحه ډیرې ټیټه ده.

اوس افغانان د بن د کنفرانس د ګدون والو څخه غواړي چې د هغوې لومړني ضروریات د دغې غونډې به اجندا کې شامل کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل