1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې ‌شرمي تر کومه؟

۱۳۹۸ مهر ۲۹, دوشنبه

شرم يو ناخوښه احساس دی اما موجوديت يې هم د افرادو او هم ټولني له پاره مهم دی. خو سربيره پر دې په ننۍ ټولنه کې شرم او بې حيايي په ډراماتيکه توگه د کميدو په حال کې ده او دا د انسانانو تر منځ ګډ سوليز ژوند ته زیان رسوي.

https://p.dw.com/p/3Rdpb
Symbolbild Fremdschämen
انځور: Colourbox

شرم او حيا په حقيقت کې يو حفاظت کوونکی ټولنيز عمل دی. دغه احساس د دې سبب ګرځي چې یو انسان د نورو په مخ کې خپل عزت له لاسه ور نه کړي. خجالت يوه دردناکه تجربه ده. داکتر اودو بئر، چې د شرم په اړه يې يو کتاب ليکلی وايي: «شرم په اصل کې د نورو احساساتو په څير يو احساس دی. حيا په سملاسي توګه د يو شخص او بل شخص تر منځ رابطه تنظيموي. دا چې موږ په خپل ځان کې يوه طبيعي حيا لرو، په خپله يوه اساسي مسئله ده. دا هغه احساس دی چې موږ د خجالتۍ او شرمندګۍ له حالاتو څخه ژوغوري او د خصوصي حريم د افشا کيدو او له بې سرحدۍ څخه مو ساتي.«

له قواعدو څخه سرغړونې په انسان کې يو ناخوښه احساس رامنځ ته کوي چې د قواعدو او اصولو په رعايت کولو سره سړی کولای شي د هغه مخنیوی وکړو. شرم يو ډول سزا او په عین وخت کې يوه انګیزه ده، تر څو موږ له قواعدو او ارزښتونو څخه سرغړونې ونه کړو. ځينې وخت يوه ډله تصمیم نيسي چې آيا شرمول د يوې سزا په توګه کافي ده که نه. په دې ترتيب شرم او حیا د تدريجي تکامل د بهير له مخې، د انسانانو د ګډ ژوند او په نهايت کې د هغوی د ژوند حافظت کوي.

حيا شخص پورې منحصر خاصيت دی

حيا د ژوند د يو مهم احساس په توګه، په شخص پورې منحصر يو خاصیت دی. سربيره پر دې چې په حيواناتو کې هم له شرم سره تړاو لرونکې مشابه شکلونه شته، د بیلګې په توګه د شرم د احساس پر وخت کتل او يا له کتلو څخه ډډه کول او همدا رنګه د بدن د پوست رنګ سور کيدل. خو دا د احترام او تسليميدو نښې دي چې دې ېوې ډلې په منځ کې ټولنيز مراتب قانونمنده کوي.

Hund Kromfohrländer
حيا د ژوند د يو مهم احساس په توګه، په شخص پورې منحصر يو خاصیت دیانځور: picture alliance/blickwinkel/H. Schmidt-Roeger

انسانان هم باید د شرم احساس زده کړي. د خوښۍ، ويرې او یا قهر په شان نور احساسات له مور څخه د پيدايښت له وخته په انسان کې وده کوي، خو د شرم احساس په يوه ماشوم کې له دوه کلنۍ پیدا کيږي، یعنې هغه وخت چې په ماشوم کې پوهاوی وده کوی.

د نړۍ په کچه شرم او کلتوري تاثيرات يې

له ېوې ډلې يا ټولنې سره تړاو لرل، په اکثرو کلتورونو کې د يو مرکزي ارزښت حيثيت لري. دا چې مختلفې ټولنې او مختلف کلتورونه خپل خپل متفاوت ارزښتونه لري، همدا ډول د شرم او حيا حد او مرز هم پکې له يو بله اساسي توپير لري.

د بيلګې په توګه د غربيانو په کلتور کې د ډوډۍ خوړولو پر وخت شړپ شړوپ کول يو ناخوشآينده او شرم لرونکی دود دی، په داسې حال کې چې په نورو کلتورونو او يا پخوانيو وختونو کې دا ډول حرکت يوه عادي خبره وه. په غرب کې په عام مظهر کې د يو بل مچي کول او يا د اورګاډي په منځ کې آرايش کول په ندرت شرم ګڼل کيږي، په داسې حال کې چې په اکثرو اسيايي هيوادونو کې دا يو شرم آوره او ممنوعه عمل دی.

داکتر اودو بئر چې د جسم معالج داکتر دی او د شرم په اړه يې کتاب ليکلی وايي: «د شرم احساس په خپل نفس کې په ټوله دنيا کې شته، لکه ويره، هوس او يا مينه په ټولو انسانانو کې شته. خو دا چې شرم په څه ډول حالاتو او شکلونو سره تبارز کوي، د هري سيمې له دود او کلتور سره تړاو لري.»

Bildkombo Nase schneuzen, Nudeln schlürfen
که په يو دود کې يو عمل د شرم وړ ګڼل کيږي، په يو بل دود کې د خوند اخیستلو نښه ويانځور: picture-alliance/dpa, Getty Images

د بې شرمۍ له وجې جنجالونه

که چيري شرم يو مهم حفاظتي نقش لرونکی احساس وي، نو بيا ولې د ډيرو خلکو د چلند طرز بې شرمانه دی؟ دا يو واقعیت دی چې په ټولنه کې په پرله پسې توګه د شرم له حدودو څخه ښکاره سرغړونې کيږي. که چيرته شرم نه وي، په هغه صورت کې افراد بې شرمه کارونه کوي. دا ډول افراد په خپلو بې شرمانه کړنو د يوې ټولنې ارزښتونه او قوانين نقضوي.

د يو شخص له خوا د بې شرمي عمل اجرا کول، کولای شي خصوصي او محرمانه حريم نقض او د نورو د شرمندګۍ، وارخطا کيدو، مسخره کيدو او يا ېې عزت ته د زيان رسولو سبب شي. دغه ډول چلن د دې سبب هم واقع کيږي چې په خلکو کې جنجالونه او يا له يو بله جلا کيدل رامنځ ته کړي. بې شرمانه اعمال د انسان د انزوا سبب کيږي او نور تحريکوي.

په ټولنه کې شرم او حيا څنګه له منځه ځي؟

ډير خلک په ټولنه کې د مخ پر ډيريدونکې بې شرمۍ په اړه شکايت کوي، خو په ټولنه کې د شرمناکه کړنو خبره کومه نوې خبره نه ده. کوم څه چې نوي دي هغه دا دي چې رسنۍ دغه بيشرمي څه ډول ښکاره کوي.

د بيلګې په توګه: کله چې يو بې استعداده انسان د سياليو په يوه پروګرام کې ګډون کوي او داور د هغه په اړه په ډيرو سختو الفاظو قضاوت کوي او هغه د ميليونو ليدونکو په مخ کې تر سختو نیوکو لاندې نيسي او په عامه اصطلاح «بې آبه» کوي يې. او يا هم کله چې يو کس په ګردي ميز خپرونه کې له ځانه بې شرمي ښيي، دغه ډول ټول موارد د رسنيو له خوا خلکو ته انتقاليږي.

Wetten, dass...? Wette mit Hund 10.11.2007
يوه تلويزيوني خپرونه: ډيری خلک په تلويزيون کې د بې شرمانه حرکاتو څخه شکايت کويانځور: picture-alliance/Sven Simon/Malte Ossowski

په همدې ترتيت دغه ډول شرم آوره انځورونو او ويډيوګانې د انټرنيټ له لارې آپلوډ کيږي چې دا له حدودو څخه سرغړونه ګڼل کيږي او د دې سبب کيږي چې په يوه ټولنه کې د شرم او حيا حدود په ډراماتيکه توګه له منخ ولاړ شي.

بي شرمي تر کومه حده مجاز ده؟

سربيره پر دې چې د شرم حد کميږي او ټولنه نوره هم بې شرمه کيږي، خو د شرم هغه طبيعي احساس کولی شي له انسان سره د هغه د شخصي حريم په ساتنه کې مرسته وکړي. داکتر بئر په دې اړه وايي: «يو فشار موجود وي چې پر اساس ېې ته بايد خپل ځان وښيي، ته بايد هر څه افشا کړې، څه د انټرنيت له لارې، څه د دوستانو په منځ کې، له ملګرو سره د ګروپي چت پر مهال او يا له نورو لارو. په مقابل لور کې بيا د دغه فشار پر وړاندې يو غبرګون موجود وي: ما آرام پريږده! زه خپلې خصوصي فضا ته اړتيا لرم، خپلې شخصي حوزې ته.

په دې ترتيب ويلی شوي چې د شرم طبيعې احساس کولای شي په آګاهانه ډول حدود يا پولې وټاکي. څوک چې د شرم احساس پيژني او هغه په خپله د شرمندګۍ له يو وضعيت سره مخ وي، نه شي کولای په ټولنه کې د بې شرمانه کړنو تر تاثير لاندې راشي.

Beginn Prozess  Revolution Chemnitz
مجرم انسانان له شرم نه خپل مخ پټوي او د ټولنې خلک هڅه کوي له هغه لرې اوسيانځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

داکتر بئر وايي: «ډیر انسانان شته چې هغوی نور نه غواړي تلويزيون او يا دې ته ورته د نورو شيانو سيل وکړي، ځکه هغوی د دغه ډول شيانو په ليدو سره سمدلاسه د شرم احساس کوي. دوی ته د شرم آوره  انځورونو او وضعيت په ليدو سره بد احساس پيدا کيږي. دا ډول انسانان د نورو په پرتله د شرمندګۍ له وضعيت څخه ډير رنځ وړي او يا ېې له مخکې رنځ تير کړی وي. کيدای شي دوی دغه ډول تجربې په ښونځيو، له ملګرو سره په ګډ ژوند، د کار پر وخت او يا نورو ځايونو کې ليدلي وي.

له شرم سره ژوند

که څه هم په اوسنيو ټولنو کې د شرم حدود په پر له پسې توګه نامشخه کيږي، خو بيا هم د طبيعي شرم احساس پر خپل ځای پاته وي. موږ د شرم احساس کوو په هغه صورت کې چې نظم او اصول رعايت نه کړو. په هغه صورت کې چې موږ هغه توقعات چې له خپل ځان او نور سره يې لرو تيار نه کړو هم د شرم احساس کوو.

Mobbing Symbolbild
شرم دغه راز مرسته کوي چې انسانان د تاوتريخوالو حدود وپيژني او د هغه له قربانيانو سره د همدردي احساس وکړيانځور: Imago/photothek/U. Grabowsky

داکتر بئر يو بل ټکي ته اشاره کوي او وايي چې د ښځو په منځ کې د شرم احساس پر يو «ټولنيزې اپيديمي» باندې اوښتی دی او دليل يې دا دی چې ښځې تل د دې ويره له ځانه سره لري چې ډيرې ښايسته او جذابې نه وي، يوه ښه مور نه وي او يا هغه تمه چې ننۍ ټولنه يې له ښځو لري چمتو کړای نه شي.

هغه وايي: «که لږ له سطحي مسايلو واوړو، د شرمندګۍ او خجالتۍ نخښې نښانې ښکاره راڅرګنديږي. زه فکر کوم چې په دې برخه کې ښځې په لا سالمه توګه برخورد کوي تر څو يې خپل شرم ښودلی وي.»

الکساندر فرویند/ع. ف. ح. م/ م. ک. ص/ ن. ز