1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

بې پیلوټه الوتکې په پاکستان کې د حقاني شبکې یو قوماندان وژلی

۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

چارواکو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې یوه شکمن برید په پاکستان کې د حقاني شبکې یو قوماندان وژلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د کابل د وروستي خونړي برید پړه پر دې ډلې اچول شوې ده.

https://p.dw.com/p/2ecIh
Symbolbild US Drohne
انځور: picture-alliance/dpa/US Air Force

یوه امنیتي چارواکي ویلي دي چې بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په شمال لویدیځه برخه کې په هنګو ښار کې پر یوه کور باندې دوه توغندي توغولي دي. دې چارواکي زیاته کړې ده چې دغه کور د حقاني شبکې د قوماندان ابوبکر له خوا د یوه پټنځای په توګه کارول کیده.

د پولیسو یوه بل افسر ویلي دي چې په برید کې له ابوبکر پرته بل څوک نه دي وژل شوي.

د بې پیلوټه الوتکې دغه برید تر هغه وروسته ترسره کیږي چې په کابل کې یوه برید تر ۱۵۰ ډیر کسان ووژل. برید په سلهاو تنه نور افغانان ټپیان هم کړل.

د افغانستان استخباراتي سازمان د دې برید پړه پر حقاني شبکې باندې واچوله خو پخپله حقاني شبکې بیا ویلي دي چې په پیښه کې لاس نه لري. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د بې پیلوټه الوتکې دغه برید د کابل له پیښې سره تړاو لري او که نه.