1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پیلوټه الوتکې ښايي بدرالدین حقاني وژلی وي

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه

د امریکايي بې پیلوټه الوتکې یوه برید کیدای شي چې په پاکستان کې د حقاني د شبکې عملیاتي مشر بدرالدین حقاني، وژلی وي.

https://p.dw.com/p/15wl8
انځور: picture-alliance/dpa

دغه وگړی د حقاني د شبکې عملیات تنظیمول. پر دغې ډلې باندې په افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې د ډیری بریدونو تور لگول شوی دئ.

چارواکو ویلي دي چې کیدای شي بدرالدین حقاني د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی وي. دغه برید د پاکستان په شمالي وزیرستان کې تر سره شوی دئ.

يوه پاکستاني استخباراتي چارواکي ویلي دي چې بدرالدین حقاني لومړی له هغې سیمې څخه تیښتیدلی وو چې ورباندې د بې پیلوټه الوتکې برید وشو خو د دغه چارواکي په خبره بدرالدین حقاني بیا وروسته د یوې بلې بې پیلوټه الوتکې په برید کې په موټر کې وژل شوی دئ.

دې چارواکي زیاته کړې ده: «زموږ سرچینو موږ ته ویلي دي چې هغه په ۲۱مه نیټه د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دﺉ خو موږ لا دغه خبر نه شو تأیيدولای.»

که د بدرالدین حقاني وژل کیدل رښتیا وي نو دا به د حقاني د ډلې له پاره یوه لویه ضربه وي.

یوه بل پاکستاني استخباراتي چارواکي ویلي دي: «موږ نوي سلنه باور لرو چې بدرالدین حقاني د سه شنبې په ورځ وژل شوی دﺉ.»

د حقاني کورنۍ ته نزدي کسانو ویلي دي چې ښايي بدرالدین حقاني په هغه کور کې وو چې ورباندې د بې پیلوټه الوتکې توغندي لګیدلي ول.

پاکستاني طالبانو او سیمه ییزو سرچیني هم دغه خبره کړې ده چې د هغوی په باور بدرالدین حقاني وژل شوی دﺉ خو بدرالدین ته یوه نزدې وگړي دغه ادعاوې رد کړي دي او ویلي ئې دي چې بدرالدین اوس هم پخپل «جهاد» بوخت دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض