1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجکستان دوې روسۍ الوتکي نيولي دي

۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبه

د تاجکستان يوې محکمې د سه شنبې په ورځ دوې روسۍ بار وړونکي الوتکي ظبط کړې، او پيلوټان يې د غير قانوني بار وړلو په تور په بند محکوم کړل. دغه الوتکو بېله اجازې د هغه هيواد په هوايي ډکر کي ناسته کړې.

https://p.dw.com/p/137Jb
«د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د محکمې پر دغي فيصلې سخته نيوکه کړي»
«د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د محکمې پر دغي فيصلې سخته نيوکه کړي»انځور: picture-alliance/ ZB

تر پيښي وروسته روسيې اعلان کړی دی، چي کيدای سي د تاجکستان سره اړيکي ئې لا خرابي سي.

دغه دوه پيلوټان د روان کال په مارچ مياشت کي د تاجکستان د پوليسو لخوا نيول سوي ول. دوی هغه مهال د تاجکستان د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول سول، چي افغانستان څخه د راتګ پر مهال ئې پرته له دې چي د تاجکستان څخه اجازه واخلي په هغه هيواد کي ناسته وکړه.

دغو دواړو الوتکو په افغانستان کي د مرستنديو سازمانونو سر کار کاوه. د پيلوټانو وکيل، غلام بابيوف، ويلي دي چي، تاجکستان دغه پيلوټان د الوتکي د يوه ماشين د غير قانوني انتقال په تور په بند محکوم کړي دي.

«محکمې زما موکلين د قاچاقو او په غير قانوني ډول د سرحد څخه د تيريدو په تور محکوم کړي دي.»

دغه پيلوټان چي يو ئې روسی او بل استونيايی دي هر يو په اته نيم کاله بند محکوم سوي دي. پيلوټان اوس د استيناف د غوښتولو پلان لري.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د محکمې پر دغي فيصلې سخته نيوکه کړي، او ويلي يې دي، چي دغه جزا د پيلوټانو له پاره ډير درنه ده. د وزارت لخوا په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي، چي جزا د سياسي دلايلو له مخي لوړه تعين سوې ده.

په خبر پاڼه کي زياته سوې، چي تاجکستان د دغي فيصلې په کولو سره په ښکاره توګه نړيوال قوانين تر پښولاندي کوي.

روسيې او تاجکستان د دې پر سر هم خبري کړي، چي د افغانستان سره د تاجکستان پر پوله ۳۰۰۰روسي عسکر ځای پر حای سي ترڅو ددې لاري د مخدره موادو د قاچاق مخنيوی وسي.

اوس په تاجکستان کي د۵۰۰۰څخه تر ۶۰۰۰روسي پوځيان مېشت دي. خو دغه ځواکونه د تاجکستان د سرحدونو د ساتني مسئوليت پرغاړه نه لري.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتوو تاجکستان اندېښنه لري، چي د هغه هیواد سره به ئې سرحد بې ثباته سي.

اوس داسي ويل کيږي، چي کيدای سي د تاجکستان او افغانستان تر منځ سرحد د ساتلو له پاره روسيه سيمي ته نور ځواکونه و ليږي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل