1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجکستان: د افغانستان سره پر پوله وضع ارامه ده

۱۳۸۹ آبان ۱۶, یکشنبه

د تاجکستان سرحدي ځواکونه وايي چي سرحد اوس ارام دی. هيڅ داسي پيښه نه ده ثبت سوې چي د پولي څخه دي د تيريدو تلاښ سوی وي.

https://p.dw.com/p/Q0pw
د تاجکستان-افغانستان د پولي په اوږدو کي يو روسی عسکر د څار پر مهال
د تاجکستان-افغانستان د پولي په اوږدو کي يو روسی عسکر د څار پر مهالانځور: AP

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو وياند خوشنود رحمت الله يف ويلي چي افغان امنيتي ځواکونه د خپل هيواد په شمال کي د طالبانو پر ضد د تصفوي عملياتو په ترځ کي تاجکي ځواکونو ته خبر ورکړی چي د عملياتو پر مهال کيدای سي د سرحد څخه د تيريدو هڅي وسي. خو تر اوسه پوري داسي څه نه دي ليدل سوي چي چا دي د تيريدو هڅه کړې وي.

دا په داسي حال کي ده چي تيره اونۍ د افغانستان په شمال کي د ۳۰۳ زون د پوليسو قوماندان ويلي ول چي د تصفيوي عملياتو پر مهال يو شمېر طالبان د تاجکستان هيواد پولو ته اوښتي دي.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د وياند په خبره وروسته تر هغه چي د افغان امنيتي ځواکونو لخوا د عملياتو خبر ورکړل سو، دوی هم سمدلاسه پولي ته يوشمېر نور سرحدي ځواکونه ولېږل تر څو د هغو سيمو څخه چي کيدای سي څوک تر سرحد تير سي پولي نوري هم ټنگي کړي.

د پخواني شوروي اتحاد د هيوادونو په ډله کي تاجکستان د افغانستان سره تر ټولو اوږده پوله لري چي تقريباً ۱۳۴۴ کيلومتره ته رسيږي.

د روان کال په اوږدو کي دوه ځله تاجکي ځواکونو خبر ورکړی چي د افغانستان څخه تاجکستان ته يو شمېر قاچاق وړونکو او وسلوالو ډلو د تيريدو تلاښونه وکړل خو بيرته د سرحدي ځواکونو لخوا د افغانستان خواته د تښتېدو مجبوره سول.

د تاجکي سرحدي ځواکونو په خبره د سپتمبر په مياشت کي په القاعدې، طالبانو او د ازبکستان په اسلامي تحريک پوري تړلو د سرحد څخه د تيريدو هڅه وکړه چي په تريځ کي يې ۷ تنه ووژل سول او نور يې بيرته د افغانستان خوا ته په تېښته بريالي سول.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی