1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجکستان: د بنسټ پالنی پر ضد قانون تصویب شو

۱۳۹۰ مرداد ۱۳, پنجشنبه

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د یوه قانون په تصویبولو جوماتونو او کلیسا ګانو ته د ځوانانو په تګ بندیز لګولي دی. ځایی اسلامی مشرانو د روژي په میاشت کې دغه ګام « د کرکی وړ یوه تحفه» بللي

https://p.dw.com/p/12B7i
د تاجکستان د یو پوهنتون محصلین
د تاجکستان د یو پوهنتون محصلینانځور: DW

رحمان چی د ۱۹۹۲م کال راهیسي د تاجکستان واکمن دی د چهارشنبي په ورځ
« د میندو او پلرونو مسؤلیت» په نوم دغه نوي قانون لاس لیک ‌کړ. هغه ویلي چی د دغه قانون څخه یی موخه په دغه هیواد کي د مذهبي بنسټ پالنی مخه نیول دي. تاجکستان چې ۷،۵ ملیونه نفوس لري ۹۸ سلنه یی مسلمانان دي.

په دغه قانون کی چي د پنجشنبي د ورځي څخه نافذ ګڼل کيږی ، راغلي دی:« ټول هغه خلک چی عمرونه یی د ۱۸ کلونو څخه کم وي په جوماتونو، کلیساګانو او نورو مذهبي ځایونو کي د عبادت کولو څخه منع دي. خو هغه خلک چی په دیني مدرسو کي په زده کړو بوخت دي له دي قانون څخه استثناء دي.»

دغه قانون د ګاڼي په توګه د سرو زرو د کارولو څخه هم ممانعت کوي، یواځي د غوږوالي یا لښتی د اغوستلو اجازه شته. همداراز دا قانون هغه ځوانانو چی عمر چی د ۲۰ کلونو څخه کم وي د خالونو د وهلو، د شپي کلوپونو ته له تګ، او هغو فلمونو له کتلو انو موادو له مطالعه کولو منع کوی چی تشدد، سخت دریځي او ترهګري ته لمسونه کوی.

خو د دغه قانون څخه د سر غړوني لپاره د کومي جزا په اړه څه نه دي ویل شوي.

وتلي مسلمان دیني عالم ، اکبر توره جان زاده، رویټرز خبري اژانس ته وويل: « د روژي په ورځو کي چی د تاجکستان د خپلواکي جشن ته یوه میاشت پاتي ده د چارواکو ایماندارو خلکو ته د نفرت وړ یوه تحفه وړاندې کړه.»

د رحمان مسکو پلوه سیکولر دولت د ۱۹۹۲ څخه ۱۹۹۷ پوري د اسلامي مخالفو ډلو سره کورني جګړه کړي وه. هغه د امریکا د متحده ایالاتو او اروپایی ټولنې دغه غوښتنه چی د عقییدی او وجدانی آزادي ته دي درناوی وشي، کومه پاملرنه هم نه ده کړی.


تاجکستان د پخواني شوروي اتحاد تر ټولو بی وزلی جمهوریت دی . امام علی رحمن تیر کال ډیري تاجک متعلمین چی د هیواد څخه بهر په دیني زده کړو بوخت وو، بیرته هیواد وغوښتل. هغه دغه راز د اسلامی حجاب او جامو اغوستل مخالفت هم کړی دی.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم