1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجکستان: پخپله په افغانستان کي د نشه يي موادو غوښتنه ډیره سوې ده

۱۳۸۹ مرداد ۶, چهارشنبه

د تاجکستان پوځي مقامات وايي چي د روان کال د جنورۍ څخه بيا تر جولای پوري د افغانستان څخه د نشه موادو د قاچاق په برخه کي د تير کال په پرتله ٪ ۳۰،۸ لږ والی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/OWj9
د تاجکستان په سرحد کي نيول سوي هيروين
د تاجکستان په سرحد کي نيول سوي هيروينانځور: dpa

د تاجکستان د نشه يي موادو د کنترول د ادارې مشر حليم جان محمودوف په دوشنبې کي ويلي دي چي ددې وجه داده چي د يوې خوا په افغانستان کي د نشه يي موادو پر ضد په کلکه مبارزه پيل سوې او د بلي خوا د هغه هيواد د کوکنارو کروندې يو ډول مرض وهلي دي.

د هغه په خبره « د روان کال په لومړۍ نيمايي کي د تاجکستان د امنيتي ځواکونو لخوا ۲۰۴۷ کيلو ګرامه نشه يي مواد چي په هغه کي ۵۴۰ کيلو ګرامه هيروين شاميل دي نيول سوي دي، چي دا د ۲۰۰۹ کال په پرتله ۳۰،۸ فيصده کموالی ښيي.»

د هغه په خبره دا ځکه چي افغان امنيتي ځواکونو ددې ناوړه موادو په وړانډي مبارزه سخته کړې او د بلي خوا په خپله په هغه هيواد کي اوس د نشه يي موادو تقاضا ډيره سوې ده.

هغه زياته کړې چي اوس په افغانستان کي د کوکنارو کروندې نور هغه حاصل نه ورکوي چي مخکي يې ورکوی «هغه يو ډول مرض وهلي دي.»

هغه ويلي دي چي دغه مرض د ټولو هغو د پاره په ګټه تمام سوی چي په افغانستان کي د نشه يي موادو سره په مبارزه بوخت دي.

«دا ټول د تاجکستان د خوا د نشه يي موادو په قاچاق کي تقريباً ۲۵ فيصده لږ والي راولي.»

«ددې ټوله يوه وجه د ترياکو د بيه را کښته کېدل هم دی چي اوس يو کيلو ګرام هلته په ۱۶۰ امريکايي ډالره خرڅيږي.»
«ددې ټوله يوه وجه د ترياکو د بيه را کښته کېدل هم دی چي اوس يو کيلو ګرام هلته په ۱۶۰ امريکايي ډالره خرڅيږي.»انځور: AP

هغه د ملګرو ملوتونو د UNODC ادارې د راپور په اساس وويل چي په تيرو دوو کلونو کي په افغانستان کي د ترياکو په توليد کي ۱۷ فيصده لږوالی راغلی او په ۲۰۰۹ کال يې د توليد کچه ۶،۹ زره ټنه ول.

د کوکنارو کښت په ۲۰۰۹ کال کي ۳۶٪ راټيټ سوی دی.

د تاجکستان د نشه يي موادو د کنترول د ادارې مشر وايي چي «ددې ټوله يوه وجه د ترياکو د بيه را کښته کېدل هم دی چي اوس يو کيلو ګرام هلته په ۱۶۰ امريکايي ډالره خرڅيږي.»

تاجکستان چي د افغانستان سره ۱۳۴۴ کيلومتره سرحد لري د نشه يي موادو د قاچاقبرو د پاره چي غواړي روسې او ټولي اروپا ته يې ورسوي ترانزيټي سيمه ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخه « د شمالي خط السير» لخوا چي په تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کي تيريږي د افغانستان تقريباً ۲۰٪ نشه يې مواد تيريږي.

ag/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي