تاپي پروژه او د افغانستان د امن او ثبات له پاره نوي هیلي

اوډيو واورئ 05:35
اوس په ژندۍ بڼه
05:35 دقيقې
د تاپي پروژې اقتصادي گټي د افغانستان له پاره څه دي؟ آیا د سیمي سیال او حتی دښمن هیوادونه، لکه پاکستان، هند او افغانستان به له دې پروژې سره له سیاسي لحاظه هم نژدي شي؟ آیا دا به د سیمي له امنیت او ثبات سره هم مرسته وکړي؟ د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد، تاج محمد اکبر دې پوښتنو ته ځواب وايي.

زموږ له ارشيف څخه:

 

۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱: د نيويارک پر تجارتي مرکز بريدونه

د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر پر ۱۱مه نېټه د القاعدې د ترهگري شبکې غړو څلور مسافر وړونکي الوتکي وتښتولې. د دغو الوتکو دوې يې په نيويارک کي د نړيوال سوداگريز مرکز له دنگو ودانيو سره وجنګول سوې او دريمه الوتکه د دغه هيواد د دفاع وزارت په ودانۍ ور ننوتله. څلورمه الوتکه پر لاري ولوېده. په يادو بريدونو کي د امريکايي چارواکو په خبره نزدې ۳۰۰۰ انسانان ووژل سول. د دغو بريدونو پايلي تر افغانستان پوري ورسېدې.

۲۰۰۱ کال نوامبر۱۳: نظامي عمليات

د امريکا د ولسمشر بوش ادارې د اکتوبر پر ۷مه نېټه د افغانستان پر ضد پوځي عمليات پېل کړل. يادي ادارې شک درلود چي پر امريکا د بريدونو مسئول کس اسامه بن لادن په افغانستان کي پټ دی. امريکا په افغانستان کي د طالبانو حکومت ړنګ کړ او د القاعدې د له منځه وړلو هڅي يې پېل کړې. د ۲۰۰۱ کال د نوامبر پر ۱۳مه نېټه کابل هم ونيول سو. وسله وال طالبانو د افغانستان او پاکستان و سرحدي سيمو ته پرشا سول.

۲۰۰۱ کال نوامبر ۲۷: د بون لومړی کنفرانس

د طالبانو رژيم تر نسکورېدو وروسته د ۲۰۰۱ کال په پای کي د آلمان د بون ښار په پېټرسبېرګ هوټل کي د افغانستان لومړی کنفرانس جوړ سو. د ملګرو ملتونو له خوا په جوړ سوي کنفرانس کي د افغانستان د څلورو قومونو استازو ونډه واخيستله. طالبانو په دغه کنفرانس کي ګډون ونه کړ. د دسمبر پر ۵ نېټه راغلو استازو د حامد کرزي په مشرۍ د انتقالي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه.

۲۰۰۱ کال دسمبر۲۲: د آلمان د ماموريت اجازه

د دسمبر پر ۲۲ نېټه د آلمان پارلمان په لوی اکثريت سره د دې په حق کي رايي واچولې چي پوځ دي يې د ملګرو ملتونو د ماموريت په ترڅ کي د افغانستان په سوله ساتي ماموريت کي برخه واخلي. د نړيوال سوله ساتي ځواک ISAF دنده د امنيت ساتنه او په بيا رغونه کي د افغان حکومت مرسته کول وټاکل سوه.

۲۰۰۱ کال د مارچ ۶: لومړي عسکر ووژل سول

د ۲۰۰۲ کال د مارچ مياشتي پر ۶مه نېټه په افغانستان کي د راکټ د زړې مرمۍ د شنډولو پر وخت د آلمان لومړی عسکر ووژل سو. تر هغه وروسته نوري پښي رامنځ ته سوې: د ۲۰۰۳ کال د جون مياشتي پر۷مه څلور آلماني عسکر هغه وخت په کابل کي ووژل سول، چي ورباندي ځانمرګی بريد وسو. په دغه پېښه کي ۲۹ نور آلماني عسکر ژوبل هم سول. دا لومړی وار وو چي آلماني عسکر د ځانمرګي بريد قربانيان سول.

۲۰۰۴ کال فبروري ۲۶: د افغانستان نوی اساسي قانون

د طالبانو رژيم تر نسکورېدو تقريباً دوه کاله وروسته افغان حکومت نوی او ديموکرات اساسي قانون تصويب کړ. د دې له پاره د رابلل سوي لويي جرګې ۵۰۲ ګډونوالو د «افغانستان د اسلامي جمهوريت» له پاره د ولسمشرۍ نظام او اساسي قانون وټاکه. د دغه اساسي قانون له مخي په تر سره سوو ټاکنو کي حامد کرزی د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر مياشتي پر ۹ نېټه د ټاکنو تر ګټلو وروسته د افغانستان ولسمشر وټاکل سو.

۲۰۰۴ کال مارچ ۳۱: د برلين کنفرانس

د افغانستان له پاره د آلمان په پلازمېنه برلين جوړ سوي کنفرانس کي نړيوالو د افغانستان د بيا رغوني له پاره د ۸،۲ ميلياردو ډالرو مرستو ژمنه وکړه. آلمان په دې ترڅ کي د ۸۰ ميليونو يورو د مرستو ژمنه وکړه. د دغه کنفرانس مرکزي موضوعات له مخدره موادو سره مبارزه او ايساف عسکرو د شمېر زياتول ول.

۲۰۰۶ کال د جنورۍ ۳۱: د لندن کنفرانس

د افغانستان له پاره د لندن په کنفرانس کي نړيوالو د پنځه کلن پلان له پاره د ۱۰،۵ ميلياردو ډالرو د ورکولو ژمنه وکړه. په دغه کانفرانس کي پر دې ټينګار وسو چي افغانستان بايد کرار کرار پر خپلو پښو ودرول سي. خو د امنيت خرابه وضعه د دې باعث سوه چي تر دغه وروسته د افغانستان پر موضوع نور کنفرانسونه هم داير سول.

۲۰۰۹ کال د سپتمبر۴: د کندوز هوايي بريد

د آلماني پوځ صاحب منصب جيورج کلاين د تيلو پر هغو دوو ټانکرانو باندي د هوايي بريد امر ورکړ، چي طالبانو تښتولي ول. د کندوز ښار ته نژدې په دغه پېښه کي تقريباً ۱۰۰ انسانان ووژل سول چي اکثريت يې ولسي خلک ول. د دوهمي نړيوالې جګړې راوروسته دا د آلماني پوځ تر ټولو خونړی بريد وو. دغه بريد په آلمان کي د ننه د سختو نيوکو او د هغه وخت د دفاع د وزير فرانڅ جوزېف يُنګ د استعفی سبب سو.

۲۰۱۰ کال می ۳۱: د آلمان د ولسمشر استعفا

آلماني ولسمشر هورست کيوهلر، په افغانستان کي د آلماني عسکرو تر لېدني وروسته و آلمان ته د پرواز پر وخت يوه شخړيزه مرکه ورکړه. هغه په افغانستان کي د آلماني پوځ د ماموريت موضوع د آلمان د اقتصادي لېوالتياوو له ساتني سره پرتله کړه. دغي مرکې په آلمان کي سخت بحثونه راوپارول چي په ترڅ کي يې د آلمان ولسمشر له خپلي دندې څخه استعفا وکړه.

۲۰۱۰ کال جولای ۱۹: د کابل سرمشريزه

د شمالي اتلانتيک تړون ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په لومړي وار په ۲۰۱۰ کال په کابل کي غونډه وکړه. له خرابي امنيتي وضعي سره سره په دغه غونډه کي وويل سول چي تر ۲۰۱۴ کال پوري دي د افغانستان ټوله امنيتي مسئوليت په خپله افغانانو ته وسپارل سي او بهرني ځواکونه دي له افغانستان څخه ووځي چي وروسته بيا په لزبون کي په په دې اړه د ناټو په غونډه کي پريکړه وسوه.

د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر ۱۸: پارلماني ټاکني

د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر پر ۱۸مه نېټه په افغانستان کي پارلماني ټاکني تر سره سوې. د رايه اچوني پر وخت په بېلابېلو بريدونو کي ۲۲ انسانان ووژل سول. نړيوالو څارونکو په دغو ټاکنو کي د په لوړه کچه درغليو شکايت وکړ.

۲۰۱۱ کال می ۲: د بن لادن وژل کېدل

د امريکا متحده ايالتونو د سمندري ځواک ځانګړي پوځيان د ۲۰۱۱ کال د می مياشتي پر ۲ مه نېټه د پاکستان په ایبټ آباد کي پر يوه کور باندي يرغل وکړ. په دغه عملياتو کي د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژل سو. ولسمشر باراک اوباما له خپلو نژدې همکارانو سره په ګډه دغه عمليات له واشنګټن څخه په ژوندۍ توګه د ويډيو له لاري تعقيبول. د امريکا په کوڅو کي په زرونو انسانانو د بن لادن د وژل کېدو په تړاو خوشحالۍ وکړې.

۲۰۱۱ کال ډسمبر ۵: د بون دوهم کنفرانس

د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر مياشتي پر ۵ مه نېټه د آلمان په بون کي تر لسو کالو وروسته د افغانستان دوهم کنفرانس جوړ سو. د دولتونو او حکومتونو مشرانو په دغه کنفرانس کي پر دې تفاهم وکړ چي تر ۲۰۲۴ کال پوري به له افغانستان سره اقتصادي مرستي کوي. ولسمشر کرزي په بدل کي مکلفيت پر غاړه واخيست چي افغانستان به پر خپلو پښو دريږي او د اداري فساد پر ضد به مبارزه کيږي، څو افغانستان په يوه باثباته ډيموکراسۍ بدل سي.

۲۰۱۲ کال می ۱۶: دوه اړخيز تړون

د آلمان لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل او افغان ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۲ کال د می مياشتي پر ۱۶مه نېټه د دواړو هيوادونو تر منځ د ګډ کار تړون لاسليک کړ. د آلمان حکومت په دې شرط د نورو اقتصادي مرستو ژومنه وکړه چي افغان حکومت به اصلاحات راولي. په بدل کي ولسمشر حامد کرزي ځان په قانوني دولتدارۍ او د بشر د حقونو په خوندي کولو مکلف کړ.

۲۰۱۳ کال جون ۱۸: د مسئوليت انتقال

ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ چي په ټول افغانستان کي به د امنيت مسئوليت افغانان پر غاړه اخلي. کرزي وويل چي د افغانستان ټولي هغي ولسوالۍ چي د ناټو عسکرو له خوا يې امنيت ساتل کېدی، و افغان چارواکو ته سپارل کيږي. د هغه په وينا په راتلونکو مياشتو کي به نړيوال ځواکونه ټول ولايتونه و افغان چارواکو ته وسپاري. په کابل کي يو ځانمرګي بريد د کرزي دغه اعلان تر سيوري لاندي راوست.

۲۰۱۳ کال د اگست۲۱: د پوليسو د مرکز سپارل

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کلاوس ديتر فريتشه او په افغانستان کي د آلمان سفير اوليور اوڅا، د ۲۰۱۳ کال د اګست مياشتي پر ۲۱مه نېټه د کندوز د پولیسو مرکز د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ته وسپاری. په دې سره د آلمان له خوا په کندوز کي د افغان پوليسو د روزني ماموريت هم بشپړه سو. آلمان د ۲۰۱۰ کال راهيسي په دغه مرکز کي ۴۶۰۰ افغان پوليس وروزل.

۲۰۱۳ کال اکتوبر ۶: د آلماني عسکرو وتل

د آلمان د هغه وخت د دفاع وزير توماس ديميزېر او د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وېسټروېله، په کندوز کي د آلماني پوځ مقر و افغان چارواکو ته وسپاری. په افغانستان کي د آلماني پوځ تر ټولو دوهم ستر دغه مقر به په راتلونکې کي د افغان ملي اردو او ملي پوليسو له خوا کارول کيږي. په دې توګه سره پسله لسو کلنو څخه په افغانستان کي د آلماني پوځ ماوريت په رسمي توګه پای ته رسيږي.

په۲۰۱۴ کال کي له افغانستانه د قواوو وتل

په دغه کال له افغانستان څخه د ټولو خارجي ځواکونو وتل پېليږي. خو نړيواله ټولنه به تر دې وروسته په افغانستان کي د بيا رغاوني له پاره د خپلو ميلياردونو ډالرو مرستو ته دوام ورکړي.