1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: اروپايي مسلمانان بايد لا ډېر څه وکړي

۱۳۹۶ خرداد ۲۸, یکشنبه

په سلګونو مسلمانانو د کولن په يوه مظاهره کې د تروريزم ضد موقف خپل کړی دی. خو مبصر شامل شمس په دې اند دی چې لويديځ مېشتي مسلمانان بايد لا ډېر څه وکړي څو د «تندلاريتوب تصور» څخه ځانونه لېرې کړي. مبصر شامل شمس داسي نظر لري:

https://p.dw.com/p/2et49
Deutschland Köln Friedensmarsch von Muslimen gegen islamistischen Terror
انځور: Reuters/T. Schmuelgen

سره له دې چې د تروريزم ضد د مسلمانانو په لاریون کې ونډه د توقعاتو خلاف هومره ډېره نه وه، خو هغه بيا هم يوه مثبته نخښه ده چې مسلمانان کوڅو ته راووتل او دا يې وښودله چې هغوی د اروپا د هر بل وګړي په څېر د تندلاريتوب ضد نظر لري. په پای کې دغه موضوع ټول اروپايان اندېښمنوي، په داسې حال کې چې مسلمانان هم د اروپا د نژادي تنوع د مفکورې يوه برخه تشکيلوي.

په آلمان کې تر ټولو سترې اسلامي ټولنې، ترکي اسلامي اتحاد، البته د شبنې ورځې له لاريون سره پرېکون کړی وو، او ويل يې چې د «زموږ سره نه» شعارونه دا معنی ورکوي چې دا يوازې د مسلمانانو وظيفه ده چې د نړيوال تروريزم ستونزه حل کړي. د دوی دغه استدلال نيمګړی او تېر ايستونکی دی.

هغه تر ډېره د مسلمانې ټولنې دنده ده چې افراطي عناصر په خپلو ليکو کې منزوي کړي، خپلو عبادتځايونو کې اصلاحات راولي او د اسلام يوې منځلارې بڼې ته وده ورکړي. خو په لويديځ کې د اسلامي ټولنو له يو څو مظاهرو او بيانيو څخه زياتو هڅو ته اړتيا ده څو له اسلاميزم او اسلاميستانو سره مقابله وشي.

په لويه بريتانيا کې تر ټولو وروستي تروريستي بريدونه او يو شمېر مرګوني يرغلونه چې اورپکو اسلامي ډلو او افرادو يې په جرمني کې په تېرو څو کلونو کې يړه منلې ده، په اروپا کې د مېشتو مسلمانو ټولنو په منځ کې د خبرداري وړ د زيات افراطيت پر شتون دلالت کوي.

سره له دې هم اسلامي عالمان او نفوذ لرونکي کسان د اسلامپالې ترهګرۍ پړه د غربي حکومتونو پر بهرني سياست او په منځني ختيځ او نورو مسلمان اکثريت لرونکو سيمو کې د هغوی پر مداخلو وراچوي. له دې لارې هغوی هڅه کوي د هغو ظلمونو څخه چې اروپا او نوره ټوله نړۍ يې ډارولې ده، او له هر ډول مسووليت څخه خپلې اوږې سپکې کړي.

اروپايي مسلمانان به تل له غربي ارزښتونو او مقرراتو سره په کړکېچ کې وي که هغوی دې ته دوام ورکړي چې پړه نورو ته ورپه غاړه کړي او په خپل ګرېوان کې ونه ګوري. د ترکي اسلامي اتحاد د رد جواب چې نه يې غوښتل د کولن په لاریون کې ګډون وکړي يو بل ثبوت دی چې ډېر مسلمانان هيڅ علاقه نه لري چې په خپل ګرېوان کې وګوري.په ځان انتقاد او په خپل ګرېوان کې کتل

اروپايي مسلمانان بايد ډېر زيات تدابير پورته کړي څو نړۍ قانع کړي چې هغوی له هر ډول افراطيت سره مخالفت لري. تر ټولو لومړی بايد هغوی خپله ومني چې دې ته هرومرو اړتيا شته څو نړۍ قانع کړل شي چې هغوی له اسلاميستي بريدونو سره هيڅ تړاو نه لري.

که دا رښتيا وي چې اکثريت مسلمانان سوله خوښونکي خلک دي، خو هغه تروريستان چې انسانان يې په بريتانيا، آلمان، فرانسه او بلجيم کې قتل کړل هم په اسلامي ډلو پورې يې اړه درلوده. دا کفايت نه کوي چې وويل شي چې د «اسلامي دولت»، القاعده يا طالبانو په څېر اورپکي سازمانونه له اسلام سره هيڅ تړاو نه لري يا دا چې له مسلمانانو څخه نمايندګي هم نه کوي.

مسلمانان بايد تشريح کړي چې ولې دغه بنسټ پالې ډلې له هغوی څخه استازيتوب نه کوي او دا چې نظريات يې څنګه او څه ډول فرق کوي. بديل ورته څه شی دی او چېرته هغه بدل د ليدلو وړ بڼه لري؟

په داسي حال کي چي مسلمانان پر رسنيو تور لګوي چي هغوی «منفي» انځوروي. خو دا يو حقيقت دی چي په سوريه کي د غير مسلمانانو وژنې، په بنګله دېش کي د مسلمانو ډلو له خوا د اتيست بلاګرانو وژني، او په پاکستان کي د په غوسه ډلې له خوا د په ديني مقدساتو ته سپکاوي تورن زړه دردونکې عامه محضر کي وژنه «مثبت مثالونه» نه دي. په ننۍ سره نښلېدلې او سره سورۍ نړۍ کي مسلمان ملتونه دغه ډول پيښي نه سي پټولای. له بد مرغه چي دغه «منفي» انځور په زياته کورنی دی او نه بهرنی. 

د نړۍ سره په يو قطار کي

په داسي يو پېر کي چيري چي انځورونه تر حقيقت ډېر اهميت لري، مسلمانان په دې مکلف دي چي د اسلام يو داسي بڼه وړاندي کړي چي د عصري ارزښتونو سره سمون ولري.

په اسلام کي د ړونآندۍ په هکله کش مکش د پيړيو راهيسي ادامه لري خو اوس دغه يو ډېر مهم پړاو ته داخل شوی دی. اوس وخت رارسېدلی دی چي مسلمانې ټولنې ځانونه د ساينس پر مخ پرانيزي او د خپلو هنرمندانو، ليکونکو او مفکرينو په وړاندي زغم زيات کړي.

د کولون احتجاج د ستاينې وړ دی خو په غرب کي اوسېدونکي مسلمانان بايد په خپل عمل سره دا ثابته کړي چي دوی د هم جنسبازارانو د حقونو پر ضد نه دي، دا چي دوی د ښځي او نر تر منځ پر مساواتو باور لري، او دا چي دوی د هغو مسلمانانو په وړاندي زغم لرونکي دي چي له اسلام څخه وتلي او پر اسلام انتقادونه کوي. هغه څوک چي د بنسټيزو بشري حقونو لکه د بيان آزادۍ باندي باور نه لري، بايد دا توقع ونه لري چي څوک به له دې کبله ورباندي انتقاد نه کوي.

د دې څيزونو په لاس راوړل به ناممکن وي که مسلمانان خپل دې نظر ته ادامه ورکړي چي دوی «قربانيان» دي. د قربانيتوب دغه احساس د «بل ډول کېدو» او په لوېديځو ټولنو کي د ادغام په مخ کي خنډ ګرځي. دغه ډول څيزونه په لوېديځ کي د مسلمانانو د يوازي خپل تر منځ پاته کېدو سبب ګرځي. له همدې کبله مسلمانان بايد هر سيکولر دولتي پاليسي اسلام ضد ونه بولي ولي چي دوی ته دا احساس ورکوي چي دوی د غربي قوانينو په لار کي ستونزي ويني.

خو بالآخره بايد وويل شي چي مسلمانانو په هومره اندازه د غربي مداخلو قربانيان دي لکه د نړۍ نوري برخي چي هم دي. د امريکا متحده ايالاتو په دويمه نړيواله جګړه کي پرجاپان بمبارۍ وکړې خو دغه هيواد نن د لوېديځ ټلوالی او يو مهم اقتصادي قوت دی.

اروپايي مسلمانان د دې حق لري چي د اروپايي حکومتونو د کورنيو او بهرنيو پاليسيو سره اختلاف ولري، خو نه په هغه توګه چي هغه د سياسي اسلام مفکورې ته غذا ورکوي کوم چي د دښمن مباحثو ته ګټه رسوي. لوېديځ په ټوليزه توګه د دوی دښمن نه دی او دوی بايد دا ومني. يوه بېلګه دا ده چي په هيڅ مسلمان هيواد کي هغوی خپل دين داسي په آزادۍ نه سي عملي کولای لکه په لوېديځ کي.

Shams Shamil Kommentarbild App
د آلمان ږغ د دغه تبصرې ليکونکی، شامل شمس