1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: ترهګري توپیر نه کوي

۱۳۹۷ اسفند ۲۷, دوشنبه

په غربي نړۍ کې ترهګرۍ ته تر ډیره بریده له اسلامپالو سره ربط ورکول کیږي. د دویچه ویله مسئول مديره انیس پول، لیکي چې د نیوزیلنډ په کریستچرچ کې پر مسلمانانو باندې برید وښووله چې له اسلامه کرکه هم خونړۍ پایلې لرلی شي.

https://p.dw.com/p/3FFqX
Symbolbild Christentum Judentum Islam
انځور: picture alliance /Godong/Robert Harding

د نیوزیلنډ په کریستچرچ کې د ترهګریز برید هدف د خدای په کور کې عبادت کوونکي وو: د پناه داسې یو ځای چې خلک په کې پرته له دفاع عبادت کوي. له همدې کبله هغوی آسیب پذیره وي. دوی تر ټولو اسانه هدف وي.

وایي چې خدای ته ټول یو شان دي. دغه خبره د درد او غم پر وخت هم صدق کوي. دغه راز بدې پیښې د دې قوت او ځواک لري چې خلک سره یو موټي کړي ځکه چې دوی [په دغه راز وضعیت] کې خپل ځانونه له نورو سره یو شان ویني. د نیوزیلنډ په ترهرګریز برید کې ښايي ترهګر [برید کوونکي] دغه برید او پر انترنیت باندې یې خپرول، په خورا دقت سره پلان کړی وي. خو هغه په دې کې یوه ټاکونکې موضوع له پامه غورځولې وه او هغه دا چې که څه هم ترهګري د خلکو د ویشلو په هدف ترسره کیږي، خو دا پدیده د خلکو د متحدولو توان هم لري.

د دغه راز ګواښ پر وړاندې، دا مهمه نه ده چې یو کس پر خدای بې باوره دی، یهودي دی، مسلمان او یا هم د عیسویت د مذهب پیرو دی. ترهګري د مذهب، فرهنګي هویت او ملت ترمنځ توپیر نه کوي. دا هم مهمه نه وي چې یو کس چیرې زیږدلی او یا په یوې سیمې کې یې د څومره مودې له پاره ژوند کړی دی.

Ines Pohl Kommentarbild App
اینس پول: ترهګري د مذهب، فرهنګي هویت او ملت ترمنځ توپیر نه کوي.انځور: DW/P. Böll

یو شان غبرګون

د نیوزیلنډ په کریستچرچ ښار کې د برید په هکله د نړیوالې ټولنې له خوا هم په یوه خوله او یوه جبهه کې غم شریکي څرګنده شوې. دغه غم شریکي په برلین، مادرید، لندن، بروکسل یا پاریس کې د نورو هغو بریدونو سره هیڅ توپیر نه لري چې د اسلام پاله ترهګرو له لوري شوي وو. کله چې ترهګري مطرح وي، کله چې بې ګناه او بې مرستې خلک په بې رحمانه توګه په قتل ورسیږي نو د دې راز پیښو په غبرګون کې دوه مخیتوب نه شي کیدای!

له اسلامه کرکه یوه داسې خطرناکه پدیده ده چې موږ باید په لویدیځ کې ورته په هماغه اندازه پام وکړو لکه د اسلامپاله له تاوتریخوالي ډک افراطیانو کوچنۍ خو خطرناکه ډلې ته چې یې کوو.

انیس پول، د دویچه ویله مدیر مسووله/ خ.ح/ م.ج