1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د آلمان ټاکني د بدلون یو ټکی دی

۱۳۹۶ مهر ۳, دوشنبه

ننۍ ټاکنې د آلمان له پاره د بدلون ټکی وو. د دویچه ویله مسوله مديره انیس پول په خپله تبصره کې لیکي چې د آلمان له پاره بدیل عوامپاله ګوند، د لومړي ځل له پاره د آلمان پارلمان ته لار وموندله او انګلا میرکل تر پخوا ضعیفه شوه.

https://p.dw.com/p/2kd74
Ines Pohl
د دويچه ويله مسوله مديره انيس پولانځور: DW/P. Böll

دغو ټاکنو یو واضح پیغام لره: تر دې وروسته حالات د اوس په څیر نه شي پاتې کیدای. ټاکنو همداراز دوه ښکاره بایلونکي هم لرل: د سوسیال دیموکرات ګوند او انګلا میرکل. د سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) د رایو سلنه ۲۰،۸ سلنه ته راولویده او د انګلا میرکل د مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) بیا تر مخکنیو ټاکنو څه نا څه نهه سلنه کمې رایې خپلې کړې. دا یو ډیر د پام وړ پر شا تګ دی، او په عادي حالاتو کې آن د استعفأ دلیل هم کیدای شي. خو اوس په آلمان کې حالات عادي نه دي. د حالاتو نه عادي توب سړی کولای شي د آلمان له پاره بدیل ګوند (AfD) په بریا کې وویني چې پارلمان یا بوندستاګ ته یې د لار موندنې له پاره ۱۳ سلنه رایې ګټلي دي. له دې سره نو د فدرال جمهوریت تر جوړیدو وروسته د لومړي ځل له پاره یو ښي اړخی عوامپاله ګوند د آلمان فدرال پارلمان ته لار موندي.

آلمان بدل شوی

د بدلون یو تاریخي ټکی. د نن له ټاکنو سره آلمان بدل شو. دا یوه وړوکی موضوع نه ده. خو حالات د یوې فاجعې تر حده هم خراب نه دي. دا یو چلنج دی. او په پای کې دا دیموکراسي ده. او په نړیواله کچه بیا د دې موضوع له پاره کافي شواهد شته چې سړی باور وکړي چې آلمان به له دغه چلنج څخه هم کامیابه راووځي. دا به هم ښه وي چې په پارلمان کې د یوې ښې نتیجې د ترلاسه کولو له پاره یو ځل بیا بحثونه رامنځ ته شي. او دا به په دې معنی هم وي چې داسې یو پیاوړې صدراعظمه به هم واک ته را نه شي چې په پارلمان کې به هیڅ اپوزیسیون و نه لري.

دا هم د نن ماښام پیغام دی.

دا به د آلمان دیموکراتیکو ګوندونو ته ډیره مهمه وي چې د آلمان له پاره بدیل ګوند د عوام فریبو څرګندونو په واسطه له خپل اصلي دیموکراتیک بحثونو منحرف شي. دغه ګوندونه باید د عوامپاله غیر طبیعي وهمونو ځای لیرې وساتي او د شته ستونزو له پاره ریښتنې ځوابونه وموندي.

او بالاخره باید دا موضوع جدي ونیسي چې ډیر خلک له دې ویره لري چې کډوال څرنګه کولای شي د هغوی هیواد بدل کړي. آلمان باید د خپلې مباحثو په اړه له سره فکر وکړي. له تابوګانو ویره سیاسي افراطیان پیاوړي کوي.

دا هم د ټاکنو یوه بل پیغام وو.

سوسیال دیموکرات ګوند اپوزیسیون جوړي

اوس نو لومړي اصلي چلنج د یوه حکومت جوړول دي. دا معقوله خبره ده چې د سوسیال دیموکرات ګوند سمدستي روښانه کړه چې اپوزیسیون ته به ورځي. دا د راتلونکي له پاره د یوه لیدلوري جوړولو په موخه یوازینۍ لار ده. پر دې سربیره یوازې له دې لارې کیدای شي د دې مخه ونیول شي چې د آلمان له پاره بدیل ګوند په پارلمان کې د اپوزیسیون مخکښه ګوند وي.

انګلا میرکل به په راتلونکو مغلقو مذاکراتو کې تر زیات فشار لاندې وي. ځکه آن د هغې په خپل ګوند کې ډیر شمیر کسان د هغې د ګوندونو د ایتلاف د خرابو پایلو پړه پر میرکل او د هغې د مهاجرت پر سیاست باندې اچوي. له بلې خوا بیا ټوله نړۍ هیله لري چې پر دې پایلو سربیره هم، میرکل د لویدیځې نړۍ یوه مخکښه سیاسي څیره پاتې شي او آلمان په نړیواله کچه یو باثباته او د اعتماد وړ متحد وي. او دا چې آلمان یو پرانیستي او د ژورې دیموکراسي خاوند هیواد وي.

دا هر څه د آلمان د اساسي قانون هم واضح کړي دي. دغه قانون پر ټولو عملي کیږي، آن د آلمان له پاره پر بدیل ګوند. د اسان وقار مصؤن دی.