1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کې د ترمپ ټکان ورکونکی بریالیتوب یو تاریخي بدلون

۱۳۹۵ آبان ۱۹, چهارشنبه

د امریکا د ټاکنو د ورځې په پای کې ډير کسان حیران شول، ځکه تش په نامه کارپوهانو بل ډول وړاندوینه کړې وه. خو د دویچه ویله سر لیکوال الکزاندر کوداشیف په نظر، د نوي ولسشمر د ریاست تر پیل پورې باید له وخت څخه ښه استفاده وشي

https://p.dw.com/p/2SRSJ
Florida Trump-Anhänger David Ramirez
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS

د دونالد ترمپ بریالیتوب چې ډیر زیات غیر منتظره وه، ټول سخت هک پک حیران کړل. لږ تر لږه په اروپا او آلمان کې، چیرته چې د ترانس اتلانتیک ( امریکا متحده ایالاتو) اړیکو ته ړومبیتوب ورکولو سره سره هیڅوک نه شي کولای پر ناهیلی توب، ویرې او لالهاندې باندی پرده واچوي. خو یو څه چې ټول مونږ کولای شوو چې په دې شیبه کې پرې اعتراف وکړو هغه دا دی چې هیڅوک دونالد ترمپ په رښتینې توگه نه پیژني. د هغه کمپاین په دوره کې مونږ ټول د هغه له پلانونو، ارادو او فکرونو څخه خبرتیا پیدا کړه. سربیره پر دې د هغه زورپالنې له طبعیت، پر ځان مغرور، اشتباه، د هغه پر ښکاره لفاظیو، دغه راز د هغه د جنسي تبعیض درلودلو او نژاد پالونکي کرکتر څخه هم بې خبر پاتې نه شوو. خو  مونږ د انتخاباتو په شپه، د تیرو ورځو د ټولو سیاسي اخ ډبونو په تعقیب د امریکا له خلکو سره د روغې جوړې او په نړۍ کې د امریکا له شریکانو سره د یو منصفانه چلند د یوې هڅې شاهدان هم یو.

هیڅوک د ترمپ لپاره چمتو نه ؤ

سره له دې هم د برلین په شمول د لویدیځو هیوادونو په پلازمینو کې د ترمپ  انتخاب تر ټولو«یو ناوړه سناریو» وه. د هغه د بریالیتوب انتظار هیچا نه کاوه. اوس هم هیڅوک نه پوهیږي چې په متحده ایالاتو کې به څوک د بهرني، دفاعي او چاپیریالي سیاست اختیار ولري. ځکه ترمپ د جمهوري غوښتونکو په گوند کې یو پردی دی. سر بیره پر دی هغه د جمهوري غوښتونکو پر  ککریو او پوهانو باندی هم تکیه نه کوي. هغوی سره اړیکې او شخصي پیژندگلوي هم نه لري. دا روان وضعیت نور هم ستونزمن کوي، ځکه په یقین سره چې د ترمپ په شا او خوا کې به داسی کسان راټول وي چې په سیاسي صحنه کې ښايي تجربې او رابطې ونه لري.

Kudascheff Alexander Kommentarbild App

دا پرته له شک چې خپلې اغیزې هم لري. د بیلگې په توگه : په اقتصادي سیاست کې، کوم چې خبره نړیوالۍ آزادې سوداگرې پورې اړه نیسي. په بهرني او امنیتي سیاست کې: په دې اړه خبره  پر ایران، اسرائیلو او د جهادیستی تروریزم پرضد احتمالی پوځي اقدام باندی څرخیږي. دغه راز خبره  په منځنی ختیځ کې د واشنگتن نقش او له روسیې او چین سره د متحده ایالاتو لړزانو اړیکې پورې هم اړه نیسي. پوښتنه دا ده چې آیا امریکا متحده ایالات دغو دوو ستر قدرتونو په وړاندی د یو شریک او که د سیال په توگه میدان ته وړاندی کیږي؟ او یا تجرید ته مخ اړوي. بله خبره له متحدینو سره د متحده ایالاتو اړیکې دي.

ترمپ د یو مخور شخصیت په توگه سابقه نه لري

ترمپ ستر پیژندل شوی شخصیت نه دی.  که څه هم هغه د نیویارک یو ملیاردر دی ، له خپل دغه بریالیتوب سره هغه په حقیقت کې پر ښاري مناسبانو د اطرافي ژوند بریالیتوب مجسم کوي.  د کورني سیاست لحاظه هغه د دغه هیواد د تراوسه پورې پیژندل شوو مخورو پورې اړه نه لري. له دې امله دا به آسانه نه وي چې هغه ته سړی لاس رسی پیدا کړي.

خو دغه سخت ټکان چې ټولو خوړلی، ځینی مثبت اړخونه هم لري. هغه دا چې سړی باید له ځغم څخه کار واخلي. تر هغه پورې چې هغه د امریکا د ۴۵م ولسشمر په توگه په جنوري کې سپېنې مانۍ ته کډه کوي، یو څه ښه وخت پاتې دی چې سړی کولای شي ځان ورته اعیار کړي. د ترمپ انتخاب د انعطاف ټکی دی، ښايی هم یوه تاريخي بدلون وي. په همدی وجه دا باید  له لویدیځ سره د همکارې د پای معنی ونه لري. خو په یقین سره چې سړی د هوسایی احساس هم نه شي کولای، ځکه ښکاره ده چې ترمپ یو سنت پالونکي هم نه دی.