1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د مهاجرو کړکیچ – د یوې سلیزې کار

۱۳۹۴ دی ۳, پنجشنبه

هیڅکله هم په دومره لنډه موده کې آلمان ته دومره ډیر کډوال نه دي راغلي. د دویچه ویله مدیر مسوول الکسندر کوداشیف، وایي چې په رامنځ ته شوي وضعیت کې باید مهاجر او آلمانیان ډیر څه وکړي.

https://p.dw.com/p/1HSiq
Bundeswehr Flüchtlinge Organisation Registrierung Erding Bayern
انځور: picture-alliance/dpa/A.Weigel

سږ کال آلمان یو میلیون کډوال او یا هم کیدای شي تر دې ډیر منلي وي. دغه یو میلیون کسان پناه، هیله او نوی ژوند غواړي. یو میلیون کسان د یوه لوی ښار د اوسیدونکو په اندازه دي. دا داسې یو میلیون کسه دي چې ژر تر ژره کورونو ته اړتیا لري، خو تر هغه هم ژر کار ته ضرورت لري. خو تر هر څه مخکې باید د آلمان ژبې په کورسونو، وړکتونونو او ښوونځیو کې شامل شي. لویانو ته یې باید ځانګړي ټولګي جوړ شي.

دا د آلمانیانو له پاره یو سخت کار دی خو د کډوالو له پاره بیا تر هغه هم سخت دی. هغه څه چې آلمانیان یې اوس په مخکې لري د یوې سلیزې له پاره کار دی. دا د یو یا هم آن دوو نسلونو کار دی.

د بیلابیلو ارزښتونو خاوندې ټولنې

ډیر شمیر کډوال له سوریې، عراق، افغانستان او ایریتیریا څخه آلمان ته راغلي دي. هغوی له داسې ټولنو او فرهنګونو څخه راغلي دي چې په کې آزادي او خپلواکي نه شته. هغوی له داسې تولنو څخه راغلي دي چې مذهبي اړیکې په کې ډیرې پیاوړي دې، کورنۍ او کله هم قبیله، تر یوه وګړي ډیره مهمه وي.

Alexander Kudascheff DW Chefredakteur Kommentar Bild
انځور: DW/M. Müller

هغوی له داسې سیمو څخه راځي چې جوړښتونه په کې ډیر زاړه دي، داسې ځایونه چې حکومت یې ملګری نه بلکې دښمن دی. خو هغوی اوس یوې داسې ټولنې ته راغلي دي چې هر څه په کې بل ډول دي. دلته په آلمان کې، یو وګړی له اجتماع څخه لومړی راځي. په آلمان کې یوه کورنۍ له ستونزو سره مخامخیږي، دولت هر څه تضمین کوي.

دلته همداراز د ښځو او نارینو د حقونو د برابري په اړه هیڅ پوښتنه نه شته او وګړي په دې برخه کې بشپړه آزادي لري چې انتخاب کړي له چا سره ژوند کوي او دا چې ایا غواړي همجنس ګرا ووسي او که نه؟ آلمان یوه یوه پرانیستې ټولنه لري.

خو اوس چې دغه دوه ډیر متفاوت خلک له یو بل سره په یو ځای کې مخامخ شوي دي، دواړه خواوې باید یو څه بدل شي او باید دا زده کړي چې یو له بل سره څرنګه چلن وکړي. په دې برخه کې د مهاجر کار ډیر دی. هغوي آلمان د خپل د ژوند له پاره د نوی ځای په توګه انتخاب کړی دی او له همدې کبله باید د دې ځای له شرایطو، رواجونو او نورمونو سره ځان برابر کړي.

هغوی همداراز باید زده کړي چې د هغو مسایلو درناوی وکړي چې د دوی په نظر عجیب ښکاري. هغوی باید دلته په عادي ژوند کې برخه واخلي پرته له دې چې خپل فرهنګ او هویت په بشپړه توګه له لاسه وکړي. خو آلمان سوریه او یا هم ایریتیریا نه ده او مهاجر نه شي کولای چې دلته په ژوند کې له ښکیلیدو پرته پاتې شي. هغوی باید په آلمان کې د نوي ژوند په اړه کنجکاو ووسي.

خو آلمان به هم بدل شي. د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، وایي چې آلمان به په راتلونکو ۲۵کلونو کې تر دې هم پرانیستی، کنجکاو، په زړه پورې او ځغموونکی وي.

Bundeswehr Flüchtlinge Organisation Registrierung Erding Bayern
انځور: picture-alliance/dpa/A.Weigel

دا ښايي یوه ستونزمنه لاره وي ځکه آلمان لا وختي پرانیستی او په زړه پوری دی. خو بیا هم باید آلمان بدل شی: آلمان باید په یوه وخت کې خپل نوی مدرنه هویت تعریف کړي او همداراز باید زده کړي چې له نورې نړۍ سره لا ډیره لیوالتیا ولري.

اسلامي فرهنګ یوازې د شرعي قانون په معنی نه ده، اسلام د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو معنی نه لري، او د چادرې معنی هم نه ورکوي. په اسلامي فرهنګ کې ورځینی ژوند نغښتی دی. دا همدا راز د پخواني یوناني فرهنګ ساتونکی دی چې په اروپا کې ورک شوی دی. دا فرهنګ د اثارو، ادبیاتو او فلسفې له نظره ډیر بډای دی.

غلط فهمۍ له منځه تللي

د آلمان د مهاجرو سیاست په اړه دوه لویې غلط فهمۍ موجودې دي. لومړی: آلمان د مهاجر له پاره یو هیواد نه دی. دا خبره پخوا هم غلطه وه او اوس هم غلطه ده. موږ اوس د یوه هیواد په توګه په زړه پورې یو او له همدې کبله خلک غواړي دلته راشي.

دویمه غلط فهمي دا ده چې د پنا غوښتنې سیاست د ګډوالو سیاست دی. دا یوازې یوه سیاسي افتضاح ده. کډوال باید آلمان ته تر رسیدو وروسته په ټولنه کې ادغام شي. هغوی باید دغه پرانیستې ټولنه خپله کړي.