1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: قاضیان، سیاست او بورکیني

مارتين مُنو / م.ج.۱۳۹۵ شهریور ۷, یکشنبه

په فرانسې کې پر بورکینې بندیز تاوده بحثونه راپارولي دي. اوس د دې هیواد سترې محکمې دغه بندیز لغوه کړی دی. د دویچه ویله مارتین مونو، دغه پریکړه پر ځای بولي.

https://p.dw.com/p/1JrH7
Großbritannien Protest gegen das Verbot von Burkinis in Frankreich
انځور: Getty Images/AFP/J. Tallis

آیا بورکیني خلکو، د فرانسې ټولنې او آن اروپایي ارزښتونو ته ګواښ رامنځ ته کوي؟ څو اوونۍ وړاندې به هر عاقل سړي د دې پوښتنې په ځواب کې خپل سر د منفي ځواب په توګه ښورولی وو.

خو په اروپا کې د ترهګرۍ او ښي اړخو نظریاتو له ودې سره داسې ښکاري چې استدلال له منځه ځي. دا په داسې حال کې ده چې په فرانسې کې د ښځو د لامبو او ترهګریزو بریدونو تر منځ هیڅ اړیکه نه شته.

وسلې د ټوټې پر وړاندې

خو بیا هم په وسلو سمبالو پولیسو د فرانسې په ۳۰ برخو کې پر سواحلو باندې ګزمې کولې چې دا بندیز پلي کړي. هغوی له میرمنو څخه غوښتل چې خپل لستوڼې لرونکې چامې وباسي او که نه نو د جریمې ورکولو ته به اړ شي. دا د هغو کسانو له پاره چې دا کار یې باید کړی وای، شرموونکی بهیر او د اسلامپالو بنسټپالو له پاره د پروپاګندا یوه وسیله وه.

د آلمان ږغ همکار مارتين مُنو
د آلمان ږغ همکار مارتين مُنو

د «بورکیني» اصطیلاح په کوم فرمان کې نه تر سترګو کیږي. په حقیقت کې خلکو ته ویل شوي دي چې که هغوی مناسبې جامې پر تن نه کړي چې له اخلاق سره برابرې وي او د سیکولاریزم درناوی وکړي، نو هغوی ته به په عمومي سواحلو کې د لامبو اجازه ور نه کړل شي. همدې موضوع د پخپل سر قوانینو رامنځ ته کولو ته لاره هواره کړه. آن هغه ښځې چې بورکیني نه پر تن کوي او یوازې په ساحل کې له اوږدو جامو او ټیکریو سره غځیږي، هم په یوه هدف باندې بدلې شوې دي.

په دې ترتیب سره نو که یوه ښځه ان له لمر سره حساسیت هم ولري، نو کیدای شي چې یو احتمالي خلاف کار ترسره کړي.

له اخلاق سره برابر – په بیلا بیلو برخو کې

«له اخلاق سره برابر» عبارت په ډیر شمیر مسلمانو هیوادونو کې هم کارول کیږي چې ښځې وهڅوي ترڅو د امکان تر حده پورې خپل بدن پټ کړي. د دې استدلال له مخې هر هغه ښځه چې په ساحل کې پرته وي، یا خو یوه بدکاره او یا هم ترهګره ښځه ده. نامعقولې نړۍ ته ښه راغلاست یا د نارینه و غوره ګڼونکې باریک فکرې نړۍ ته ښه راغلاست!

تاسو کولای شي د ولسپالو د نظریو له خوا د سیاسي فرهنګ د رامنځ ته کیدو بهیر لیدلی شئ. په اصل کې باید دغه سیاسي فرهنګ د فرانسې د آزادي، مساوات او ورورګلوي د نظریاتو له مخې جوړ شي.

نیوکلاس سرکوزي چې غواړي بیا د فرانسې ولسمشري ته ورسیږي، له ښي اړخو نظریاتو ځان نه پر شا کوی. دا کار د فرانسې سوسیالیست ولسمشر، او مانویل والز چې پر بورکیني د بندیز یو وړاندیز کوونی دی، هم نه کوي. دا ښيي چې د فرانسي د ملي جبهې مشره مرین له پین، څرنګه یو بشپړ سیاسي ډله یوې خوا ته له ځان سره وړي.

آزادي او فارغه وخت

سړی باید د فرانسې د سترې محکمې له قاضیانو مننه وکړي چې پر بورکینې باندې لګیدلی بندیز یې له منځه یووړ. که څه هم دغه پریکړه موقتي دی. هغوی خپل نظر په واضح ډول ووایه: دغه فرمان شخصي او مذهبي آزادی له ستونزو سره مخامخوي.

د اساسي قانون پر بنسټ ولاړه یوه آزاده ټولنه باید پریکړه و نه کړي چې وګړي یې څه ډول جامې پر تن کړي، که څه هم د جامو اغوستلو قوانین کیدای شي چې له پولیسو، پوځ، محکمو او ښوونځو سره مرسته وکړي. خو په عامه ځایونو او په خاصه توګه په سواحلو کې چې د تفریح ځای دی، دا یو اقتداري چلن بلل کیږي. داسي یوه دیموکراسي چې دې کار ته مخه کړي، د ناکامۍ په لور روانه ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: