1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: لاس په لاس د کوریا د ستونزې د حل په لور

۱۳۹۷ اردیبهشت ۷, جمعه

د کوریا دوه وروڼه هیوادونه یو له بل سره په صمیمي او روښانه توګه نزدې کیږي. د دویچه ویله د آسیا څانګې مشر الکساندر فرایند، وايي چې له ترلاسه شويو تفاهمو څخه مهمه خبره د کلونو چوپتیا ماتیدل دي.

https://p.dw.com/p/2wnYn
Korea-Gipfel
انځور: Reuters/Korea Summit Press Pool

هغوی په دوه جلا نړیو پورې تړاو لري: له سویل څخه د بشري حقونو وکیل مون جایې ان، او له شمال څخه واکمن کیم، چې د نړیوال سیاست ویرونکی مصدع بلل کیږي. د واقعبینانه پلونو جوړونکی مون او کیم جونګ اون، د توغندیو پارونکی سړی.

د سویلي کوریا یو داسې ولسمشر چې له شمال څخه تښتیدلی وو او خپل ټول ژوند یې د دیموکراسي له پاره مبارزه کړې، د دریم نسل یو ظالم حاکم سره ویني چې د خدای په څیر یې په هیواد کې عبادت کیږي او تر ټولو لومړی د خپل واک د سلسلې د دوام په اړه فکر کوي.

Freund Alexander Kommentarbild App
د دویچه ویله د اسیا د څانګې مشر، الکساندر فرایند

پر دې ټولو توپیرونو سربیره، د دواړو کوریا تر منځ کنګل ډیر ژر مات شو. دواړو مشرانو په داسې سیمې کې چې څوک هم پرې کنترول نه لري، د یو بل هرکلی وکړ. او د لومړي ځل له پاره، د شمالي کوریا یو مشر د سویلي کوریا خاورې ته ننوت. لاس په لاس، هغوی همداسې د دواړو هیوادونو له بیلوونکې کرښې تیر شول چې د مون په خبره به تر دې وروسته به د بیلتیا نه بلکې د سولې نښان وي.

له بلې خوا د شمالي کوریا مشر چې تر دې مخکې ورته لاس رسي موجوده نه وه، هم په قصدي توګه ډیر آرامه وو، د نړۍ له بیلابیلو سیمو څخه راغلو کمرو ته یې خندل، نوموړي هغه ماشومان چې ده ته یې ګلان ورکړل پر سر لمس کړل او له خپلې خور، چې هر وخت یې تر څنګ وي، سره یې د ډوډۍ د مینو په اړه ټوکې وکړي چې د دواړو کوریاو خوندور خاوړه په کې شامل وو.

د چوپتیا پای

دا غونډه یوه تاریخي شیبه ده. کله چې د دواړو هیوادونو مشرانو یو له بله په حیرانوونکي توګه دوستانه لیدنه وکړه نو آن د نړۍ له بیلابیلو سیمو څخه راغلي ۳۰۰۰ خبریالانو هم چک چکې پیل کړي. له ناستې څخه توقعات، چې تمه کیږي د کلونو چوپتیا ته به د پای ټکی کیږدي، ډیر لوړ دی – شاید تر حد ډیر لوړ.

سویلي کوریا هیله لري چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اوسني اوربند تړون ځای به د سولې یو تړون ونیسي، شمالي کوریا غیر اتومي شي - دا د امریکا متحده ایالاتو غوښتنه هم ده - او دا چې د دواړو وروڼو هیوادونو تر منځ دوامداره سوله رامنځ ته شي. شمالي کوریا بیا غواړي چې د یوه اتومي ځواک په توګه وپیژندل شي او همداراز غواړي چې د سختو بندیزونو په وضعیت کې ورسره اقتصادي مرستې وشي. دغو بندیزونو شمالي کوریا چې یو ناداره هیواد دی، سخت زیانمن کړی دی.

دواړو اړخونو سره موافقه وکړه چې د یو بل له پارونو څخه ځان لیرې وساتې او په منظم ډول په راتلونکې کې سره وویني. پوځي ترینګلیتاوې به کمې شي او د دواړو دولتي مشرانو تر منځ به مستقیمه تلیفوني اړیکه ټینګه شي.

د سولې یو تړون به د اوسني تړون ځای ونیسي، د جګړې له کبله بیلو شویو کورنیو ته به اجازه ورکړل شي چې یو له بل سره وویني. دواړه هیوادونه غواړي یو له بل سره لا ډیره اقتصادي همکاري وکړي او د کایسونګ په اقتصادي زون کې به یو ځل بیا د اړیکو یو دفتر پرانیستل شي.

په تر ټولو مهمې موضوع باندې هم تفاهم موجود دی: دواړه کوریاوې غواړي په ګډه له اتومې وسلو څخه د کوریا د ټاپوزمې د پاکیدو پر لور کار وکړي. دا به له سیمې څخه د امریکا متحده ایالاتو د تکتیکې اتومي وسلو د وتلو په معنی هم وي.

دواړه غواړي چې سره بیل شوي وروڼه هیوادونه بیا یوځای شي. کیم وویل: «موږ په یوه ژبه سره خبرې کوو، موږ عین وینه لرو، یو ډول تاریخ لرو، موږ عین خلک یو. موږ باید یو له بل سره جګړه و نه کړو بلکه باید د یوځای کیدو له پاره زیار وباسو.»

خو پر دې مهرباني سربیره هم د شک ځای شته، ځکه په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۷ کال کې د دواړو کوریاو د مشرانو لیدنو هم ډیرې هیلې رامنځ ته کړې وې. هغه وخت هم دواړو هیوادونو ژمنه کړې وه چې د اعتماد فضا به رامنځ ته کړي. د کوریا د تقسیم له کبله سره بیل شوې کورنۍ وتوانیدې چې یو ځل بیا سره وویني او هغه وخت د کاېسونګ د ځانګړي اقتصادي مرکز بنسټ کیښودل شو.

خو ډیر ژر بیا هغه په لومړي سر کې رامنځ ته شوې خوښي له منځه ولاړه او کله چې شمالي کوریا خپل د اتومي پروګرام تعقیب ته دوام ورکړ نو خبرې اترې هم بندې شوې.

تر پخوانیو ولسمشرانو ډیره کامیابي

له همدې کبله دا ډیره د حیرانتیا خبره ده چې دغه غونډه نه یوازې دا چې ترسره شوه، بلکه په ډیره ښه فضا کې پر مخ ولاړه. د خپل کار تر پیل یوازې یو کال وروسته لیبرال سوسیال مون، د خپلو آشتې غوښتونکو سیاستونو په مرسته توانیدلی دی چې د پخوانیو محافظه کارو ولسمشرانو په پرتله ډیر څه ترلاسه کړي.

کیم هم توانیدلی دی چې د خپل له خطر ډک توغندیو او اتومي پروګرام په مټ د خپل پلار او نیکه په پرتله ډیر څه ترلاسه کړي. هغه توانیدلی دی چې شمالي کوریا د یوه جدي ګواښ په توګه معرفي کړي. اوس نو کیم کولای شي چې له خپل دښمن امریکا سره په برابره کچه خبرې اترې وکړي. د یوې میاشتې په شاوخوا موده کې به ترمپ د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره وویني. یوازې څو اوونۍ مخکې د دې خبرې تصور هم نه شوای کیدای.

د کوریاو غونډې یو ځل بیا بحثونه روان کړي دي او د تیرو څو میاشتو ترینګلی حالت یې آرامه کړی. ترمپ ته به مشوره ورکړل شي چې همدې لارې ته دوام ورکړي. مستقیمې خبرې اترې تل د تویتر له شخړ په پرتله ګټورې دي.

قدم په قدم، ټول اړخونه کولای شي چې له منځه تللی اعتماد بیرته رامنځ ته کړي او د سوله ایز حل لارې په لور کار وکړي. که هغوی دغه څه ترلاسه کړای شي، نو آن ترمپ به د پخوانیو امریکایي ولسمشرانو په پرتله ډیر کامیابه وي.