1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: لفظي ژمنه بايد اوس د عمل جامه وا غوندي

۱۳۹۰ آذر ۱۸, جمعه

د افغانستان يو بل کنفرانس يو وار بيا د ډيرو وعدو او ژمنو سره پای ته ورسېدئ. خو په دې غونډه کي ددغه هيواد په ناوړه وضعيت کي د سمون راتلو له پاره مشخص وړانديزونه و نه سول.

https://p.dw.com/p/13NiW
«د پوځيانو د ايستلو پلان بايد افغانانو ته روښانه سي.»
«د پوځيانو د ايستلو پلان بايد افغانانو ته روښانه سي.»انځور: DW

د دويچه ويله د افغانستان د څانګي مشر، رتبيل شامل آهنګ پخپله تبصره کي ليکي، چي ښايي د بن په نړيوال کنفرانس کي وينا کوونکو خپلي وينا وي يو له بل څخه نقل کړي وي، ځکه د هغوئ د ويناوو متن تر يوې اندازې يو بل ته ورته وو.

داسي وعدې په هري وينا کي وا وريدل شوې: « موږ به د افغانستان خلک يوازي پرې نه ږدو او يا  دا چي:«افغانان د خپل هيواد له ټولو ډلو سره بايد روغي جوړي ته کښيني.» له دي  خبري څخه د هغوئ مقصد طالبان ول.

خو طالبانو د بن په کنفرانس کي ګډون نه درلود. دا چي هغوئ خپله نه غوښتل او که نه ول را بلل شوي، د کنفرانس تر پايه پوري روښانه نه شوه.

د آلمان فدرالي حکومت د کنفرانس د کوربه په توګه افغانانو ته ډاډ ورکړ، چي تر ۲۰۱۴کال وروسته به هغوئ يوازي نه پرېږدي. د آلمان صدراعظمي انګېلا ميرکل وويل، چي د هيواد مرستي به يې د امنيتي ځواکونو روزني او بيا رغاوني ته ځير وي.

خو پوښتنه دا ده چي ددې لفظي وعدې او ژمني هدف او مقصد څه دئ؟ د افغانستان خلکو ته بايد هغه پيغام ورسول شي، چي دوئ به بيا يوازي پرې نه ښوول سي.

يو کال مخکي کي د متحدينو هغه اعلان چي د ۲۰۱۴ کال په پای کي به په افغانستان کي پوځي ماموريت پای ته ورسول شي، د افغانستان په ډيرو برخو کي د خلکو په منځ کي وارخطايي رامنځ ته کړه.

په دې پيغام سره د ۱۹۹۰ کلونو ناورين يو وار بيا د خلکو په ذهنونو کي راژوندی شو. په هغه وخت کي د شوروي سور پوځ له افغانستان څخه ووت او افغانستان په يوه ويرانونکي کورنۍ جګړه کي ډوب شو.

دا مثال، يعني د پوځيانو د ايستلو موضوع د دې خبري ښکاره ثبوت دئ، چي د افغانستان د لانجې د حل له پاره ولس هڅونه او بېړني تصميمونه ګټه نه کوي.

د پوځيانو د ايستلو پلان بايد افغانانو ته روښانه سي. هغه څه چي تر اوسه پوري نه دي شوي.  د ډيرو سره دا پوښتنه پيدا کيږي، چي آيا غوره نه ده چي همدا اوس له طالبانو سره ګډ کار پيل شي، مخکي تر دې چي هغوئ په ۲۰۱۴کال ددې هيواد د زور لرونکو په کتار کي ودريږي.

د بن کنفرانس د افغانستان له لاسه تللی اعتبار يو وار بيا راژوندی کړی. خو بياهم په افغانستان کي خلک ډير لږ هيله من دي. نړيوالي ټولني په ښکاره توګه څرګنده کړه چي تر ۲۰۲۴ کال پوري به د افغانستان ترڅنګ ولاړه وي او د سولي او پخلايني پروسې څخه به ملاتړ وکړي.

خو دغه ډول لفظي وعدې بايد اوس د عمل جامه واغوندي، تر څو په افغانستان کي د خلکو د ژوند په وضعيت کي رښتيا هم بدلون رامنځ ته شي.

که چيري پوليسي ځواک پياوړي شي، کيدای شي چي په امينتي وضعيت کي سمونوالي رامنځ ته شي. د اختلاس پر ضد بايد په رښتيي توګه مبارزه وشي. دغه راز د ښووني او روزني دروازه بايد د ټولو پر مخ پرانيستل شي.

دغو هدفونو ته د رسيدو له پاره افغانان او نړيواله ټولنه بايد د يوې ګډي ستراتيژي پر سر کار وکړي.

رتبيل شامل آهنگ
کتونکی: نجيب الله زيارمل