1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: «موږ دا کولای شو»

۱۳۹۶ شهریور ۹, پنجشنبه

دوه کاله مخکې د آلمان په شمول د لویدیځي اروپا پر لور د مهاجرو د ستر بهیر له پیل سره، د المان صدراعظمې د مهاجرو د کړکیچ حل ته په اشارې سره يوه خبره وکړه چې :«موږ دا کولای شو». اوس دا جمله مطرود شوې او تاریخ گرځیدلي.

https://p.dw.com/p/2j8pL
Deutschland Wahlkampf CDU mit Kanzlerin Merkel in Hessen
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

خو د دویچه ویله د ژورنالیست کریستوف شتراک په نظر د انګلا میرکل داجمله د دې هیواد له امکاناتو څخه ویندويي کوي. دا چې څرنگه؟ هغه پرې تبصره کړې ده:

انگلا میرکل د مهاجرو په سیاست کې د خپل دوه کاله مخکې دریځ څخه تنزل کړی. هغه اوس په ټول  هیواد کې په خپلې انتخاباتي مبارزې کې یو بل څه وايي: هغه دا چې «داسې يو کال بايد هيڅکله هم بيا تکرار نه شي او اجازه بايد ورته ورنه کړل شي». دغه جمله هغه د زرګونو کسانو په حضور کې تل وايي. د هغې منظور او اشاره ۲۰۱۵ م کال ته ده، کله چې تر ټولو زيات کډوال آلمان ته راغلل.

 دغه جمله مېرکل يوازې تېره اوونۍ په بايرويت او باد کيسينګن کې ياده نه کړه چې دواړه ښارونه په بايرن آيالت کې موقعيت لري، بلکې د هېسن آيالت په فولدا، د آلمان د شمال په وېښتا، د هارڅ غرونو په کوېدلينبورګ او د زاکسن آيالت په آنابېرګ کې يې هم پر له پسې ورته جمله ياده کړه. دا د مسیحي دیموکرات «سي ډي يو» ګوند د مبارزې مشرې او د آلمان د صدراعظمې اصلي شعار دی. داسې ښکاري چې د ګوند مشره غواړي چې يو بل له جرئته ډک خو ښايي له حده زيات ډاډه او زړور شعار د خلکو له اذهانو څخه پاک او هېر کړي. هغې پخوا ويلي وو: «آلمان يو پياوړی هېواد دی. اصلي تګلاره مو چې له مخې يې بايد له دغو چارو سره چلند وکړو، بايد وي: موږ ډېر څه وکولای شول، موږ دا هم کولای شو!»

دا خبره مېرکل د ۲۰۱۵ کال د اګست په ۳۱مه وکړه. دا هغه جمله ده چې په لسګونو زره رضاکاره مرستندويان يې مرستو ته تشويق کړل. دغې خبرې د خلکو له خوا ممکنې او لازمې کاري وړتياوې او مشترک ارزښتونه هم په ياد وروستل.

د مېرکل خبرې ډېر شهرت وموند

«موږ دا کولای شو» سره له دې چې مېرکل دا جمله په ډېرو زياتو تقريرونو کې نه، خو په ډېرو اساسي ويناو کې کارولې وه، ډېر ژر يوه اصطلاح او د افادې يو طرز وګرځېد. خو کله چې دغسې يوه خبره ډېره عامه او زياته خپره شي، نو اصلي مورد يې هم له منځه ځي او هغه د مسخرې يا سخت انتقاد بڼه هم خپلوي. تقريبا يو کال وروسته صدراعظمې خپله ورڅخه فاصله ونيوله. د هغې په وينا دغه «اصطلاح تقريبا يو پوچ يا تش فورمول ګرځېدلی دی.»

Strack Christoph Kommentarbild App
د دویچه ویله خبریال کریستوف شتراکانځور: DW

دغه تر ډېره له احساساتو ډکه خبره يعنې «موږ دا کولای شو» دوه کاله مخکې د آلمان په فدرالي مطبوعاتي کنفرانس کې ياده شوه. کله چې له مېرکل څخه اوس دوه کاله وروسته په تقريبا عين ځای کې دا پوښتنه کيږي، نو هغه ورته د ډېر ارزښت ورکولو قايله نه ده. هغه د دې پر ځای د مېرکل له خپل عملي فکر سره سم د تېښتې او کډوالۍ بېلابېلو عواملو ته اشاره کوي، د قاچاقچيانو د مجرمانه اعمالو پر محدودولو غږيږي او د کنترول شوو لارو له اړخه د کډوالو پر راتګ هم خپل نظر ورکوي.

د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په اوونيو کې يوه ستونزه دا وه چې ډېرو وګړو هيله درلوده چې د خلکو ادغام به ډېر ژر يعنې د يو څو کلونو په موده کې بشپړ شي. دا يوه اشتباه وه. ادغام ډېر سخت کار او د څو نسلونو يوه پروژه ده. هغه له دواړو لورو څخه د بدلون تقاضا هم لري، يعنې له منونکې ټولنې او هم له کډوالو څخه. يوه علمي رساله موجوده ده چې له ۱۹۸۶ م کاله څخه ده او عنوان يې دی «د چټک ادغام خيالي افسانه». په هغې کې د ۱۹۴۵ او ۱۹۷۱ کلونو په منځ کې د آلمان په اتحادي جمهوريت کې د شړل شوو کسانو او کډوالو بيا ادغام څېړل شوی دی. يوه خيالي افسانه کېدای شي ټولو خلکو ته د منلو او قبلولو وړ وي، خو هغه کېدای شي په عيني او ذهني لحاظ هيڅ معنی هم ونه لري. په ۲۰۱۵ کال کې هم «د چټک ادغام افسانه» هسې د خلکو يوه هيله وه.

د ادغام برياليتوب وخت ته اړتيا لري

ادغام يعنې ټولنې ته د خلکو ورګډېدل په اصلي ځايونو، يعنې په کلو او د ښار په ناحيو کې صورت نيسي. بده نه ده، چې د کډوالو د سترو استوګنځايونو وخت اوس تېر شوی دی. د معارف په برخه کې د خنډونو سربېره برياليتوبونه هم شته چې زده کوونکي، زده کوونکې او محصلين يې په خپل زحمت سره لاس ته راوړي. دا د دې نخښه ده چې ځوان نسل به له ادغام سره هومره ډېر مشکلات ونه لري. د کار د باراز په برخه کې بيا د آلمان د اقتصادي څېړنو انستيتوت د دې توقع لري چې په پيل کې د ډېرې بې کارۍ سربېره به له دريو تر لسو کلونو پورې «د کډوالۍ مثبت مجموعي اقتصادي اغېز» محسوس کړای شي. د تقاعد د پيسو او صندوق په برخه کې فعال کارپوهان له اول سره نويو تغييراتو ته خوشبينه او سترګې په لار ول. خو په عام ولس کې بيا وېره او ډار هم موجود دي، چې هغه له هرې تروريستي پېښې وروسته، که انګيزه يې هر څه هم وي، مطرح کيږي. د مېرکل هغه پرېکړه چې سرحدونه يې پرانيستي وو او ويلي يې وو چې «موږ دا کولای شو» په بشپړه ټولنه کې البته درز نه دی راوستی، خو په ځينو وړو برخو کې يې بيا درزونه رامنځ ته کړي دي.