1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: په کابل کې چادني د رسنیو پر آزادۍ برید وو

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

په کابل د غبرګو چاودنو په یوه کې یې برید کوونکي ځان له خبریالانو سره ګډ کړ او خپل چاودیدونکي مواد یې والوزول. د دویچه ویله سندرا پیترسمن په نظر دا د رسنیو پر آزادي یو محاسبه شوی برید دی.

https://p.dw.com/p/2wxlT
Afghanistan Selbsmordanschlag Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

لږ تر لږه نهه خبریالان د خپل کار پر مهال ووژل شول. د ملکیانو وژنه یو جنګي جنایت دی، خو آیا څوک د سوریې، یمن، عراق، ناجیریا، صومالیا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په څیر هیوادونو کې دغه شان قوانین په پام کې نیسي؟ د افغانستان په جګړه کې هم پر ملکیانو باندې هدفمند بریدونه د ورځیني ژوند برخه گرځېدلې ده.

ملکیان ربړول او وژل کیږي چې د دې هیواد د خلکو مورال ټیټ شي، چې هغوی مطیع شي او غږ یې ټپ شي. خبریالان ملکیان دي، او کله چې د هغوی غږ ټپ شي نو دیموکراسي له ګواښ سره مخامخیږي.

veraltet/ als Kommentarbild Sandra Petersmann bitte CMS 43082281 verwenden
د دویچه ویله سندرا پیترسمن

رسنیو ته د ګواښ په سترګه کتل

د عیني شاهدانو په حواله، د دوشنبې په ورځ په کابل کې دویم برید کوونکي له ځان سره کمره لیږدول او داسې یې ښووله چې خبریال دی. هغه ځان له هغو ریښتنو خبریالانو سره ګډ کړی وو چې د لومړۍ چاودنې د پوښښ له پاره سیمې ته راغلی وو. دا هغه خبریالان ول چې هره ورځ يې خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کاوه چې د افغانستان د جګړې د قربانیانو غږ پورته او د هغوی انځور وړاندي کړي.

په افغانستان کې د فعاله رسنیو رامنځ ته کیدل په ۲۰۰۱م کال کې په دې هیواد کې د نړیوالې پوځې مداخلې چې په پایله کې یې د طالبانو رژیم ړنګ شو، یو له بریاوو څخه دی. اوس په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۷۰ راډیوګانې او چاپي رسنې فعاله دي. یوازې له کابل څخه تر ۳۰ ډیر تلویزیونونه نشرات لري. د رسنیو ځوان کارکوونکي د دیموکراتیک بهیر له پاره لږېدونکي هیلې ژوندۍ ساتي.

د دوشنبې په ورځ د سهار وختې ساعتونو په ګڼه ګوڼه کې کله چې په موټر سایکل یوه سپاره کس د افغانستان د استخباراتي سازمان دفتر ته نزدې ځان والوزاوه، نو ډیر خبریالان د پیښې سیمې ته وروسیدل، تر څو د پیښې رپوټ ورکړي. د هغوی هدف تر چاودنې وروسته د چوپتیا ماتول ول چې د پیښې قربانیان یوازې په شمیرو بدلوي. خو دا و نه شول او په بدل کې، دویم برید کوونکي ځان والوزاوه. داعش (د اسلامي دولت) ډلې د افغانستان څانګې د دغه برید پړه منلې ده خو کیدای شي چې برید طالبانو هم کړی وي او یا یوې بلې وسله والې ډلې او یا هم د ملیشو خاوند یوه ټوپکسالار چې د عام خلکو تاوده بحثونه ځان ته ګواښ بولي.

کرکه هیڅکله هم په افغانستان کې نه ده بریالۍ شوې

د فرانسې خبري آژانس مشر انځورګر شاه مری، د وژل شویو نهو خبریالانو په ډلې کې وو. له هغه څخه یې دوې ښځي او شپږ ماشومان پاته دي. شاه مري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له فرانسې خبري آژانس سره خپل کار پیل کړ.

هغه د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر میاشتې په ۱۴مه نیټه د خبریالانو په یوه بلاګ کې لیکلي دي: «هغوی [طالبانو] له خبریالانو کرکه لرله او له همدې کبله ما تل احتیاط کاوه.»

د خبریالانو پر وړاندي کرکه د طالبانو رژیم تر ړنګیدو څه نا څه دوې لسیزې وروسته هم له منځه نه ده تللې. وسلې کرکه له منځه نه وړي. د کرکې د له منځه تلو له پاره یوه سیاسي لیدلوري ته اړتیا شته چې د بحث له پاره پرانیستی وي. د کرکې د ورکیدو له پاره باید خبریالان پوښتې وکړي. شاه مري په خپل بلاګ کې په افغانستان کې د لویدیځ ناکامه مداخله داسې تشریح کړې:

«نوره هیله نه شته. ژوند آن د طالبانو د واکمنې په پرتله هم د امنیتي وضعیت له کبله ستونزمن شوی دی ... هره ورځ چې زه دفتر ته ځم او هر ماښام چې کور ته راځم، تل په دې فکر کې یم چې په کوم موټر کې به بم وي، او یا دا چې د خلکو له ګڼه ګوڼې څخه به یو ځانمرګی برید کوونکی راووځي.»

AFP-Fotograf Shah Marai (L) gestorben
شاه مری، د فراسي خبري آژانس انځور اخیستونکیانځور: Getty Images/AFP/J. Eisele

په کابل کې یوازې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۰ خونړي بریدونه شوي دي. په دې ښار کې د ویرې فضا ده. خلک د توان په صورت کې له عامه ځایونه ځان لیرې ساتي. خو دا د مدنې ټولنې د ودي لار نه ده. شاه مري د خپل ۲۰۱۶ کال بلاګ داسې ختم کړی:

«ما هیڅکله هم داسې ژوند چې دومره محدود لیدلوری ولري نه دی لیدلی. زه دې حالت ته د پای کومه لار هم نه وینم. دا د اضطراب وختونه دي.»

دیموکراسي له ريښې ایستل

د دوشنبې ورځې بریدونه په افغانستان کې د رسنیو پر آزادي باندي لومړی برید نه وو. خو دغه همغږی شوی برید د خبریالانو د عام وژنې په معنی دی چې هدف یې په دې هیواد کې د دیموکراتیکو مفکور د ریښو ایستل ول.

د پلان له مخې به په اکتوبر میاشت کې پارلماني ټاکني وشي. دا ټاکنې له خپل اصلي وخت څخه در کاله وروسته ترسره کیږي. په وروستیو وختونو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو باندې هم بریدونه شوي دي. څومره خبریالان به د یوې بلې امنیتي پیښې سیمې ته ولاړ شي او یا د کمپاین د یوې لویې غونډې حال به ورکړي؟ هغه رڼا چې افغان خبریالانو د جنګړه ځپلې افغانستان کې د خلکو پر ژوند اچوله یو ځل بیا مړه شوه.

بي بي سي د دوشنبې په ورځ وویل چې یو خبریلا یې په خوست ولایت کې په ډزو وژل شوی دی. احمد شاه په دې ورځ وژل شوی لسم افغان خبریال وو. په کندهار کې هم د بهرنیو ځواکونو پر یوه کتار باندې چاودنې د یوولسو ماشومانو ژوند واخیست. خو هغوی به همداسې ناپیژندل شوي پاتې شي او د افغانستان په مخ پر ډیریدونکو ملکي تلفاتو کې به ورک شي.