1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: یوه کلیزه، یو سفارت، او د ترمپ ویجاړونکی قدرت

Ines Pohl Kommentarbild App
انیس پول
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

د دویچه ویله مدیر مسووله انیس پول وایي چې په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د پرانیستې پر مهال د غزې په تراډه کې نښتې او د اور لمبې د ترمپ د ویجاړونکي قدرت ثبوت دی.

https://p.dw.com/p/2xkLn
Israel Palästinensische Protestierende
انځور: Getty Images/AFP/M. Abed

په ۱۹۴۸م کال کې د اسرائیلو له نوي دولت څخه د فلسطین د بیلولو په ۷۰مه کلیزه کې، په بیت المقدس کې د امریکا متحدو ایالاتو د سفارت د پرانیستلو تر شا به د ترمپ انګیزه څه وي؟ د سفارت ودانۍ نیمه په ختیځ بیت المقدس کې ده، هغه سیمه کې چې فسلطینيان اداع کوي چې د دوو هیوادونو د حل لارې د پلي کیدو په صورت کې د دوی پلازمینه ده. دا د ډیر شمیر فلسطینیانو پر مخ باندې یوه دیپلوماتیکه څپیړه ده. په داسې حال کې چې دا هر څه رامنځته شوی تاوتریخوالی نه توجیه کوي، دا په هر حالت کې د واشنګټن له خوا روښانه پارونه ده. دا نو په دې معنی نه ده چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر هم په رامنځته شویو مظاهرو کې د ډیرو کسانو د وژلو او ټپي کیدو مسئولیت پر غاړه لري.

د ایران د تړون له منځه وړل

یوازې په یوه لاسلیک سره د داسې یوه تړون د له منځه ولړلو له پاره به د دغه سړی [دونالد ترمپ] انګیزه څه وي چې تر سختو مذاکراتو وروسته ترلاسه شوی وو؟ هغه هم پرته له دې چې له خپلو اروپايي متحدینو سره پر سلا مشورې وکړي. د دې کار له ترسره کولو سره ترمپ وښووله چې هغه په منځني ختیځ کې د ترینګلتیاو د رامنځ ته کیدو ګواښ رامنځ ته کولی شي. هغه همداراز د امریکا متحدو ایالاتو او اروپا تر منځ ۷۰ کلنې سوله ایزې اړیکې هم زیانمنولی شي.

Ines Pohl Kommentarbild App
د دویچه ویله مدیر مسووله، انیس پولانځور: DW/P. Böll

د دې سړي انګیزه څه ده چې په ظاهر کې داسې ښکاري چې د ټولو پخوانیو امریکایي ولسمشرانو لاس ته راوړنې له منځه وړي، په داسې حال کې چې د رامنځته کیدونکو ویجاړیو له پاره هیڅ پلان نه لري؟

دونالد ترمپ تر دې مخکې هیڅکله هم یو ټاکل شوی سیاستوال نه دی پاتې شوی. هغه د سیاست په اړیکو نه دی پوه چې په کې هر څه د راکړه ورکړې، له زحمته ډکو مصالحو او له احتیاط سره ګټو او زیانونو د پرتله کولو په اړه دي. په تر ټولو ښه حالت کې، سیاستوال د خپلو کړو وړو د عواقبو په اړه فکر کوي، په دغو عواقبو کې هغه هم شامل دي، چې په لیرې راتلونکې کې رامنځ ته کیدای شي.

سړی باید یوازې هغو سمبولونو ته وګوري چې دونالد ترمپ، پر خپلې ودانۍ لګولي د. له سرو زرو جوړ شوي توري پر هغو ودانیو چې ده جوړې کړي، د ده په اړه ډیر څه وايي: ما ته وګورئ، زه تر ټولو غوره یم او زه هر هغه څه چې غواړم کولی شم. هغه خپله ولسمشرۍ د «لومړي امریکا» شعار سره پیل کړه، خو په حقیقت کې دا پیغام «دونالد ترمپ لومړي» معنی ورکوي.

دویم پلان نه شته

دا درک نوی نه دی. خو وروستیو پیښو هغه ویجاړونکی واک روښانه کړی دی چې دغه کس یې لري. ترمپ دویم پلان نه لري. کله چې هغه یو کار ترسره کوي نو د عواقبو په اړه یې فکر نه کوي، داسې عواقب چې کیدای شي له نن څخه څلور یا اته کاله وروسته یې اغیزې رابرسیره شي. هغه په دې اړه هم فکر نه کوي چې اعمال او لفظي بریدونه یې د نړۍ پر نورو هیوادونو باندې څه ډول اغیزه پریږدي.

هغه خپل قدرت نندارې ته وړاندې کوي، ځکه چې دا کار کولی شي او تل یې هڅه دا وي چې د امکان تر حده پورې ځان ته توجه واړوي. دې هدف ته رسیدل په هغه وخت کې چې سړی ویجاړي رامنځ ته کوي، اسانه دي.

له همدې کبله هغه له تاریخي لحاظه یوه مهمه ورځ په بیت المقدس کې د امریکا متحدو ایالاتو د سفات د پرانیستلو له پاره انتخاب کړه. او له همدې کبله هغه پرته له دې چې د عواقبو په اړه یې فکر وکړي، د ایران له اتومي تړون څخه ووت.

اروپا، ویښه شه!

د اروپا او آلمان له پاره باید دا د ویښیدو یو زنګ وي. د نړیوالې جګړې تر پایه اووه لسیزي وروسته، اوس بلاغت ته د اروپا د رسیدو وخت رارسیدلی دی. دا د بهرنۍ پالیسو او امنیت مسئولیت اخیستلو په معنی ده. آلمان باید بالاخره جدي شي او پر خپلو امنیتي ځواکونو باندې یو ځل بیا پانګونه پیل کړي، آن په داسې صورت کې چې تر دې مخکې آلمانیان له داسې یوه پوځ سره چې د دفاع له پاره په بشپړه توګه مجهز نه وو، کومه ستونزه نه لرله.

تر بریګزیت وروسته، بریتانیا باید روښانه کړي چې له آلمان او فرانسې سره د دفاعي او امنیتي موضوعګانو په برخه کې څه ډول همکاري کول غواړي. اروپايي ټولنه هم باید داسې یوه لار وموندي چې خپل منځنی کړکیچ ودروي او د یوه پیاوړي ځواک په توګه عرض اندام وکړي. اروپايي ټولنه باید د هغې ټولنې له پاره هم یو واضح تعریف ولري چې د خپلو اتباعو له پاره یې رامنځ ته کول غواړي.

دا لویې ننګونې دي، خو یو څه واضح دي: څوک پر داسې یوه هیواد باندې چې مشري یې د دونالد ترمپ په څیر یو کس کوي، اتکا نه شي کولی او باید یې هم و نه کړي. د دې خبرې د خواشینوونکي ثبوب له پاره باید سړی یوازې په غزې تراډه کې رامنځ ته کیدونکو پیښو ته نظر واچوي.

Ines Pohl Kommentarbild App
انیس پول Ines Pohl übernimmt für die DW ab Juli 2020 die Leitung des Studios Washington.@inespohl