1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: ۲۰۱۴م د مايوسۍ کال وو

کوداښيف۱۳۹۳ دی ۱۱, پنجشنبه

په ۲۰۱۴م کال کي نړۍ ډاډمنه نه سوه او برعکس لا بې اطمیناني ډیره سوه. د اوکراین بحران، د غزې جنگ او د «اسلامي دولت» ډلي راپیداکیدل هغه موضوعگاني دي ، چي د DW مسئول مدیر الکساندر کوداښف یې تیر کال ته بدبینه کړی دی.

https://p.dw.com/p/1EDwf
انځور: DW/M. Müller

په ۲۰۱۴م کال په نړۍ کي بې نظمي رامنځته سوه: په افریقا کي د ایبولا ساري مرض او په اوکراین کي جنگ رامنځته سو. ترهگري ډلي «اسلامي دولت» راپیدا او د پاکستان په یوه مکتب کي بې گناه شاگردان ووژل سول. په غزه کي جنگ رامنځته سو او په اروپا کي ښی اړخه افراطی حزبونه په انتخاباتو کي بریاليتوبونه پلاس راوړل. په مکسیکو کي بیا مافیايي ډلو بې گناه محصلین ووژل. په ټولو براعظمو کي هري خواته چي سړی گوري، سیاسي او اجتماعي حالت مشکل سوی او گډوډ سوی دی.

په اروپا کي جنگ روان دی: په اوکراین کي، چي د روسیې او مرکزي اروپا تر منځ پروت او د رابط حیثیت لري، سخت جنگ جریان لري. غرب او روسیه یوه نوي دیپلوماتیک جنگ ته داخلیږي، يعني د خارجي سیاست یوه نوي ساړه وخت او یوه نوي ساړه جنگ ته.

له پوتین سره څه ډول چلند کیږي؟

ولادیمیر پوتین غرب او د کیف حکومت ته د کريميا نيمه ټاپو په الحاق او د اوکراین په ختيځ کي په مخدالې سره غرب او د کيف حکومت ته چلنج ورکړ؛ او پخپله روسیه تر بندیزونو وروسته د اقتصادي انارشۍ او گډوډۍ سره مخامخ سوه. د ۲۰۱۴م کال په وروستيو کي روبل خپل ارزښت بایلوی او راکښته سو. اوس پخپله غربیان او په سر کي اروپا او خاصتاً آلمانيان دا پوښتنه کوي، چي ایا نه باید پوتین ته ورنژدې سو؟ له دغه بن بست څخه د راوتلو کومي لاري موجودي دي؟ څرنگه کولای سو، موږ بیرته په اروپا کي سوله رامنځته کړو؟ خو په دې منځ کي د اوکراین سرنوشت بې له دې چي ورته پام سي، نامعلومه پاتیږي؛ او یوه ساده پوښتنه مطرح کیږي، چي پوتين څه کولای سوای؟

له بلي خوا د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئیس بارک اوباما تر اکثرو اروپایانو د پوتین په مقابل کي قاطعیت ښکاره کوي. خو اوباما د داخلي سیاست بندي دی. ځکه هغه نور په پارلمان کي اکثریت نه لري، چي کوم عمل وکړي. امريکا د یوه لوی جهاني قدرت په توگه دباندي په دې دلیل چي په گوانتانامو او نورو ځایو کي یې بندیان شکنجه کړي او کړولي دي، خپل اعتبار او حیثیت بایللی دی.

دغه هیواد په منځني ختیځ کي هم خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی. په ځانگړې توگه د غزې د جنگ پر مهال، دغه هیواد هیڅ رول نه سوای لوبولای. نه اسرائیل او نه هم فلسطینیان د اوباما تر تأثیر لاندي راغلل، او د غزې تر جنگ وروسته سیاسي حالت ډیر مایوسه کوونکی سوی دی.

خو بیا هم د امريکا متحد ايالات د «اسلامي دولت» پر ضد هوايي حملې کوي او آلمانيان هم له هغو سره په دې لار کي کوردي «پیشمرگي» ملیشې ته روزنه ورکوي. خو «اسلامي دولت» ډلي د منځني ختیځ کلتوري، مذهبي او سیاسي رنگارنگي خرابه کړه. په هر ځای کي عیسویان، یزیدیان اوحتی مسلمانان له هغوی څخه په تېښته دي.

۲۰۱۴م کال د تحولاتو او تکانو کال وو. د سیاسي زلزلو کال، یو نامعلومه او بې اطمینانه کال، داسي کال چي دیپلوماسي د نشلیزم او مذهبي تخیلاتو قرباني سوه. یو مایوسه کوونکی او ناامیده کوونکی کال وو.