1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تحقيق کونکي: د ملا برادر څخه مو ګټور معلومات تر لاسه کړي دي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

امريکايي چارواکو پرون وويل، چي د طالبانو د دوهم لوړ پوړي شخص له تحقيقاتو څخه د هغي ډلي او امريکايي ضد ځواکونو پر خلاف د ياغيانو د عملياتو په هکله ګټور معلومات يې تر لاسه کړي دي...

https://p.dw.com/p/N2CJ
په دې هکله چي ملا عبدالغني برادر ښايي د افغانستان له جمهور رييس حامد کرزي سره ليدلي وي، ضد او نقيض رپوټونه موجود دي
په دې هکله چي ملا عبدالغني برادر ښايي د افغانستان له جمهور رييس حامد کرزي سره ليدلي وي، ضد او نقيض رپوټونه موجود ديانځور: AP

ملا عبدالغني برادر د جنورۍ په پاي کي د پاکستان په بندري ښار کراچي کي دCIA او د پاکستان د استخباراتي اداري ISI د ګډو عملياتو په نتيجه کي ونيول سو.

په لومړي سر کي د نوموړي سره چي د پاکستان په توقيف کي ؤ د امريکايي مستنطقينو اړيکه ډيره محدوده وه. خو د متحده ايالاتو چارواکو وويل: ISI په دې موده کي په دغه محدوديت کي آسانتياوي رامنح ته کړې او امريکايي مستنطقين توانيدلي دي،چي لږ تر لږه په تيره يو مياشت کي په منظمه توګه مستقيماً د هغه په تحقيقاتو کي برخه واخلي.

درې امريکايي چارواکو، چي په موضوع کي لاس لري وويل: ځيني معلومات چي د ملابرادر له خوا ورکړه سوي دي د اعتبار وړ، تصديق سوي او د امريکايي قوماندانانو، استخباراتي مامورينو او په افغانستان او واشنګټن کي د تحليل کونکو لپاره ګټور ؤ.

دغو امريکايي چارواکو د رويتر خبري آژانس ته د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط دغه خبري کړي دي، ځکه موضوع ډير حساسه ده. هغوی ونه غوښتل چي د دغو معلوماتو د خصوصيت په هکله څه ووايي او له ملابرادر څخه چي د افغان طالبانو يو ډير پخوانی پوځي قوماندان دی، د تحقيقاتو د بڼي په هکله يي هم معلومات ور نه کړل.

هغوی يوازي دومره وويل:«د تحقيقاتو مشري د پاکستانيانو په لاس کي ده.»

يو امريکايي چارواکي د ملا برادر تحقيقاتو ته په اشاري سره وويل:« دا شيان وخت غواړي. وخت پکار دی، چي معلومات تر لاسه سي او وخت پکار دی، چي بيا د دغو معلومات رښتينوالي کنترول سي.»

بل چارواکي وويل:« هغه يعني ملا برادر اوس د ګټورو معلوماتو په شريکولو پيل کړی دی.»

د طالبانو د نوموړي مشر له نيولو څخه په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو او د ناټوځواکونو عمومي قوماندان، جنرال سټنلي ميک کريسټل هرکلی کړی، او هغه يې په افغانستان کي د متحده ايالاتو په مشرۍ په اته کلنه جګړه کي د هغه د خپلي جملې له مخه يو« لوبه بدلونکی» مهم تحول وګاڼه.

خو ځينو نور امريکايي چارواکو په لومړي سر کي هغه معلومات، چي ملا عبدالغني برادر پاکستاني مستنطقينو ته ورکړي ؤل، چندان د ارزښت وړ نه ؤ ګڼل.

يو شمېر امريکايي پوځي چارواکو بيا داسي ښودلې ده، چي د هغه له نيولو سره د طالبانو په ليکو کي اختلاف را پيدا سوی دی او دا کيدای سي د هغوی د کمزورۍ لامل وګرځي.

خو داپوښتنه، چي پاکستان د طالبانو د دغه مشر د نيولو لپاره څه انګيزه درلوده، يا ولي ISI چي د طالبانو څخه يي پخوا ملاتړ کاوه دې ته مجبوره سو، چي د هغوی يو لوړ پوړی قوماندان ونيسي، لا تراوس مرموزه پاته ده.

په کابل کي د متحده ايالاتو يو پوځي چارواکي دغه نيونه د قدرت د لوبي هغه برخه وګنله، چي پاکستان يي غواړي ولري.

په اسلام اباد کي حکومت په دې کار سره وښودل، چي په افغانستان کي هيڅ سياسي حل د هغه د برخي پرته ممکن نه دی.

يوه امريکا يي چارواکي د رويترس خبري آژانس ته د خپل هويت د نه بربڼدولو په شرط دغه مسأله په خپلو جملو سره داسي بيان کړه:« زه فکر کوم چي دا پر خبراترو باندي د کنترول موندولو يوه هڅه ده. هدف دا دی، چي دوی يعني پاکستان غواړي څرګنده کړي، چي د شخړي په حل کي هغوی پياوړی دريځ لري.»

په دې هکله چي ملا عبدالغني برادر ښايي د افغانستان له جمهور رييس حامد کرزي سره ليدلي وي، ضد او نقيض رپوټونه موجود دي،ځيني بيا ادعا کوي، چي ښايي دغسي يوه ليدنه کتنه د هغه د نيولو سبب سوې وي.

په افغانستان کي د متحده ايالاتو او ناټو مشاورينو له کرزي څخه غوښتي دي، چي د خپلي ملي روغي جوړي د پروسې د يوې برخي په توګه له ياغيانو سره په معامله کي بيړه ونه کړي، د هغوی په نظر د دې کار لپاره لږ تر لږه درې کاله وخت پکار دی.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل