1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تخار: سیلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه

د تخار ولایت چارواکي وایي چې سیلابونو د دغه ولایت په یوه کلي کې ۲۷ کسان وژلي دي. د چارواکو په خبره اوس دغه کلی په بشپړه توګه تر اوبو لاندې شوی دﺉ او کیدای شي چې د مرګ ژوبلې کچه لا پسې لوړه شي.

https://p.dw.com/p/14tgG
انځور: DW

د تخار ولایت والي عبدالجبار تقوا، ویلي دي چې د پنجشنبې په شپه «د مې د میاشتې ۱۱» سیلابونو د اشکمش د ولسوالۍ یو کلی تر اوبو لاندې کړی دﺉ او ډیرو نورو کلیو ته ئې تاوان رسولی دئ.

د والي په خبره سیلابونه ډیر قوي وو چې د پنجشنبې په نیمه شپه راغلی ول. د هغه په خبره د پېښې له کبله د دې ولسوالۍ ډیرو اوسیدونکو ته تاوان رسیدلی دئ او کیدای شي چې د قربانیانو شمیره نوره هم لوړه شي:

«تر اوسه پورې دقیقې شمیرې نه لرو. ځینې رپوټونه ښيي چې ۲۷ تنه دې په دې سیلابونو کې وژل شوي وي. زه فکر کوم چې سیلاب دومره قوي وو چې ښایې شاوخوا ۵۰ تنو ته ئې مرگ ژوبله اړولې وي.»

د عبدالجبار تقوا په خبره اوس یوه ژغورونکې ډله هڅه کوي چې سیمه ته ورشي خو د هغه په خبره سیلاب وهلي کلي په غرني سیمه کې پراته دي او د موټر تر سفر وروسته باید سړی شپږ ساعته په پښو مزل وکړي چې دې کلو ته ورسیږي:

«دا یوه فاجعه ده. په خواښینۍ سره موږ په کافي اندازه د مرسته کولو مواد په لاس کې نه لرو. یوازینۍ لاره چې موږ سیمې ته رسولای شي له څرخي الوتکو څخه کار اخیستل دي.»

والي وویل چې پنځوسو کورونیو ته د سره صلیب په هڅو، مرستې چمتو شوې دي خو د هغه په خبره د دې مرستو د استولو له پاره څرخي الوتکو ته اړتیا موجوده ده.

تر دې مخکې د افغانستان په سرپل ولایت کې هم سیلاب راغلی وو چې له کبله ئې ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دې کسانو په ډله کې ۲۱ تنه ئې په یوه واده کې د گډون له پاره سیمې ته راغلې ول.

سیلابونه د ځاني تلفاتو سربیره د کلیو اوسیدونکو ته ډیر مالي زیانونه هم رسوي. د کلیو ډیر اوسیدونکي د سیلابونو له کبله خپل کورونه له لاسه ورکوي چې د بیا رغونې توان نه لري د کورنو سربیره د کلیو اوسیدونکي ډیر وخت د سیلابونو په پایله کې خپل پټې هم له لاسه ورکوي چې له دې کبله له ډیرو ستونزو سره هم لاس او گریوان کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض