1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترامپ د سفري بندیزونو د نوي فرمان په اړه غور کوي

۱۳۹۵ بهمن ۲۳, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د مهاجرو او یو شمیر مسلمانو هیوادونو پر اتباعو د سفر بندیز په هکله د یوه نوي حکم صادرولو ته اشاره کړی. ترامپ ویلي ډاډمن دی چې مخکنی ځنډول شوی فرمان به تعقیب کړي.

https://p.dw.com/p/2XNtL
U.S Präsident Donald Trump
انځور: Reuters/K. Lamarque

دونالډ ټرامپ د جمعې په ورځ (د فبروۍ میاشتې ۱۰) فلوریدا ایالت ته د اسراحت له پاره د پرواز پر مهال د جمهوري ریاست په الوتکه کې دننه خبریالانو ته وویل چې په پام کې لري د سفر د منع په اړه یو نوی فرمان صادر کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې دغه فرمان کیدای شي د دوشنبې یا سه شنبې په ورځو کې لاسلیک شي. هغه همدارنګه هیله څرګنده کړه چې د ایران په ګډون د اوو هیوادونو د اتباعو د سفر ممنوعیت په اړه فرمان به یې پر مخ ولاړ شي: «مونږ به په دې جګړه کې بریالي شو. موږ نور زیات امکانات هم لرو، د هغې له جملې څخه د نوي فرمان صادرول.»

ترامپ تر دغو څرګندونو یو ساعت مخکې په سپینه ماڼې کې ویلي وو چې حکومت به یې هیواد ته د لویو ګواښونو په پام کې نیولو سره په راتلونکي اونۍ کې لا زیات امنیتي تدابير ونیسي.

د ترامپ د فرمان د قضایې تعقیب دوام

د امریکا ولسمشر د امنیتي تدابیرو د جزویاتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې هغو کسانو ته به امریکا ته د داخلیدو اجازه ور نه کړي چې د دغه هیواد اتباعو امنیت ته خطر پیښ کړي. ترامپ همدارنګه ټینګار وکړ چې په دې اړه به قضایې تعقیب ته ادامه ورکړي.

دونالد ترامپ د جنوري میاشتې په ۲۷ د یوه فرمان پر اساس امریکا ته د ایران په ګډون د ۷ هیوادونو پر اتباعو د داخلیدو بندیز ولګاوه. ترامپ همدارنګه د مهاجرو د منلو بهیر هم د څلور میاشتو له پاره وځنډاوه.

یوه اونۍ وروسته دغه فرمان د فدرال د یوه قاضي له خوا د سیاتل په ښار کې لغوه شو. د ترامپ د حکومت د چارواکو استناف غوښتنې هم کومه نتیجه ورنه کړه او یوه اونۍ وروسته د سن فرانسیسکو د استناف محکمې هم د سیاتل ښار د فدرال د محکمې قاضي «جیمز روبارت» نظر تائید کړ.

وروستی ګام چې که د ترامپ حکومت یې پورته کولو ته مېلان وي ستره محکمه ده. خو ویل کیږي چې د سترې محکمې د قاضیاتو ترکیب ته په کتلو سره، د ترامپ د بریالیتوب چانس کم دی.

د سترې محکمې له ۸ قاضیانو څخه ۴ یې جمهوریت غوښتونکي او ۴ یې دیموکراتان دي. د دې له پاره چې د ترامپ فرمان د سترې محکمې تائید ترلاسه کړي، له ۸ تنو قاضیانو څخه لږ تر لږه ۵ تنه یې باید د ترامپ په ګټه رایه ورکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.11.2016):