1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او اردوغان پر وروستیو کشمکشونو سربيره ملاقات کوي

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

امریکا متحده ايالات يا جمهوررئيس يې په دې وروستیو کي تل ترکیه په غوسه کړې ده. د عثماني خلافت په اړه د امریکا د کانگرس وروستۍ فیصلې د هغوی روابط نور هم سره خراب کړل. خو داسي ښکاري چي دغه خوابدي ډیره دوام نه کوي.

https://p.dw.com/p/3ScOs
Japan Osaka | G20 Gipfeltreffen - Donald Trump und Recep Tayyip Erdogan
انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

د دواړو هیوادونو تر منځ پر کړکیچنو مناسباتو سربیره، د امريکا متحده ايالاتو او ترکیې جمهوررئيسان دونالد ترمپ او رجب طیب اردوغان په راتلونکې اوونۍ کي په سپینه ماڼۍ کي سره گوري.

له اردوغان سره تر تلیفوني خبرو وروسته ترمپ په تویتر کي ولیکل چي دغه ملاقات ته خوشحاله دی. په خبره یې په تلیفوني خبرو کي له سوریې سره د ترکیې د سرحد په باب هم خبري وسوې.

د ترکیې د جمهوري ریاست ماڼۍ هم دغه تلیفوني خبري او راتلونکي ملاقات تائید کړي دي.

»زموږ د ملت تر ټولو لوی توهين«

اردوغان تر هغه وروسته چي د امریکا کانگرس یوه اوونئ دمخه د عثماني خلافت پرمهال په ارمنستان کي وژني د «قتل عام» په توگه درجه بندي کړې، د نومبر پر ۱۳ نیټه یې د ترمپ سره پلان سوي ملاقات تر پوښتني لاندي راوستل. د عثماني خلافت د ځای ناستي په توگه ترکیه د لومړي عمومي جنگ پر مهال دغه وژني د «قتل عام» په کټه گورۍ کي له شاملیدو سره مخالفت کوي او ردوي يې.

د کانگرس تر دې فیصلې وروسته اردوغان په انقره کي د خپلي یوې وینا پرمهال دغه پريکړه سخته وغندله او ویې ویل چي دا «زموږ د ملت تر ټولو لوی توهین» دی. د امریکا سفیر، دېوید سترفیلد یې خارجه وزارت ته وراحضار کړ.

لږ وخت وروسته، اردوغان اعلان وکړ چي دئ غواړي اول د ترمپ سره تلیفوني خبري وکړي او بیا به تصمیم ونیسي چي ایا واشنگټن ته پرواز کوي او که څنگه؟ ترمپ په خپل تویت کي پرون چهارشنبه(د نومبر میاشتي شپږمه نیټه) همدارنگه ولیکل چي اردوغان په دغو تلیفوني خبرو کي هغه ته دا معلومات هم ورکړل چي ترکیې د داعش ډیر جنگیالي نیولي دي، چي پکښې د داعش د وژل سوي مشر البغدادي ماينه او خور هم شاملي دي.

خو پر دغو ټولو ارتباطاتو سربیره د دواړو جمهوررئيسانو ترمنځ مناسبات ډیر ښه هم نه دي. د اکتوبر میاشتي پر ۶ نیټه د دواړو جمهوررئيسانو تر منځ تر تلیفوني خبرو وروسته،ترمپ په تعجب آوره ډول سره د سوریې له شمال څخه د خپلو قواوو د راوتلو خبر ورکړ، چي لږ وخت وروسته ترکي ځواکونه ورننوتل او د ولسي واحدونو په نامه کوردۍ ملیشې( YPG) د جنگیالیو پر ضد یې عملیات پيل کړل. خو څو ورځي وروسته بیا ترمپ، ترکیه په «کامل له منځه وړلو» باندي تهدید کړه.

Syrien | Türkischer Soldat in Tal Abyad
انځور: Reuters/K. Ashawai

د اکتوبر پر ۹ نیټه بیا ترمپ له اردوغان څخه وغوښتل چي پر یوې«ښې معاملې» باندي دي ورسره کار وکړي.

اردوغان ته د ترمپ ليک

ترمپ بيا گواښ کړی وو: »تاسي به نه غواړی چي د په زرونو انسانانو د وژني مسئول اوسئ، او زه هم نه غواړم چي د ترکيې د اقتصاد د ويجاړېدو مسئول وگرځم - خو زه دې ته چمتو يم. هغه په دې الفاظو »ليونی کيږي مه. زه به وروسته تليفون درته وکړم«. خپل ليک پای ته رسولی وو.