1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او مودي د امریکا او هندوستان پر ښو اړیکو ټینګار وکړ

۱۳۹۶ تیر ۶, سه‌شنبه

د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي او د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ ترمنځ په لومړنۍ کتنه کې تر ډیره پر سوداګرۍ او دفاعي چارو خبرې اترې شوي. داسې بریښې چې دغه دوه مشران ډیرې ښې کاري اړیکي لري.

https://p.dw.com/p/2fSG9
USA Trump und Modi im Weißen Haus
انځور: Reuters/K. Lamarque

د دوشنبې په ورځ د نړۍ د دوو سترو دموکراسیو د مشرانو په مخامخ کتنه کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ، او د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودی، د دواړو هیوادونو د اړیکو ستاینه وکړه.

په داسې حال کې چې نریندرا مودي په خپلو څرګندونو کې له اقتصادي پلوه غښتلی او اغیزمن هندوستان د دواړو هیوادونو په ګټه یاد کړ، ترمپ وویل چې هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د «مناسبو او دوه اړخیزو» اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته سترګې په لار دی ترڅو په دواړو هیوادونو کې لا ډیر کاري فرصتونه رامنځته شي.

د روز ګارډن یا د ګلابو په باغ کې چیرته چې امریکايي او هندي لوړ پوړي چارواکي د ولسمشر ترمپ په مخ کې ولاړ وو او نریندرا مودي یې ترڅنګ وو، ترمپ وویل: «د هندوستان او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې پخوا دومره غښتلې او ښې نه وې.»

 ترمپ په داسې حال کې چې د هندوستان د اقتصادي پرمختګ ستاینه یې کوله، وویل: «په خوښۍ سره د هغه څه له امله چې تاسې په ګډه ترلاسه کړي زه تاسې لومړي وزیر مودي او د هندوستان خلکو ته سلامي کوم. ستاسې لاسته راوړنې ډیرې پراخې دي.»

ولسمشر وړاندې وویل: «موږ هیله لرو چې د [اقتصادي پرمختګ د] سلنې د لوړوالې له لحاظه ژر ستاسو کچې ته ورسیږو. زه غواړم تاسو ته ووایم چې موږ په دې باندې کار کوو.»

ستراتیژیکه ملګرتیا

مودي بیا وویل چې هغه غواړي چې امریکا او هندوستان لا سره نږدي کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ «ستراتیژیکه ملګرتیا نویو هسکو پړاونو ته ورسوي».

مودي «په هندوستان کې جوړ شوي» اقتصادي پروګرام ته په اشاره وویل: «موږ د هندوستان د ټولنیز او اقتصادي بدلون او تحول د ټولو پروګرامونو او هڅو له پاره امریکا متحده ایالات یو اصلي ملګری ګڼو.»

مودي وړاندې وویل چې «زه ډاډه یم چې د هندوستان له پاره زما لید او د ولسمشر ترمپ لید چې غواړي امریکا بیا ستره کړي، په یوځای کولو سره موږ به د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري یو نوي پړاو ته ورسیږو.

ترمپ روښانه کړه چې هغه غواړي د هندوستان بازار ته د امریکايي توکو د صادراتو لار پرانیزي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بیلانس برابر کړي. نوموړي همدا راز وویل چې امریکا متحده ایالات به هندوستان ته طبیعي ګاز هم صادر کړي.

ترمپ د خپلو څرګندونو په ترڅ کې همدا راز وویل چې د انرژۍ د تړون پرسر خبرې روانې دي او «موږ په دې هڅه کې یو چې قیمتونه څه نا څه پورته کړو او موږ به یې لاسلیک کړو».

نوموړي همدا راز له هندوستان څخه مننه وکړي چې له امریکا څخه ۱۰۰ بوینګ ډوله الوتکې رانیسې چې له امله به یې په امریکا متحده ایالاتو کې زرګونه کاري فرصتونه رامنځته شي.

مودي غیږه پرانیزې خو ستونزې لا هم پر ځای دي

د کتنې په ترڅ کې یو وخت داسې وو چې مودي ترمپ ته خپله پراخه غیږه پرانیسته او له هغه څې وغوښتل چې له هندوستان څخه لیدنه کړي. دواړو مشرانو پر دوه داسې موضوع ګانو خبرې ونه کړې چې د دوی ترمنځ یې واټن رامنځته کړی دي. په دې موضوع ګانو کې یوه هم د اقلیم بدلون او بله هم د ټکنالوجۍ د سکتور د مهاجرینو له پاره د امریکا د ویزو ورکړه ده، د کوم په هکله چې ترمپ ژمنه کړې وه چې غواړي د ویزو د ورکړې دغه پروګرام به یا توقف او یا هم کم کړي.

د دواړو هیوادونو د مشرانو د خبرو په اجندا کې د سوداګرۍ سربیره دفاعي همکاري او ترهګري هم شامله وه. دغه کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هندوستان ته د ۳۶۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د C17  ډوله پوځي الوتکو د خرڅولو پروګرام هم تایید کړ. ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالات به د هند د سمندر د څارنې له پاره دې هیواد ته د ۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د بې پيلوټه الوتکو د خرڅولو پروګرام هم تایید کړي.

مودي د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز وویل چې هندوستان غواړي دفاعي ټکنالوجي او دفاعي همکارۍ ته هم پراختیا ورکړي. د افراطیت او ترهګرۍ د موضوع په هکله، دواړه ملتپاله مشران هم یو موټی ښکاري. ترمپ په دې هکله وویل چې «موږ به تندلاري اسلامي ترهګري هم له منځه یوسو.»

تر دې لیدنې وروسته، ولسمشر ترمپ او د امریکا لومړی میرمنې په سپینه ماڼۍ کې د مودي له پاره د شيې د میلمستیا کوربانه هم وو. د روان کال د جنوري میاشتې راهیسې هغه وخت چې ولسمشر ترمپ واک ترلاسه کړ، دا د شپې د ډوډۍ لومړنۍ میلمستیا وه چې ترمپ یې په سپینه ماڼۍ کې د یوه لوړپوړي بهرني چارواکي له پاره برابروي.

ترمپ او مودي په افغانستان کې د ثبات او امنیت د راوستو پر سر هم خبرې کړي دي. هندوستان هم د نړیوالې ټولنې سره اوږه په اوږه له افغانستان سره مرستې ترسره کوي چې له ۲۰۰۱م کال څخه تراوسه پورې یې د مرستو کچه کابو ۳ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې ده.