1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او کلنتن د ولسمشرۍ نوماندۍ ته لا نزدې شول

۱۳۹۵ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

کلنتن او ترمپ یو ځل بیا د امریکا د ولسمشرۍ له پاره د نوماندي په ګوندي سیالیو کې په څو ایالتونو کې مخکي دي. له دې سره کلنتن او ترامپ د خپلو ګوندونو په استازیتوب په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندۍ ته لا نزدې شوې دي.

https://p.dw.com/p/1IdYV
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/C. Kaster

د سه شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو په پنځو ایالتونو کې د ولسمشري له پاره نوماندیدو ته ګوندي سیالۍ وشوې. د جمهوري غوښتونکو له خوا دونالد ترمپ په ماریلند، دیلاویر، رود ایلند، کونیکتیکود او پنسلوینیا کې سیالۍ وګټلې او په دې ترتیب سره یې له خپلو نورو دوو ګوندي سیالانو څخه واټن لا زیات کړ. هغه اوس د ولسمشرۍ له پاره نوماندیدو ته د اړینو استازو له ډلې څخه ۷۷ سلنه ترلاسه کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د گوندي ټاکنیز سیستم له مخې، یو سیال په هغه صورت کې کولای شي چې د خپل ګوند په استازیتوب په ټاکنو کې ګډون وکړي چې د ایالتي ګوندي سیالیو د ګټلو له لارې ۱۲۳۷ استازې خپل کړي. دونالد ترمپ تر اوسه پورې ۹۵۰ استازي ګټلي دي.

د دیموکراتانو په ډله کې بیا کلنتن د پنځو ایالتونو له ډلې څخه په څلورو کې ټاکنې وګټلې او په دې ترتیب سره یې له خپل سیال برني سندرس څخه د استازو د شمیر په برخه کې توپیر لا زیات کړ. کلنتن اوس د نوماندۍ له پاره د اړینو استازو له ډلې څخه ۹۰ سلنه په لاس کې لري.

هیلري کلنتن په پنسلوینیا کې تر خپلې بریا وروسته وینا کې وویل: «که تاسو دیموکرات یاست، په کوم ګوند پورې تړلي نه یاست او یا هم یو داسې جمهوري غوښتونکي یاست چې پر چارو خبر یاست، نو تاسو پوهیږئ چې د هغوی [جمهوري غوښتونکو] کړنلاره نه شي کولای داسې یوه امریکا رامنځ ته کړي چې په کې چانسونه ډیر او نابرابري کمه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري غوښتونکو له ډلې څخه دونالد ترمپ، بیا پخپله وینا کې وویل چې ښايي هغه د خپل ګوند نوماند وي. خو د ترامپ ګوندي سیالان تید کروز او جان کیسیش، غواړي دونالد ترمپ پرې نه ږدي چې اړین ۱۲۳۷ استازي وګټي. که داسې وشي نو د جمهوري غوښتونکو ګوندي کنګره به پریکړه وکړی چې څوک به په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغوی استازیتوب کوي.

خو داسې ښکاري چې ترمپ او هیلري دواړه دې پایلې ته رسیدلي دي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې به همدوی د خپلو ګوندونو استازیتوب کوي له دې کبله دواړو خپل پام یو بل ته اړولی دی او یو پر بل باندې نیوکې کوي.

ترمپ خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې هغه فکر کوي کلنتن صادقه نه ده: «زه هغه ناراسته کلنتن بولم.» ترمپ تر دې مخکې ویلي وو چې کلنتن یوازې له دې کبله چې یوه ښځه ده، رایې ترلاسه کوي.

ښايي دا هم د کلنتن په بریا کې یو فکتور وي ځکه که هغه وتوانیږي چې په ګوندي سیالیو کې بریالۍ شي، نو دا به لومړی ځل وي چې یوه ښځه د امریکا تر ولسمشریزو سیالیو پورې رسیږي. پر دې سربیره که هغه په ولسمشریزو ټاکنو کې هم بریالۍ شي نو هغه به د امریکا متحده ایالاتو لومړنۍ ښځینه ولسمشره وي.

خو په ګوندي سیالیو کې د هیلري کلنتن سفر لا پای ته نه دی رسیدلی. د هغې سیال برني سندرس د سه شنبې ورځې له پنځو ایالتونو څخه په یوه کې سیالي وګټله او په دې ترتیب سره اوس هم د دې یو څه چانس لري چې کلنتن ته ماتې ورکړي. هغه په وروستیو وختونو کې پر کلنتن باندې له دې کبله چې له لویو شرکتونو څخه د خپل کمپاین له پاره پیسې ترلاسه کوي، سختې نیوکې کړې دي. سندرس چې د ځوانو امریکایي دیموکراتانو په ډله کې ډیر مشهوره دی وایي چې د بریا په صورت کې به ټولو امریکایانو ته روغتیایي بیمه او همداراز وړیا کالج برابر کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب