1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ خپل امنیتي سلاکار له دندې ګوښه کړ

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ خپل امنیتي سلاکار جان بولتن له دندې ګوښه کړ. ترمپ د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې دوی په ډیرو موضوعاتو کې همغږي نه ول. بولتن له ۲۰۱۸م کال راهیسې دغه دنده لرله.

https://p.dw.com/p/3PNvL
John Bolton
انځور: picture-alliance/dpa/E. Vucci

ترمپ د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې، ده د دوشنبې په شپه جان بولتن خبر کړ چې په سپینه ماڼۍ کې يې خدماتو ته نوره اړتیا نه شته. د هغه په خبره د بولتن له ډیرو سپارښتنو سره دی او نور حکومتي غړي سخت مخالف ول.

ترمپ په خپل پیغام کې لیکلي دي چې ده له جان بولتن څخه د استعفا غوښتنه وکړه چې د سه شنبې په ورځ سهار ورته ورکړل شوه. ترمپ ویلي دي چې په راتلونکو اوونیو کې به د هغه ځای ناستی وټاکي. اوس به په سپینه ماڼۍ کې د بولتن مرستیال چارلس کوپرمن، د سرپرست په توګه چارې پرمخ وړي.

خو بولتن د خپل ټویټر په پیغام کې د ولسمشر د څرګندونو برعکس خبره کړې ده. بولتن چې د ترمپ په حکومت کې دریم امنیتي سلاکار وو، ویلي دي چې »د دوشنبې په ماښام مې خپله استعفا وړاندې کړه« او ترمپ راته وویل : «چې پر دې به سبا خبرې وکړو.»

د ګډ مطبوعاتي کنفرانس لغوه کیدل

د متحده ایالاتو په ځایي وخت ماښام مهال، د ترمپ د ټویټر تر پیغام دمخه سپینې ماڼۍ خبر ورکړی وو چې بولتن به د امنیتي سلاکار په توګه د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو او د مالیې وزیر ستیون منچن سره په ګډه د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شي.

بولتن یو نیم کال د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده تر سره کړه. د ایران او شمالي کوریا په نظر کې نیولو سره بولتن په بهرني سیاست کې سخت دریځه انګیرل کیده.

د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې دی له لومړي سره د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې په تړاو د مذاکراتو مخالف وو. د تیرې میلادي اوونۍ په پای کې ترمپ دغه خبرې اترې د خونړیو بریدونو له کبله بیخې ختمې وبللې.

jj/uh (dpa, afp)