1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د استیضاح د تحقیقاتو په غونډه کې ګډون نه کوي

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

سپينې ماڼۍ اعلان کړی دی چې ولسمشر ترمپ به د استیضاح په تحقیقاتو کې ګډون ونه کړي. د سپينې ماڼۍ د حقوقي چارو سلاکار د استازو مجلس قضایي کمیټې ته په یوه لیک کې، د ترمپ د استیضاح د څیړنو بهیر غیرمنصفانه بللی دی.

https://p.dw.com/p/3U546
USA Unterschrift Donald Trump im Weißen Haus
انځور: picture-alliance/newscom/K. Dietsch

له واشنګټن څخه د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ سپينې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ د استازو د مجلس دیموکراتو غړو ته خبر ورکړی دی چې ولسمشر ترمپ به د چهارشنبې ورځې په غونډه کې، چې د هغه د استيضاح د طرحې په اړه د تحقيقاتو له پاره جوړيږي، ګډون ونه کړي.

د ترمپ حقوقي سلاکار پت سیپولون، د استازو مجلس د قضایي کمیټې مشر جیري نادلر، ته په یوه پنځه مخیز لیک کې لیکلي دي چې د تحقیقاتو د استیضاح غونډه «بی اساسه او جانبداره» ده. په لیک کې یادونه شوې ده چې د ترمپ سلاکاران به هم په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

ټاکل شوې ده د چهار شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د تحقیقاتو راتلونکې غونډه ترسره شي. تمه کیږي چې په دې غونډه کې به قضایي کمیټه د ترمپ د استیضاح په هکله پریکړه وکړي.

په کنګره کې د ترمپ د استیضاح دلیل

د ترمپ د استیضاح مسئله وروسته له هغې مطرحه شوه چې د امریکا د ولسمشر په توګه د دوباره ټاکل کیدو په اړه د هغه له خوا له یوه بهرني هیواد څخه د مرستې غوښتنې په اړه ادعاو زور واخیست.

د رپوټونو په حواله داسې ادعاوې موجودې دي چې ترمپ د جولای په میاشت کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره تلیفوني خبرې کړي دي او په ظاهره کې یي پر هغه فشار اچولی دی چې د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال او په راتلونکو ټاکنو کې د ترمپ احتمالي رقیب جوبایډن او د هغه د زوی هنتر بایډن په اړه افشاګري وکړي.

داسې رپوټونه موجود دي چې ترمپ له زیلنسکي څخه غوښتي دي چې په خپل هیواد کې د جو بایډن او د هغه د زوی اقتصادي فعالیتونه  و ارزوي او په دې برخه کې د ترمپ له شخصي وکیل سره همکاري وکړي.

دونالد ترمپ دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یي دي چې د اوکراین له ولسمشر سره یي خبرې ډیر دوستانه وې.

د استیضاح بهیر څه ډول دی؟

د امریکا د اساسي قانون له مخې، د استازو مجلس د استیضاح صلاحیت لري، خو دا کار باید د سنا مجلس له خوا چې اکثره غړي یي جمهوري غوښتونکي دي هم تائید شي. خو دا چې د سنا مجلس ډیري جمهوري غوښتونکي غړي د استیضاح د طرحې مخالف دي، د دې مجلس له خوا یي تائید یو څه ستونزمن ښکاري.

bs/sn (dpa, afp)