1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د ترکيې د اقتصاد د تباه کولو گواښ کړی

۱۳۹۸ مهر ۱۶, سه‌شنبه

د سوریې له شمال څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو له کبله پر ولسمشر ترمپ سختې نيوکې شوي. خو ترمپ یې پر وړاندې سخت غبرگون ښوولی او په عين وخت کې یې ترکیې ته خبرداری ورکړی چې د عسکرو له ايستلو ناوړه گټه پورته نه کړي.

https://p.dw.com/p/3QsM6
USA Präsident Donald Trump in Florida
انځور: picture-alliance/dpa/E. Vucci

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د تويتر له لارې د ترکیې حکومت ته ډېر څرگند گواښ وکړ: «که ترکيه په داسې څه لاس پورې کړي چې د زما د لوی او بې سارې پوهې او فکر له مخې ناسم وي، نو زه به د ترکیې اقتصاد په بشپړه توگه تباه کړم.»

دا چې په دقيقه توگه څه د ترمپ له «پوهي» سره په ټکر کې دي، نوموړي روښانه کړې نه ده. تر دې مخکې د ترمپ هغه پریکړه چې له مخې یې د سوریې له شمال څخه د امريکا عسکر وایستل شول له سختو انتقادونو سره مخامخ شوه. آن د ترمپ نزدې ملگرو پر دې کار نیوکې وکړې. د بیلګې په توګه بانفوذه جمهوري غوښتونکی ليندزي گراهم، هم د دې منتقدینو په ډله کې دی.

گراهم د فاکس نيوز شبکې ته وويل: «د ولسمشر له خوا دا په احساساتو کې نيول شوی چټک تصميم زموږ ټولې لاسته راوړنې له منځه وړي چې دا به سيمه له يوې بلې گډوډۍ سره مخامخ کړي.»

نوموړي سناتور پر ترمپ تور ولگاوه چې د سوریې په شمال کې یې کردان چې تر اوسه یې متحدين ول، يوازې پريښي دي. گراهم د ترکیې له خوا د سرحدي سيمو د «اشغال» په صورت کې په سنا مجلس کې د ټولو گوندونو د يوه شريک پريکړه ليک اعلان وکړ. گراهم په تويتر کې ليکلي چې که چېرې ترکي ځواکونو د سوریې په شمال کې پر کردي مليشو بريد وکړ نو تر ټولو د مخه به په ناټو کې د ترکیې د غړيتوب د ختمولو غوښتنه وشي.

پر ترمپ د پارلمان د دواړو خونو د مشرانو نيوکې

په سنا مجلس کې د ديموکرات گوند مشر مچ مک کونل، او د استازو مجلس مشرې نينسي پلوسي چې د ديموکرات گوند سره تړاو لري، هم انتقادونه کړي دي. مک کونل د ترکېې او د کردي مليشو ترمنځ د يوې «مهمې شخړې» له خطر څخه خبرداری ورکړ.

پلوسي هم پر ترمپ باندې د امریکا له کردي متحدينو سره د خيانت تور ولگاوه. پلوسي وويل چې د ترمپ دا پريکړه «سيمه ایز امنيت او ثبات ته يو مستقيم گواښ دی او ايران او روسیې او همدا راز د امریکا متحدينو ته دا خطرناک پېغام استوي چې امريکا متحده ایالات نور د اعتبار او اعتماد وړ يو شريک نه دی.»

Syrien Raʾs al-ʿAin | Syrische Kurden und US Militärfahrzeug nahe der Grenze zur Türkei
امريکايي عسکر د سوریې له شماله د وتلو په حال کېانځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

د سپينې ماڼۍ له خوا د يکشنبې پر ماښام ويل شوي چې امريکا به د سوریې په شمال کې د پوځي عملياتو پر وخت بې طرفه پاته شي. ترمپ د تويتر له لارې ويلي ول چې اوس وخت دی چې د دې «بې معنی نه خمیدونکې» جگړې څخه را ووځو او «خپل عکسر بيرته کور ته را وغواړو.»

نوموړي د تويتونو د لړۍ په ترڅ کې ويلي ول چې اوس بايد ترکيه، اروپا، سوريه، ايران، عراق، روسيه او کردان د دې وضعيت د ښه کولو زمينه برابره کړي. د دې پلان شاليد د ترکیې هغه پلان دی چې له مخې یې غواړي کردي مليشې چې تر اوسه د امريکا متحدين ول، له سرحدي سيمې څخه وشړي او هلته سوريايي کډوال ځای پر ځای کړي. خو ترمپ له اردوغان سره تر تليفوني تماس وروسته وويل چې امريکا به د دې پلان ملاتړ ونه کړي او له همدې کبله یې د ترکیې له پولې د امريکايي عسکرو د  را ايستلو پريکړه وکړه. د سوریې ديموکراتيک ځواکونو چې کردان یې مشري کوي، تائيد کړې چې له سرحدي سيمې څخه د عسکرو وتل پېل شوي دي.

اروپايي ټولنې ترکيې ته خبرداری ورکړی

د سوریايي کردانو خبرداری ورکړی چې د ترکيې پوځي عمليات به سيمې ته د داعش د راستنيدو باعث شي. اروپايي ټولنې هم په دې اړه انديښنې څرگندې کړي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د مسئولې فيدريکا موگيريني، يوې ویاندې وويل: «وسله واله شخړه به نه يوازې د ولسي وگړو کړاو لا پسې زيات کړي بلکې روانې سياسي هلې ځلې به زيانمنې کړي.»

هغې زياته کړه چې پر ټولو ښکيلو خواو د دښمنۍ د ختمولو او ملکي وگړو د ساتنې غږ کوو.

ولسمشر ترمپ تر دې د مخه ويلي چې امريکا به د داعش نيول شوي جنگيالي ونه مني او ترکيه یې بايد مسئوليت پر غاړه واخلي.

ترمپ په جنورۍ مياشت کې هم ترکیې ته گواښ کړې وو چې که پر کردانو بريد وکړي نو د اقتصادي پلوه به یې ويجاړه کړي. د تېر کال په اگست کې ترمپ پر ترکیې له بندیزونو سره د دغه هېواد پولې واحدا ليرا ته سخت زيان رسولی وو. دغه بندیزونه په ترکيه کې د يوه بندي شوي امريکايي کشيش له وجې لگول شوي ول.

bs/ms (rtr,dpa,afp)