1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د مودي او عمران خان سره د کشمير په اړه خبرې کړي

۱۳۹۸ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ويلي چې کشمير يوه «سخته موضوع» ده، خو هغه د هند او پاکستان له لومړيو وزيرانو سره «ښې خبرې» کړي. ترمپ له دواړو مشرانو څخه د ترنگلتيا کمولو له پاره د هلو ځلو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3OB0G
Indien Kaschmir Soldaten in Srinagar
انځور: picture-alliance/AP Photo/Dar Yasin

ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اگست ۱۹ نیټه) د هند له لومړي وزير نريندرا مودي او پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره خبرې کړي، څو د دغه دواړو گاونډيو هيوادونو ترمنځ د هغې ترنگلتيا په اړه بحث وکړي چې د هند له خوا د کشمير نيمه خپلواک حیثيت تر ختمولو وروسته رامنځته شوې ده.

ترمپ په خپل تويتر کې ليکلي: «له خپلو دوو ښو ملگرو، د هند له لومړي وزیر نريندرا مودي او پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره مې د تجارت، ستراتيژيکي همکارۍ او تر ټولو مهم چې هند او پاکستان د کشمير پر موضوع ترنگلتيا راکمه کړي، خبري وکړې» هغه لیکلي: «وضيعت سخت دی خو خبرې مو ښې وې.»

په روانه مياشت کې د هند له خوا د ۳۷۰ مادې د له منځه وړولو چې د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمير ځانگړې حیثيت يې ختم کړ، د دواړو هيوادونو ترمنځ لا دمخه خړې پړې اړيکي لا پسې خرابې کړې.

د هند تر دې اعلان وروسته په کشمير کې گرځبندیز وضع شوی وو او تلیفوني او انترنتي خدمات قطع شوي ول. د دې په ځواب کې پاکستان له هند سره تجارتي اړيکي پرې کړې او په پاکستان کې یې د هند سفير اجراج کړ.

Indien Kaschmir Opferfest
په کشمير کې وضيعت ترنگلی دیانځور: picture-alliance/AP Photo/C. Anand

ولسمشر ترمپ ټينگار وکړ چې دواړه هيوادونه دې له زغم څخه کار واخلي. سپيني ماڼۍ ويلي دي چې ترمپ له عمران خان سره په خبرو کې «د ترنگلتيا د کمولو او هند سره د معتدلې لهجې د کارولو» پر اړتيا بحث کړی او همدا راز یې له مودي سره هم د تليفوني تماس له لارې «د ترنگلتيا د راکمولو پر اهميت» خبرې کړي.

ترمپ له دواړو هيوادونو سره د اقتصادي او تجارتي اړيکو په هکله هم غږيدلی دی. د سپيني ماڼۍ له خوا له مودي سره د تليفوني تماس په اړه ويل شوي: «دواړو مشرانو پر دې هم خبرې وکړې چې څرنگه به هغوی د امریکا ـ هند اقتصادي اړيکې د تجارت د پراخولو له لارې لا پسې قوي کړي او دوی ډېر ژر بيا لېدو ته ليواله دي.»

د کشمير سيمه په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان او هند تر آزاديدو وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ ويشل شوې ده. د دغي لانجمنې سيمې پر سر تر اوسه دوه جنگونه او بې شمیرې نښتې شوي دي.

BS/NZ (Reuters, AFP,AP)

زموږ له آرشيف څخه: