1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د ولسمشرۍ کانديتوب ته تر هر وخت نزدې شوی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

د امریکا د جمهوري ریاست له پاره د کانديدانو په گوندي سیالیو کې د جمهوري غوښتونکو له ډلې څخه تید کروز په اندیانا ایالت کې تر ماتې وروسته، اعلان کړی دی چې هغه خپل کمپان پای ته رسوي.

https://p.dw.com/p/1IhU4
انځور: Reuters/L. Jackson

په اندیانا ایالت کې بیا د دیموکراتانو له اړخه برني سندرس، له خپلي سیالې هیلري کلنتن، ټاکنې وګتلې. خو دا د جمهوري غوښتونکو تر منځ سیالۍ وې چې ډیر پام یې ځان ته اړولی وو، ځکه په دې ایالت کې تر ماتې وروسته تید کروز، اعلان وکړ چې نور نو د کاندېدو چانس نه لري او له همدې کبله خپل کمپاین پای ته رسوي.

کروز د سه شنبې په ورځ ناوخته وویل: «ما له لومړي سره ویلي دي چې تر هغه وخته پورې به دوام ورکړم، څو د بریا یوه ممکنه لار موجود وي. زه ډیر خواشینی یم چې نن شپه اعلانوم چې داسي ښکاره د بریا پر لور دغه لار تړل شوې ده.»

هغه زیاته کړه: «موږ په خپل توان کې هر څه وکړل، خو رای ورکوونکو یوه بله لار انتخاب کړه.»

د کروز له وتلو سره اوس جان کیسش یوازنی سیال دی چې له دونالد ترمپ، سره په ګوندي انتخاباتو کې ونډه اخلي. رسنیو ویلي دي چې ترمپ به پا اندیانا کې ټول ۵۰ استازي وګټي او په دې ترتیب سره به د ولسمشري له پاره د خپل ګوند له خوا نوماندیدو ته لا نزدې شي.

د دې له پاره چې ترمپ وکولای شي د خپل ګوند له خوا ولسمشریزو ټاکنو ته کانديد شي، هغه باید په ګوندي سیالیو کې ۱۲۳۷ استازي وګتي. هغه اوس ۱۰۰۲ استازي لري. خو که ترمپ و نه شي کولای چې په ګوندي سیالیو کې اړین استازي وګټي نو بیا به د جمهوري غوښتونکو ګوندي کنګره پریکړه وکړي چې څوک به د هغوی له خوا د کانديد په توګه وړاندي کیږي.

د جمهوري غوښتونکو ګوند ډېر غړي نه غواړي چې ترمت په ټاکنو کې د هغوی استازیتوب وکړي، خو ترمپ تر اوسه پوري توانیدلی دی چې د ډېرو محافظه کاره امریکایانو په ملاتړ جلبولو سره ځان کانديدۍ ته ډیر نزدې کړي.

د دیموکراتانو نزدې رقابت

په دیموکراتانو کې بیا برني سندرس، خپلي سیالي ته ماتې ورکړه او د ۵۳،۲ سلنه رایو په ګټلو سره وتوانید چې د دې ایالت اکثریت استازي خپل کړي.

خو اوس هم هیلري کلنتن د استازو د شمیر په برخه کې تر خپل سیال ډېره مخکې ده. سندرس چې د ځوانو دیموکراتانو په ډله کې ډیر محبوبیت لري غواړي هغه استازي چې پرته له ټاکنو د هیلري اړخ ته تللي دي، ځان ته راولي او په دې ترتیب سره د خپل ګوند له خوا ولسمشریزو ټاکنو ته کانديد شي.