1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د کانگرس پریکړه په خپلي ويټو سره رد کړ

۱۳۹۸ فروردین ۲۸, چهارشنبه

د امريکا د کانگرس دواړو مجلسونو غوښتل د یوه پریکړه لیک له لاري جمهوررئيس ترمپ له سعودي عربستان سره د همکارۍ پای ته رسیدو ته مجبوره کړي، خو ترمپ ورسره مخالفت وکړ.

https://p.dw.com/p/3GwyK
USA, Washington: Trump legt Veto gegen Resolution zu US-Militärhilfe im Jemen ein
انځور: picture-alliance/dpa/A. Harnik

د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ د کانگرس پریکړه لیک یو غیر ضروري او خطرناک کوښښ بللی دی. هغه ويلي دي چي «هغوی غوښتل د اساسي قانون مطابق زما صلاحیتونه ضعیفه کړي». پریکړه لیک سربیره پردې د امریکايي اتباعو او عسکرو ژوند ته خطر پيښوي. د کانگرس په مقابل کي د ترمپ دغه ويټو دده دوهمه ويټو ده.

د دې له پاره چي اوس بیا د جمهوررئيس له دې ویټو سره مخالفت وسي، نو د کانگرس په دواړو مجلسونو کي دوه پر دریمي برخي رایو ته ضرورت دی، هغه څه چي امکان یې ډیر لږ لیدل کیږي.

په یمن کي د امریکا د نظامي مرستو پرضد گډ پریکړه لیک

د کانگرس د دواړو مجلسونو له خوا تصویب سوي دغي فیصلې مطابق ترمپ ته لارښوونه کیدله، چي ټوله امریکايي قواوي، کومي چي په یمن کي د سعودي عربستان په رهبرۍ شخړه ایز جنگ ملاتړ کوي، د ۳۰ ورځو په جریان کي راوباسي.

Hunger im Jemen
انځور: Reuters/K. Abdullah

د کانگرس دغه فیصله د ترمپ له پاره یوه سخته ماته بلل کيږي، ځکه چي هغه د جمهوررئيس په نظامي سیاست کي یوه مستقیمه مداخله ده.

امريکا متحده ايالات په یمن کي د سعودي عربستان په رهبرۍ جنگ څخه د نورو ترڅنگ د استخباراتي معلوماتو په ورکولو سره د هغه ملاتړ کوي.

کانگرس په خپل پریکړه لیک کي همدارنگه دې ته اشاره کړې ده، چي د امریکا نظامي عملیات بې له پارلمان د اجازې څخه تر سره کیږي.

خو یوازي پارلمان ددې حق لري، چي امریکايي عسکر یوه جنگ ته ولیږي او نه جمهوررئيس. پردې سربیره په خبره یې د سعودي عربستان هوايی بمباریو په یمن کي بشري بحران تشدید کړی او په هغه کي ډیر ملکي خلگ وژل سوي دي.

Betanken eines Flugzeugs
انځور: AP

په  پریکړه لیک کي دا هم راغلي وه، چي امریکايي نظامي الوتکي دي په هوا کي هغو الوتکو ته تیل نه ورکوي، چي د یمن په عملیاتو کي برخه لري. خو دا کار د تیرکال په مني کي لا متوقف سوی دی.

زموږد آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(27.10.2016 )