1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د گرینلنډ له رانیولو سره علاقه تایید کړه

۱۳۹۸ مرداد ۲۸, دوشنبه

ډنمارک د امريکا د جمهوررئيس دونالد ترمپ د گرینلنډ جزیرې د رانیولو مفکوره یوه ټوکه بللې او رد یې کړې ده. خو د ترمپ اقتصادي مشاور ويلي، چي ترمپ واقعاً ددغه ډول یوې ممکنه معاملې سره علاقه لري.

https://p.dw.com/p/3O7Eh
Infografik Karte USA-Grönland-Dänemank ES

د دونالد ترمپ اقتصادي مشاورلېري کودلوف، امریکايي ټلویزوني چینل فوکس نیوز، ته ویلي دي، چي جمهوررئيس د ملکیتونو رانیولو -خرڅولو په معامله ښه پوهیږي او غواړي د گرینلنډ جزیرې رانیول هم وڅيړي. په خبره یې دی نه غواړي دا ووايي، چي دغه معامله به کوم ځای ته ورسیږي، خو گرینلنډ د امريکا متحده ايالاتو له پاره «ستراتیژیک اهمیت لري او ډیر قیمتي ذخایر او معدني مواد لري.» کودلوف زیاته کړه، چي ترمپ د گرینلنډ د رانیولو مفکوره په شخصي ماحول کي د خپلو مشاورینو سره مطرح کړې ده. د امریکا یوه پخواني جمهوررئيس، هېري ترومن هم د گرینلنډ جزیرې د رانیولو موضوع مطرح کړې وه.

ترمپ پخپله پرون یکشنبه «د اگست ۱۸ مه » اعلان کړی ؤ، چي د گرینلنډ رانیول کیدلای سي، د امریکا له پاره د ستراتیژیکي لحاظه ډیر ارښت ولري. په خبره یې «دا په حقیقت کي د ملکیتونو رانیولو یوه لویه معامله ده» او د ډنمارک په گټه هم ده. ځکه چي دغه هیواد هرکال د گرینلنډ څخه د ملاتړ په خاطر ډیري پیسې له لاسه ورکوي. خو د گرينلنډ د رانیولو معامله د ترمپ د اجنډا په سر کي قرار نه لري.

USA, New Jersey, Morristown: Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm

ډنمارک تیره اوونۍ د ترمپ د گرینلنډ رانیولو مفکوره  د اول وار له پاره سمدلاسه د یوه بې معنی تصور په توگه رد کړې وه. صدراعظم میته فریدریکسن، پرون یکشنبه «د اگست ۱۸ مه » د خپلي دغي جزیرې څخه د لیدني پرمهال ټینگار وکړ، چي »گرینلنډ نه خرڅیږي او معامله نه ورباندي کيږي.» ددغه هیواد ټولو سیاستوالو هم د سر په ښورولو سره ددغي مفکورې په مقابل کي عکس العمل ښوولی دی.

د ډنمارک پخواني صدراعظم، لارس راسموسن وویل، چي «دا به خامخا یوه ټوکه وي.» د ډنمارک د ولسي گوند د خارجي مسایلو ویاند سیورن اېسپېرسن بیا وویل، چي «که ترمپ واقعاً دا په نظر کي لري، بیا به نو هغه لیونی سوی وي.» په خبره یې « دا مفکوره، چي ډنمارک خپل تر ۵۰۰۰۰ اضافه اتباع پر امریکا باندي خرڅوي، دا بلکل د خندا وړ خبره ده.«

Satellitenbild von Grönland
انځور: Imago Images/UIG

په تقریبأ ۵۶۰۰۰ اوسیدونکو سره گرینلنډ یوه خودمختاره جزیره ده او په ډنمارک پوري اړه ده. د دغي د نړۍ تر ټولو لويی جزیرې د دفاعي او خارجي سیاست مسؤلیت د ډنمارک پرغاړه دی.

په پلان کي ده، چي دونالد ترمپ د سپټمبر میاشتي په سر کي له ډنمارک څخه رسمي لیدنه کتنه تر سره کړي.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:(22.02.2018 )