1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: زه پوتین ته درناوی لرم

۱۳۹۵ بهمن ۱۸, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ویلي دي چې هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین درناوی کوي. کله چې ترمپ ته په یوه مرکه کې وويل شول چې پوتین یو «قاتل» دی، نو هغه وویل چې داسې قاتلان په امریکا کې هم ډیر دي.

https://p.dw.com/p/2X1qu
Donald Trump
انځور: Reuters/C. Barria

دونالد ترمپ د فاکس نوز له خبریال بیل اورایلي، سره په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل: «زه د ډیرو کسانو درناوی لرم، خو دا په دې معنی نه ده چې زه دې له هغوی سره جوړ راشم.»

ترمپ زیاته کړه: «هغه [پوتین] د خپل هیواد مشر دی. زه فکر کوم چې دا به ښه وي چې موږ له روسیې سره جوړ شو، تر دې چې له هغوی سره جوړ نه اوسیږو. او که روسیه له موږ سره د داعش ډلې پر وړاندي مبارزه کې مرسته کوي، او په ټوله نړۍ کې له اسلامي ترهګرۍ سره جنګیږي، نو دا ښه خبره ده.»

د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې لا هم روښانه نه ده چې ایا هغه به له پوتین سره ښې اړیکې ولري او که نه. دا په داسې حال کې ده چې پوتین دونالد ترمپ یو «روښانه او بااستعداده سړی» بللی دی.

ترمپ له ډیر وخت راهیسې دا خبره کوي چې له روسیې سره ښې اړیکې د واشنګټن په ګټه دي. تیره اوونۍ د ترمپ ادارې پر روسیې باید تر په ټولو تازه لګیدلو بندیزونو کره کتنه وکړه. دغه بندیزونه د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا د دسمبر پر ۲۹مه نیته تر هغه وروسته ولګول شول چې امریکایي استخباراتي سازمانونو پر مسکو باندې د امریکا په ټاکنو کې د لاس وهني تور ولګاوه.

دونالد ترمپ د فاکس نیوز په مرکه کې وویل: «موږ ډیر قاتلان لرو ... ایا تاسو فکر کوئ چې زموږ هیواد هیڅ ګناه نه لري؟ ايا تاسو داسې فکر کوئ؟»

ترمپ دغه خبري تر هغه وروسته وکړي چې مرکچې ولادیمیر پوتین ته د قاتل خطاب وکړ. ترمپ زیاته کړه: «هغه څه چې موږ کړي، هغه ته وګورئ. موږ هم ډیري تيروتني کړي دي.»

نور مطالب: