1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ، غني ته په تليفوني خبرو کي کومي ژمني کړي؟

۱۳۹۵ بهمن ۲۲, جمعه

د سپيني ماڼۍ د معلوماتو له مخي د امريکا جمهوررئيس له افغان ولسمشر سره په تليفوني خبرو کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو پر اهميت ټينگار کړی.

https://p.dw.com/p/2XIrW
Donald Trump telefoniert mit Wladimir Putin
انځور: picture-alliance/dpa/A. Harnik

د پنجشنبې په ورځ ناوخته ماښام د سپيني ماڼۍ له خوا د دواړو ولسمشرانو دونالد ترمپ او محمد اشرف غني د تليفوني خبرو په اړه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي جمهوررئيس ترمپ ولسمشر غني ته د همکاريو د پراختيا ډاډ ورکړی.

ويل سوي دي چي ترمپ غني ته ويلي دي چي امريکا متحد ايالات د افغانستان د ملي يووالي حکومت ملاتړ کوي.

دواړو مشرانو دغه راز له تروريزم سره د مبارزې او نورو برخو کي د همکاریو پر پراختيا هم خبري کړي دي.

دا د امریکا د نوي جمهوررئيس دونالد ترمپ او افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړۍ خبري وې.

د «والسترت ژورنال» د راپور له مخي د غني او ترمپ تر دغو خبرو لږ مخکي نوري خبري هم سوي وې چي په هغه کي د راپور پراساس ترمپ غني ته ويلي دي چي دی به افغانستان ته د نورو عسکرو پر لېږلو باندي فکر وکړي.

خو د امريکامتحدو ايالاتو نوی حکومت تر اوسه پوري لا د افغانستان په اړه کومه ستراتيژي نه ده وړاندي کړې.

د ترمپ او غني تر تليفوني خبرو څو ساعته مخکي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن د امريکا سنا مجلس ته په افغانستان کي د روزنيز ماموريت د پراختيا خبره وکړه.

هغه د پنجشنبې په ورځ د سنا مجلس د دفاعي چارو کمېټې ته په وينا کي وويل چي اوس هلته د «په زرونو عسکرو کمښت» دئ او په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت د پام وړ خراب سوی دئ.