1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ غواړي دفاعي بودجه نوره هم زياته کړي

۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

سپیني ماڼۍ ویلي دي چې غواړي د دفاعي لگښتونو کچه په بې سارې توګه یعنې د ۵۴ میلیارده ډالرو په زیاتوالي سره لوړه کړي. د بودجې د پلان له مخې، دغه ډېرښت به د بهرنیو مرستو او داخلي پرواګرمونو د مصارفو په کمښت ممکن شي.

https://p.dw.com/p/2YNHq
USA Trump will Verteidigungsetat erhöhen
انځور: REUTERS

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي چې په دفاعي لگښتونو کې د پام وړ زیاتوالی راولي، خو د دې هیواد په کانګرس کې ديموکراتان او جمهوري غوښتونکي چې باید دغه زیاتوالی تایید کړي، د دې وړاندیز مخالفت کوي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو په دې هکله ویلي دي چې د بودجې په دغه پلان کې به د دفاعي مصارفو کچه ۱۰ سلنه زیاته یعنې ۶۰۳ میلیاردو ډالرو ته ورسیږي او د پیسو دغه ډېرښت به د بهرنيو مرستو او داخلي پروګرامونو په کمښت سره ممکن شي.

د دوشنبې په ورځ، ولسمشر ترمپ په سپینه ماڼۍ کې له ځينو والیانو سره په خبرو کې وویل: «موږ غواړو په لږو [هڅو] ډیر څه وکړو او غواړو چې حکومت خلکو ته حساب ورکوونکی اوسي.» ترمپ زیاته کړه: «موږ په هغو پیسو چې اوس یې مصرفوو، ډیر څه کولای شو.»

ترمپ همدا راز وویل: «موږ غواړو چې پر زیربناوو ډیري پیسې مصرف کړو. دا په دې معنی نه ده چې موږ بل انتخاب نه لرو، زموږ لويي لاري، زموږ تونلونه او زموږ پلونه مصئون نه دي.»

د سه شنبې په ورځ کانګرس ته د ترمپ له لومړنی وینا مخکې په کوم کې چې تمه ده هغه د خپل کمپاین د وخت پر اقتصادي موضوع ګانو خبري وکړي، د بودجې د زیاتوالي وړاندیز کیږي.

د هغو چارواکو په حواله چې د بودجې د وړاندیز په هکله معلومات لري، [یاد مصارف] به د چاپیریال ساتني ادارې او د بهرنیو چارو وزارت له بهرنیو مرستو په راکمولو سره ممکن شي. تمه ده چې د بودیجې د وړاندیز په هکله بشپړ جزیات به د روان کال په مارچ میاشت کې بربنډ شي.

یوه چارواکي چې د نوم د نه بربنډیو په شرط یې خبري کولې وویل چې «د دې وړاندیز په پایله کې به د زیاترو فدارلي ادارو مصارف کم شي» او زیاتوي چې «بهرنۍ مرستې به ډیري» را کمي کړل شي.

د امریکا متحده ایالاتو د ټولې بودجې یو سلنه په مرستو مصرفیږي. د سپیني ماڼۍ د بودجې مشر، میک مولویني په دې هکله وايي: «دا د اختیاري بودجې ډیره کوچنۍ برخه ده خو بیا هم د ولسمشر د خبرو په اساس دا امکان لري.»

مولویني همدا راز وویل: «دا د امریکا ریښتنې لومړۍ بودجه ده. دا ښيي چې ولسمشر پر خپلو ژمنو ولاړ دی او هغه څه به وکړي چې څه یې مخکې ویلي ول.» نوموړی زیاتوي چې «په دې کار سره موږ د خپل پوځ په ګډون د خپلو اټومي امکاناتو، د خلکو خوندیتوب او د سرحدونو ساتني، د هغه قانون عملي کول چې په کتابونو کې دي، د ښوونځیو د انتخاب زیاتوالي او همدا راز د پخوانیو سرتیرو پاملرني ته لومړیتوب ورکوو.»

د امریکا د بودجې تقریباً شپږمه برخه دفاعي لگښتونه دي چې د نږدې شپږو هیوادونو له ټولو دفاعي مصارفو سره برابر دي. د بودجي ۶۰ سلنه بیا په اساسي برخو، لکه ټولنیز خوندیتوب او روغتیايي اسانتیاوو مصرفیږي. ترمپ ژمنه کړې وه چې په دغو برخو کې به بدلون راولي.

د پنتا ګون پلان

په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزارت په پلان کې لري د افغانستان او عراق جګړه پای ته ورسوي، د دفاعي بودجي د ډېرښت وړاندیز کیږي.

بلي خوا ته بیا د امریکا د وسله وال پوځ کمېټې مشر، سناتور جان میکین د دې وړاندیز په هکله پوښتني کړي. نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې هغه به د دفاعي بودجې دې لږ زیاتوالي ته رایه ور نه کړي او وايي چې د سنا په مجلس کې به هم له دې وړانديز سره مخالفت وشي.

یوه امریکايي چارواکي چې د بودجې له دې موضوع خبر دی، وویل چې د ترمپ له لوري د بودجي د ډېرښت لامل د ډیرو کښتیو، پوځي الوتکو او په مهمو نړیوالو اوبو، لکه د هرمز او د چین جنوبي سمندر په اوبو کې ډېر حضور دی.

په عین وخت کې پنتاگون سپینې ماڼې ته خپل هغه پلان وړاندي کړ چې څرنگه د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پرضد جگړه وشي. دا هغه پلان دی چې دونالد ترمپ د ولسمشرۍ د لوړي تر مراسمو وروسته  له دفاع وزارت څخه غوښتي وو، څو د دیرش ورځو په موده کې  یې ورته وړاندي کړي.

ویل کیږي چې د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز ماتیس د داعش پرضد جگړې له پاره د پلان یوه مسوده وړاندي کړې ده. د دفاع وزارت ویاند جیف دیویس، په واشنگتن کې وویل چې دا محرم وړاندیزونه لا تراوسه په ابتدايي پړاو او د یوې مسودې په شکل کې دي او نور کار هم بايد پرې وشي.

د کارپوهانو د ویناوو له مخې دغه مسوده په حقیقت کې د یو ستراتیژیک پلان له پاره د بحث بنسټ جوړوي.  د سي ان ان د  یو رپوټ له مخې دغه پلان ښايي په یوه کال کې بشپړ شي.

ترمپ په خپله انتخاباتي مبارزه کې ویلي ول چې هغه به د داعش ريښي «په بشپړه توگه له بیخه وباسي.»، خو دا چې څرنگه لا تراوسه روښانه نه ده.