1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ غواړي پوتین سپیني ماڼۍ ته دعوت کړي

۱۳۹۷ تیر ۲۹, جمعه

په هیلسنکي کې له پوتین سره د ترمپ پر ملاقات ډیري نیوکې وشوي. د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ښایي په مني کې د روسیې ولسمشر سپیني ماڼۍ ته دعوت کړي.

https://p.dw.com/p/31o8N
Finnland Helsinki PK Treffen Trump Putin
انځور: picture-alliance/dpa/M. Metzel

په هیلسنکي کې تر شخړه ایزې سرمشریزي یوازې درې ورځې وروسته ويل شوي دي چې دونلد ترمپ له خپل امنیتي سلاکار څخه غوښتي دي چې د روسیې ولسمشر سپیني ماڼۍ ته راوبلي. سپینې ماڼۍ دغه پلان د ټویټر په پیغام کې اعلان کړی دی او دې ته یې اشاره کړې ده چې ښایي دغه ملاقات د کال تر ختمیدو دمخه ترسره شي.

مطبوعاتي ویاندې سارا سېندرز د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې ولسمشر ترمپ د ملي امنیت له سلاکار جان بولتون څخه غوښتي دي چې پوتین ته په مني کې د راتګ بلنه ورکړي.

په هیلسنکي کې له ولادیمیر پوتین سره د ترمپ د ملاقات په هکله په سیاسي کچه سختې نیوکې شوې وي.

د متحدو ایالاتو د استخباراتي چارو همغږی کوونکي ډان کوتس، د دغه پلانونو په هکله حیرانتیا ښوولې ده. په کلوراډو کې د یوې غونډې په ترڅ کې هغه وویل: «زه له دې نه یم خبر.» کوتس په هیلسنکي کې د ترمپ او پوتین تر ملاقات وروسته د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶م کال ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې په هکله د خپل هیواد د استخباراتو ارزونه تکرار کړې وه.

ترمپ له څو ورځې راهیسې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په هکله د ناندریزو څرګندونو له کبله تر سخت انتقاد لاندې دی. هغه ویلي ول چې دی نه ویني روسیه دې په انتخاباتي کمپاین کې د سایبري حملو له پاره مسووله وي. هغه په دې څرګندونو سره د خپل هیواد د استخباراتو د ارزونو پر ضد دریځ ونیو. که څه هم هغه بیا په واشنګټن کې وویل چې لفظي تیروتنه یې کړي.

پوتین د هیلسنکي له سرمشریزي مسکو ته تر ستنیدو وروسته د ترمپ په ملاتړ څرګندونې وکړي. هغه وويل چې په متحده ایالاتو کې داسې غښتلي قوتونه شته چې په هیلسنکي کې د ملاقات بریا سپوتاژول غواړي.

د هغه په خبره دغه قوتونه دې ته چمتو دي چې د امریکا او روسیې اړیکي د خپلو داخلي هیلو قرباني کړي. پوتین وويل چې دغه ملاقات بریالی ول او ګټور شرایط یې رامنځ ته کړي دي.

پوتین وروستی ځل په ۲۰۰۵م کال کې امريکا متحدو ایالاتو ته د هغه وخت د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په بلنه سفر کړی وو.