1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: له طالبانو سره د سولي خبري «مړې» شوي دي

۱۳۹۸ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د تويتر له لارې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې په بشپړه توگه ختمې بللې دي. ترمپ ويلي دي چې غواړي خپل عسکر کورته راستانه کړي خو دا کار به په مناسب وخت کې وکړي.

https://p.dw.com/p/3PKHn
Donald Trump
انځور: Getty Images

له لوړپوړو طالب استازو سره د پلان شويو خبرو اترو تر لغوه کېدو وروسته، د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره مذاکرات ناکام وبلل.

ترمپ له تېرو څو مياشتو راهیسې روانو خبرو اترو ته په اشارې سره وويل: «خبرې اترې ختمې دي.» ترمپ روښانه کړه چې امريکا اوس هم غواړي چې له افغانستانه خپل ځواکونو راوباسي خو نه غواړي چې دا کار سملاسي وکړي. هغه زياته کړه: «موږ غواړو چې ووځو خو په مناسب وخت کې به ووځو.»

ترمپ په همدې ترڅ کې وويل چې د امريکا پوځ په دې وروستيو کې پر طالبانو دومره شديدې حملې کړي دي چې په دې تېرو لسو کلونو کې یې نه وې کړې.

هغه د تويتر له لارې ليکلي: «په تېرو څلورو ورځو کې مو دښمن دومره ځپلی چې په تیرو لسو کلونو کې دومره نه وو ځپل شوی.»

د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو هم د يکشنې په ورځ ويلي چې «موږ په تېرو لسو ورځو کې تر زرو زيات طالبان وژلي دي.»

بېلا بېل بيانونه

ترمپ د شنبې په ورځ د تويتر له لارې ويلي ول چې د يکشنبې په ورځ یې په کمپ ديود کې د طالبانو له استازو سره پلان شوې پټه غونډه او همدا راز یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ليده کاته لغوه کړي دي.

ترمپ وويل چې دا کار یې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د يوه بريد په غبرگون کړی چې د يوه امریکايي عسکر په گډون پکښې ۱۲ کسان ووژل شول.

خو د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو لا د يکشنبې په ورځ د طالبانو له استازو سره د سولې د خبرو اترو بيرته پېلول له امکانه لیرې نه گڼل. هغه ويلي ول چې طالبان اوس هم خبرو اترو ته چمتو دي.

Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein
طالبان له څو مياشتو راهېسې له امريکا سره په خبرو اترو بوخت ولانځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د منځني ختيځ له پاره د امريکا د مرکزي قوماندې مسئول جنرال کينت مککيزي افغانستان ته د يوه سفر پر وخت وويل چې امريکا به ښايي په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې خپل عمليات نور هم سخت کړي. هغه زياته کړه چې تندلارو د سولې د خبرو اترو په جريان کې د يو لړ خونړيو بريدونو په کولو سره «پارونه» وکړه.

د کمپ ديود پټه غونډه

د ترمپ له خوا د کمپ دیود غونډې تر لغوه کولو وروسته د هغه پر دې پلان سختې نيوکې وشوې. يو شمير امريکايي چارواکو وويل ولسمشر ترمپ هغه کسان کمپ ديود ته ور غوښتي ول چې د سپمتبر ۱۱مې بريدگرو ته یې پناه ورکړې وه. 

خو ترمپ د خپل دغه پلان څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې په کمپ ديود کې په ماضي کې هم په «اصطلاح د خرابو انسانانو» سره يو شمیر غونډې ترسره شوي دي چې «پر سياسي نزاکتونو» برابرې نه وې، خو جگړې په خبرو ختميږي. ترمپ زياته کړه چې د ليدنې کتنې نظر د ده خپل وو. هغه وويل: «دا د لغوه کولو نظر هم زما خپل وو.»

ترمپ او مرستيال ولسمشر مايک پنس د تويتر له لارې د رسنيو هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې ترمپ پر نورو سربیره د پنس پر مقاومت سربیره هم غوښتل چې پلان شوې خبرې اترې ترسره کړي.

ترمپ ټينگار وکړ چې د خبرو اترو د لغوه کولو يوازنی علت د امريکايي عسکر وژنه وه. هغه وويل چې طالبان هم په دې ښه پوهيږي چې «يوه لويه تېروتنه یې کړې ده.»