1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له ټایوان سره د اړیکو د پراخولو قانون لاسلیک کړ

۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د هغې قانون پر مسودې لاسلیک کړی چې پرمټ یې امریکايي سیاستوال کولی شي چې د ټایوان ټاپو ته سفرونه وکړي. چین وايي د ترمپ دغه قانون نه شي زغملی خو سپینې ماڼۍ ویلي چې هدف یې د اړیکو پراخول دي.

https://p.dw.com/p/2uWDZ
Symbolbild Beziehungen USA - Taiwan
انځور: Reuters/S. Lam

د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې ولسمشر ترمپ پر یوې داسې مسودې لاسلیک کړی چې له مخې یې امریکايي سیاستوال اوس کولی شي د چین په ګاونډ کې پروت ټایوان هیواد ته سفرونه وکړي. د دې قانون په اساس د امریکا چارواکي اوس کولی شي چې د ټایوان د هرې درجې چارواکو سره کتنې ولري او امریکا هم په رسمي توګه د ټایواني چارواکو د کوربتوت اجازه ترلاسه کوي. د دې اقدام ترشا موخه د امریکا متحده ایالاتو او د ټایوان ترمنځ د اړیکو پراخول په ګوته شوي دي.

د چین غبرګون

د امریکا د دې اقدام په غبرګون د چین هیواد د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پر دې ټینګار کړی چې چین په هیڅ صورت دغه راز قانون نه شي زغملی او له واشنګټن څخه یې غوښتي چې د «واحد چین» سیاست ته احترام وکړي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۶م کال کې ولسمشر ترمپ د ټایوان له دولت له مشرې تسای اینګ ون سره تلیفوني خبرې کړې وې چې د ترمپ دغه اقدام هم د چین سخته غوسه راپارولې وه خو بیا وروسته امریکا اعلان وکړ چې دوی د «واحد چین» سیاست ته احترام لري.

Taiwan Soldaten mit US panzerbrechenden Raketenwerfer
انځور: Getty Images/AFP/M. Cheng

چین د «واحد چین» د سیاست په چوکاټ کې چې هانک کانګ، ماکاو او ټایوان یې برخې دي، ټینګار کوي چې دغه ټول هیوادونو واحد چین دی او متحده ایالاتو د چین دغه غوښته په ۱۹۷۹م کال کې په رسميت پیژندلې ده. د دې سربیره امریکا د ټایوان هیواد خپل متحد ګڼي او متحده ایالات دغې ټاپو تر ټولو ستر د وسلو صادرونکی هیواد هم دی.