1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له چینه «نااميده» دی

۱۳۹۶ دی ۸, جمعه

د دونالد ترمپ په وينا، چین د م.م د امنیت شورا د تحريمونو خلاف، اوس هم شمالي کوريا ته نفت ليږي. د امریکا د څيړنو له مخې د تحريمونو نقضول، د شمالي کوريا بحران ته د سوليز حل موندل له خنډ سره مخامخ کوي.

https://p.dw.com/p/2q5PL
USA Präsident Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، پر خپل تويترپاڼي ليکلي دي چې «بالفعل نيول». هغه زياته کړې ده، که چيرې شمالي کوريا ته د نفتو د ليږد بهير ادامه ولري، نو دا به شونې نه وي چې د «شمالي کوريا» مسئلې له پاره دې د حل يوه سوليزه لاره پيدا شي.

ترمپ له دغې لارې په صراحت سره پر چين تور لګولی دی چې شمالي کوريا ته د نفتو د ليږد بهير ته لا هم ادامه ورکوي او په دې کار سره يې پر پيونګ يانګ باندي نړيوال تحريمونه نقض کړي دي.

د امريکا ولسمشر دا ځل د شمالي کوريا د بحران د حل په برخه کې له پوځي ګواښونو څخه ډډه کړې ده، خو د امريکا متحدو ايالتو دولت په تيرو مياشتو کې په وارو وار سره ويلي دي چې د جګړې پيل به د «شمالي کوريا د بشپړې لمنځه تلو» په معنی وي.

د جنوبي کوريا چاپ ورځپانې«چوسون ايلبو» په وروستيو ورځو کې د دغه هيواد د رسمي سرچينو په حواله ادعا کړې وه چې امريکايي سټلاټيونو د شمالي کوريا په بندرونو کې د چينايي نفت لیږدونکو بيړيو انځورونه اخيستي دي. د دغې ورځپاڼي د رپوټ پر اساس، د چين له خوا د نفتو ليږد «له اکتوبر مياشتې راهيسې څو ځله شوی دی.»

تر اوسه لا روښانه نه ده چې آيا ترمپ، چين شمالي کوريا ته د نفتو د ليږد پر معاملې  يوازي د سټلايټونو د انځورونو پر اساس تورن کړی دی او که نور اسناد هم په لاس کې لري.

پر شمالي کوريا نړيوال تحريمونه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ۲۰۱۷م کال د دسمبر مياشتي پر۲۲ نېټه د يوه پريکړه ليک په صادرولو سره پر شمالي کوريا نوي او لا شديد تحريمونه ولګول. امريکا او چين د دغه پريکړه ليک د تنظیمولو له پاره يو له بل سره همکاري کړې وه.

چين د شمالي کوريا تر ټولو مهم اقتصادي شريک ګڼل کيږي او تر اوسه يې د نفتو د سون په برخه کې د شمالي کوريا مهمې اړتياوي پوره کړي دي.

د امنيت شورا د پريکړه ليک پر اساس، د شمالي کوريا د تصفیه شوو او خامو نفتو واردات بايد ۷۵ سلنه کمښت ومومي. امريکا متحد ایالات تر دې مخکې په دې اړه د۹۰ سلنې محدوديت غوښتنه کړې وه.

نفت، د شمالي کوريا د اتمي او توغنديز پروګرام د ادامې له پاره يو له مهمو خامو موادو څخه شميرل کيږي. تر دې وړاندې پر شمالي کوريا د فولادو، د ډبرو سکرو، قلعيي، جامې او سمندري محصولات ليږد بند کړل شوي ول.

چين چې په امنيت شورا کې د ويتو حق لري، د ۲۰۱۷م کال له دوبي راهيسې يې د شمالي کوريا پر ضد درې پريکړه ليکونه تائيد کړي دي. د دغو ټولو پريکړه ليکونو محتواوې پر شمالي کوريا د تدريجي تحريمونو شديدول دي.

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير رکس تيلرسن د چهارشنبې په روځ (دسمبر۲۷مه) د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼې په يوه مقاله کې ليکلي ول چې د شمالي کوريا وارداتي عوايد د نويو تحريمونو د پلې کيدو په پايله کې د۹۰ سلنې په شاوخوا کې راکښته شوي دي.

ترمپ د ۲۰۱۷م کال په نوامبر مياشت کې د شمالي کوريا کړکيچ د حل په برخه کې د چين د ولسمشر شي جين پينګ ستاينه کړې وه. د چين رسنيو هم د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ته د «ترمپ اکا» خطاب کاوه، خو اوس داسې ښکاري چې د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي يووار بيا له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

dpa,rtr,afp(K.S/N.Z)

زموږ له ارشیف څخه