1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ملت ته په کلنۍ وينا کې د اتومي وسلو د نوي کولو غږ وکړ

۱۳۹۶ بهمن ۱۱, چهارشنبه

دونالد ترمپ ملت ته په خپله لومړۍ کلنۍ وينا کې د مهاجرو په اړه پر خپلې طرحې وغږید، د داعش پر ضد یې د بري اعلان وکړ او وېې ويل چې د گوانتنامو زندان به ونه تړل شي. هغه د اتومي وسلو د نوي کولو غوښتنه هم وکړه.

https://p.dw.com/p/2rokS
USA Donald Trump Rede zur Lage der Nation
انځور: Getty Images/W. McNamee

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سه  شنبې په شپه ملت ته خپله وينا چې کابو يو ساعت او ۲۱ دقيقې یې دوام وکړ، واروله.  هغه په دې وينا کې چې ډير اړخونه پکښې رانغښتي ول، د خپلو لاسته راوړونو يادونه وکړه خو د ناکاميو په اړه یې څه ونه ويل.

ترمپ وويل: «په تير يوه کال کې نړۍ هغه څه وليدل چې موږ پرې لا دمخه پوهيدو. هغه دا چې امريکايان د نړۍ تر ټولو باتور او د پخې ارادې خلک دي. که غر مو مخې ته وي پرې خیژو که پوله وي ترې اوړو او که چيلنچ وي لیرې به یې کړو.»

د ترمپ د جمهوري غوښتونکي گوند غړيو چې په سنا او استازو مجلس کې اکثريت لري، د نوموړي د خبرو تود هرکلی وکړ په داسې حال کې ديموکراتانو د نوموړي پر ډيرو څرگندونو د چوپتيا په غوره کولو سره غبرگون وښود.

د مهاجرت پلان

ترمپ د خپلې وينا زياتره برخه کورنيو موضوعاتو ته ځانگړې کړې وه چې مرکزي موضوع یې د امريکا د مهاجرت پر اصلاحاتو راڅرخيده. ترمپ د مهاجرت په اړه پر څلورو اساسي ټکو ولاړه تگلاره اعلان کړه. ده وويل چې هغو غير قانوني مهاجرو ته به په سخاوتمندانه توگه په امريکا کې د تابعيت د ورکولو لاره ولټول شي چې په ماشومتوب کې امريکا متحده ايالاتو ته راغلي دي؛ په جنوبي سرحد کې به د کډوالو د مخنيوي له پاره ديوال جوړ کړي؛ د قرعه کشي له لارې به د ویزو پروگرام پای ته ورسوي او هغه سسټم به له منځه يوسي چې سړی کولای شي خپل ليرې خپلوان امريکا ته په ځان پسې راوغواړي.

د افغانستان په اړه څرګندونې

ولسمشر ترمپ په خپله کلنۍ وينا کې د افغانستان په اړه د خپلې تگلارې يادونه وکړه او ویې ويل چې زموږ د جگړې بڼه بدله شوې ده. ده وويل: «څو مياشتې مخکې په افغانستان کې زموږ ځواکونو د باتور افغان ځواکونو ترڅنگ نوې دنده پر غاړه واخيسته. دوی نوي پوځي اصول لري. موږ به نور د مهال ويش په مصنوعي چوکاټ کې راگير نه شو او تر دې وروسته خپلې طرحې وار د مخه له دښمنانو سره نه شريکوو.»

اتومي وسلې

ترمپ وويل چې امريکا د خپلو اتومي وسلو د عصري کولو او د نويو وسلو جوړولو ته اړتيا لري چې يوازې د ویرولو موخه به ولري او «هيله لرو چې هيڅ کله یې استعمال نه کړو.»

نوموړي چين او روسيه د داسې هيوادونو په توگه ياد کړل چې د «امريکا ارزښتونه ننگوي.»

USA Donald Trump Rede zur Lage der Nation
انځور: Reuters/J. Bourg

ترمپ په خپله وينا کې د «اسلامي دولت» ډلې يا داعش پر وړاندې د بري اعلان وکړ او ویې ويل چې د امريکا په مشرتوب د داعش پر ضد ائتلاف «په سوريه او عراق کې له دې وژونکې ډلې څخه تقريباً ۱۰۰ فيصده ساحه آزاده» کړې ده. خو نوموړي بيا هم د داعش تر بشپړې ماتې پورې د امريکا د مرستې ډاډ ورکړ.

د گوانتنامو زندان

ترمپ وويل چې د گوانتنامو د زندان د نه تړلو يو اجرايوي امر یې جاري کړی دی او زياته یې کړه چې «موږ به خپل ټول امکانات وکارو څو نيول شوي ترهگر توقيف کړو».

ترمپ وويل: «پخوا موږ په احماقانه توګه په سونو خطرناک ترهگر له بنده آزاد کړي. دوی بيرته د جگړې ډگر ته تللي او زموږ پر وړاندې دريدلي. په دوی کې د داعش مشر البغدادي هم شامل دی چې موږ نيولی وو، توقيف کړې مو وو او بيا مو آزاد کړی وو».

ترمپ په خپلو خبرو کې زياته کړه: «ما نن يوه بله ژمنه هم پوره کړه. ما لږ مخکې، دې ځای ته تر راتلو مخکې یو فرمان لاسلیک کړ او د دفاع وزیر جيمز ميتس ته مې لارښونه وکړه چې د نظامي توقيف تگلارې ته له سره کتنه وکړي او د گوانتنامو زندان همداسې  پر ځای پاتې شي.» 

د ايران مظاهرې

ترمپ په ايران کې په دې وروستيو کې ترسره شوې مظاهرې د «يوه فاسد ديکتار مشرتابه» پر ضد احتجاج وباله او زياته یې کړه چې «امريکا د آزادۍ له پاره د ايران د خلکو د جراتمندانه هڅو څخه ملاتړ کوي او د دوی ترڅنگ ولاړه ده.»

اسرائيل

ترمپ ټینګار وکړ چې  بيت المقدس د اسرائیلو پلازمينه ده. ده پر ملګرو ملتونو هم نیوکې وکړې.  نوموړي د کانگرس پر غړيو پر ځينو هيوادونو د مرستې د درولو غږ وکړ او ويې ويل: «مرسته بايد د امريکا له دوستانو سره وشي نه د امريکا له دښمنانو سره.»

شمالي کوريا

لکه څرنگه چې انتظار کیده ترمپ د «شمالي کوريا ظالم ديکتاتور» ته خطاب وکړ پرته له دې چې د شمالي کوريا د واکمن کم يونگ اون نوم ياد کړي. ترمپ ټينگار وکړ چې دی به «دامريکا د پخوانيو حکومتونو هغه سهوې تکرار نه کړي چې موږ یې نن د دې خطرناک وضعيت سره مخامخ کړي يو.»

Davis VanOpsdorf (B.S/M.S)

زموږ له آرشيف څخه: