1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: هند او پاکستان په سیمه کې له یاغیانو سره جګړه نه کوي

۱۳۹۸ مرداد ۳۱, پنجشنبه

ولسمشر ترمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې نور هیوادونه باید په افغانستان کې د افراطیانو پر ضد جګړه په لاس کې واخلي. دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس امریکا له افغانستان څخه پر خپلو وتلو د خبرو په حال کې ده.

https://p.dw.com/p/3OJ0a
Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې هیواد یې نه غواړي د ۱۹ نورو کلونو له پاره هم په افغانستان کې جګړه پر مخ یوسي. هغه د سیمې هیوادونو لکه، هند، پاکستان او روسیې ته په اشارې سره وویل چې دغه هیوادونه باید یو وخت د اسلامپالو پر ضد جګړه کې ښکیل شي.

ترمپ زیاته کړه: «وګورئ، هندوستان په هماغه سیمه کې دی خو [د افراطيانو پر ضد] جګړه نه کوي، موږ یې کوو. پاکستان په ګاونډ کې دی، هغوی یې پر ضد جګړه کوي، خو ډیر لږ. دا عادلانه نه دی. امریکا متحده ایالات [له افغانستان څخه] ۷۰۰۰ مایله لیرې پروت دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په خپله امریکا متحده ایالات، افغانستان او هند پر پاکستان باندې تور لګوي چې په افغانستان کې د یاغیانو ملاتړ کوي او په خپل هیواد کې ورته پټنځایونه برابروي. پاکستان دغه تور په کلکه ردوي.

کله چې له ترمپ څخه په عراق کې د ترهګري ډلي داعش د بیا پیاوړي کیدو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل: «په یوه مشخص وخت کې باید روسیه، افغانستان، ایران، عراق، ترکیه باید خپلې جګړې پخپله پر مخ یوسي.»

ترمپ زیاته کړه: «موږ خلافت سل په سلو کې له منځه یووړ. ما دا کار په تر ټولو کم وخت کې وکړ. خو په یوه مشخص وخت کې باید دا ټول نور هیوادونه، په کومو چې داعش فعالیت لري، باید په خپله د هغه پر ضد وجنګیږي. ځکه موږ نه غواړو هلته د ۱۹ نورو کلونو له پاره هم پاتې شو. زه داسې فکر نه کوم.»

ترمپ په ځانګړې توګه له پاکستان او هندوستان څخه یادونه وکړه چې په خبره یې د «جهادیستانو پر ضد جګړه کې» لږه ونډه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ډیر افغان چارواکي په دې باور دي چې افغانستان نه یوازې له طالبانو، بلکي د نړۍ له ډیرو ترهګرو ډلو سره په جګړه کې دی.

له بلې خوا بیا له ډیر وخت راهیسې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د جګړې ډیره برخه پر مخ وړي چې له کبله یې د هغوی په منځ کې د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو لا وختي په سوریې او عراق کې خپل پوځي حضور ډیر کم کړی دی او اوس له طالبانو سره په دې اړه مذاکرات راوان دي چې څرنګه امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او په بدل کې له طالبانو څخه داسې ضمانتونه تر لاسه کړي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو له خوا د امریکا او متحدینو پر ضد یې نه کارول کیږي.

(ms/nz (afp