1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ولي د اقلیم بدلون له تړونه د وتلو اعلان وکړ؟

۱۳۹۶ خرداد ۱۲, جمعه

د پاریس د اقلیم بدلون له تړون څخه د امریکا د ایستلو د اعلان پرمهال دونلد ترمپ وویل چې د پاریس تړون د امریکا له پاره په لوړه بیه تمامیږي. امریکا اوس له سوریې او نیکاراګوا سره یو شان ده.

https://p.dw.com/p/2e1QJ
USA Trump verkündet Ausstieg aus Pariser Klimaschutzabkommen
انځور: Reuters/K. Lamarque

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر نړیوالو غبرګونونو سربیره به امریکا د اقلیم بدلون په هکله د پاریس له تړونه بهر شي.

ترمپ په سپینه ماڼۍ کې په دې هکله وویل: «د دې له پاره چې د امریکا او د امریکایانو د ساتني خپله پاکه دنده مې ترسره کړي وي، امریکا متحد ایالات به د پاریس د اقلیم د بدلون له تړونه بیرون شي.»

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې هکله همدا راز وویل چې له نن وروسته به د امریکا متحده ایالات د پاریس تړون او د دې تړون له امله زموږ په هیواد باندې تحمیل شوي د سختو مالي او اقتصادي بار نه عملي کوي.

د ترمپ په وینا په دې کې په ملي کچه د اقلیم بدلون په هکله د ونډې اخیستو د پروګرامونو بندول او همدا راز تر ټولو مهمه دا چې په دې کار سره متحد ایالات به د زرغون اقلیم په نامه د پیسو تمویل توقف کوي کوم چې د امریکا له پاره په ډیره لوړه بیه تمامیدو.

ترمپ همدا راز وویل چې هغه دې ته چمتو دی چې په دې هکله د خبرو اترو پړاو ته داخل شي او یا هم د نوي تړون په هکله خبري اترې وکړي کوم چې د امریکا له پاره ګټور وي. نوموړي په دې هکله وویل: «موږ به په خبرو او بحثونو پیل وکړو او موږ به وګورو چې آیا موږ یوه مناسب تړون ته رسیدلای شو او که نه. که چیرته موږ وکولای شول [چې مناسبې هوکړې ته ورسیږو] نو دا به ډیر ښه وي او که چیرته ونه رسیږو نو دا به بیا ښه وي.»

د تیرو څو ورځو په اوږدو کې د نړۍ مشرانو او نړیوالو سازمانانو له ترمپ څخه غوښتنه کوله چې د اقلیم د بدلون په هکله د پاریس له تاریخي تړون څخه دې امریکا نه باسي. له اروپايي ټولنې، چین، د جي ۷ غړو هیوادونو څخه سیاسي مشرانو او همدا راز د میلیاردونو ډالرو جایداد لرونکو د شرکتونو مشرانو چې پکې د ډبرو سکرو او نفتو شاوخوا ۱۰۰۰ امریکايي شرکتونه شامل دي او پر دې ټولو سربیره د عیسویانو مذهبي مشر پاپ له ولسمشر ترمپ غوښتل چې امریکا دې په دې تړون کې پاته شي.

تر دې ټولو وروسته، ترمپ وویل چې دی په دې موضوع باندې د بحث د دواړو غاړو خلکو سره تر خبرو او سلا مشورو وروسته له دې تړون څخه وځي.

د اقلیم په هکله د پاریس تړون څه دی؟

د چین او امریکا په ګډون چې د نړۍ د اقلیم په بدلون کې لومړی او دوهم ځای لری، د نړۍ کابو ۲۰۰ هیوادونو په ۲۰۱۵م کال کې د اقلیم د بدلون په هکله تر یو لړ جنجالي او سختو خبرو او بحثونو وروسته د پاریس تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د نړۍ د تودوخي درجي د ډیرېدو مخنیوی کوي او غواړي چې په دې کار سره د نړۍ تودوخه د سانتي ګريډ په کچه دوه درجې راټیټه کړي.

سوریه او نیکاراګوا دوه هغه هیوادونه دي چې په دې تاریخي تړون کې ګډون نه لري. په عین وخت کې ولسمشر ترمپ په خپلو کمپایني مبارزو کې د دې تړون پرضد څرګندونې کړې وې او ویلي يې ول چې چین د اقلیم بدلون دغه ډرامه جوړه کړې، څو له اقتصادي اړخه امریکا زیانمنه کړي. د روان کال په جنوري میاشت کې واک ته تر رسیدو سمدلاسه وروسته، ترمپ د چاپیریال په هکله د پخواني ولسمشر باراک اوباما په ځینو سیاستونو کې بدلون رمنځته کړ.

اروپا او چین باید مشري وکړي

له دې تړون څخه د امریکا ممکنه وتل به اروپايي ټولنه تر ډیره له چین سره نږدې کړي. د لومړي ځل له پاره د پنجشنبې په ورځ چین او اروپايي ټولنې په ګډه یوه اعلامیه خپره کړه او د پاریس له تړون څخه د امریکا تر ممکنه وتلو وروسته یې د دې نړیوال تړون تر سیوري لاندي د خپلو تعهداتو ژمنه وکړه.

دغه اعلامیه چې د اروپايي ټولنې ۲۸ غړي هیوادونه يې ملاتړ کوي ملاتړ، وايي چې دوی تعهد کړی چې پر لا ډیره زرغونه انرژي باندې پانګونه وکړي او تر۲۰۲۰م کال پورې به د ۱۰۰ میلیارده ډالرو په راټولولو کې مرسته وکړي، څو د نړۍ له بې وزلو هیوادونو سره د اقلیم بدلون په هکله مرستې وکړي.

د دې ترڅنګ، د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل اعلان وکړ چې اروپا نور پر خپل دودیز متحد باندي تکیه نه شي کولای او د چین په شان نورو هیوادونو ته سترګې په لار دی. ميرکل له خپل چینايي سیال سره په برلین کې د خبرو په ترڅ کې وویل چې «چین زموږ په یو ډیر مهم او ستراتیژیک ملګري بدل شوی.»

نړیوال غبرګونونه او له امریکا پرته پرمخ تلل

د پاریس له تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته، د نړۍ مشرانو ژمنه وکړه چې له امریکا پرته به دغه تړون عملي کوي. ګڼ شمیر امریکايي سوداګرو، ښارونو او ایالتونو هم ویلي چې دوی به د اقلیم له ستونزې سره د مبارزې له پاره په ګډه کار وکړي.

فرانسې، آلمان او ایټالیا د امریکا تر وتلو وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او ویلي یې دي چې د اقلیم بدلون په هکله د پاریس تړون پر سر له چا سره یو ځل بیا خبري اترې نه کوي. د دې ترڅنګ، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون هم پر دونلد ترمپ نیوکه کړې او له ټولو انجینرانو او سایسنپوهانو یې غوښتنه وکړه چې د اقلیم په هکله له امریکا څخه بهر کار وکړي.

د دې ترڅنګ، د آلمان د صدراعظمې ویاند هم د امریکا پر دې پریکړې خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي چې موږ به تر پخوا لا ډیر د نړیوال اقلیم د سیاست په هکله کار وکړو، څو خپله ځمکه وژغورو.

(afp,dpa/ NZ)