1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ يوازي »بشپړ ځلانده« مهاجر غواړي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۷, جمعه

د ترمپ په نظر امريکا ته ایډیاله مهاجر هغه کسان دي، چي انگلیسي ژبه يې زده، ددغه هیواد په تاريخ پوه او مسلکي وي. هغه غواړي خپل هيواد ته نور د فامیلي دلایلو پراساس هم څوک پرې نږدي.

https://p.dw.com/p/3Iepq
USA Washington - Donald Trump verkündet neue Einwanderungspolitik
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس دونالد ترمپ د سپيني ماڼۍ د گلابو په باغ کي د خپل دغه پلان د معرفي کولو پر وخت وویل، چي نړۍ به د امريکا متحده ايالاتو د مهاجرت سیاست د نوي ماډل په مقابل کي په حیرت کي سي.

دغه خبره لږ تر لږه د ترمپ د مهاجرت سیاست له نوي پلان څخه څرگنديږي. خو له دغي طرحي سره ديموکراټانو مخالفت ښکاره کړی دی. د ترمپ د نوي طرحي مطابق باید غيرقانوني مهاجر متوقف او د مهاجرت داسي یو سیسټم رامنځته سي، چي یوازي د یو چا استعداد او توانايي پکښي په پام کي ونیول سي. معنی داچي باید ځوانانو، ښه مسلکي کسانو، چي انگلیسي ژبه یې زده وي او د امريکا په متحده ايالاتو کي ورته د کار وړاندیز سوی وي، ترجیح ورکړل سي.

په نوې طرحه کي همدارانگه راغلي دي چي مخکي تر دې چي څوک د امريکا متحده ايالاتو ته دراتگ اجازه پیدا کړي، اول باید په امریکا کي د پاتيدو او اقامت یو امتحان ورکړي.

گرین کارت یوازي د ښو مسلکي کسانو له پاره

ترمپ په واشنگټن کي دا هم وویل چي د مهاجرت سیاست په نوي پلان کي لوی بدلون د ښو مسلکي کسانو فیصدي ده، چي امريکا متحده ايالاتو ته پرې ښول کیږي.

د هغه په خبره هغوی به د اوس ۱۲ فیصدو څخه ۵۷ فیصدو ته لوړسي او شاید دغه فیصدي نوره هم لوړه سي. د ترمپ په نوې طرحه کي کارځایونه، معاشونه او د امریکايي کارگرانو ضمانت لومړيتوب لري.

ترمپ یووار بیا پردې باندي انتقاد وکړ چي د مهاجرت سیاست د اوسني سیسټم مطابق يوازي هغه کسان امریکا ته داخلیدلای سي چي «هلته یې د فامیل غړي اوسیږي». تر اوسه پوري ددغه سیسټم مطابق امریکا ته له کاله د ۱،۱ ميلیون داخلیدونکو کسانو دوه پر دریمه برخه يې فامیلي دلایل لري.

خو ترمپ د تقریباً هغو ۱۱ ميلیونو مهاجرو خبره ونه کړه چي اوس په امریکا کي په غيرقانوني ډول سره اوسیږي او سمي اقامې نه لري.

USA Chicago 2018 | Protest gegen Trennung von Einwandererfamilien
انځور: Getty Images/AFP/J. Young

کوشنر او مویلر ددې پلان تر شا دي

د دغه پلان اصلي طراحان د ترمپ زوم جارید کوشنر او د هغه مشاور ستیفین مویلر دي، کوم ته چي د مهاجرت په سیاست کي د ډیر سختگیره شخص په سترگه کتل کیږي. او دقیقاً په همدې دلیل ديموکرات ګوند ورسره مخالفت کوي.

هغوی اعلان کړی دی، چي د دغي طرحي ملاتړ به و نه کړي. د دوی په خبره دا هم هغه سخت گیرانه سیاست دی، چي د ترمپ حکومت په تیرو دوو کلونو کي هم تعقیب کړی دی. ترمپ په کانگرس کي د ديموکراټانو رايي ته اړ دی، ځکه چي هغوی د نمایندگانو په مجلس کي اکثریت لري.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 19.06.2018)