1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ پر ایران د نوو بندیزونو د وضع کولو اعلان کړی

۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبه

امریکا متحده ایالاتو د سعودي عربستان د تیلو پر تأسیساتو تر بریدونو وروسته وار په وار د ایران پر ضد يوازې څرګندونې کړي. خو اوس ترمپ د ایران پر وړاندې د نویو بندیزونو د لګولو اعلان هم کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Pqy9
Donald Trump und Robert C. O'Brien
انځور: picture-alliance/AP/E. Vucci

د سعودي عربستان د تیلو پر دوو تصفیه خانو باندې تر بریدونو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر ایران باندې د نویو بندیزونو د لګولو اعلان کړی دی. ترمپ د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې ده د ماليې وزیر ستیون منوچن ته لارښوونه کړې چې پر ايران باندې وضع شوي بندیزونه لا پسې سخت کړي. خو په دې هکله نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر د تیر په شان د یوه احتمالي پوځي غبرګون په هکله محتطانه څرګندونې کړي دي. په لاس انجلس کې ترمپ خبریالانو ته ویلي دي: «ډیر انتخابونه شته. وروستی انتخاب هم شته او داسې انتخابونه هم شته چې ورڅخه ډیر کوچني دي، خو موږ به ووینو.» نهایي یا وروستی انتخاب د جګړې معنی هم درلودلی شي. وروسته له هغه چې پر سعودي تاسيساتو بریدونه وشول، ترمپ وویل چې متحده ایالات دې ته چمتو دي چې غبرګون وښيي او یوازې د دې تائید ته انتظار باسي چې د دغه برید تر شا د چا لاس دی.

د ریاض حکومت او په یمن کې حوثي یاغیان  چې د عربستان په مشرۍ د یوه ائتلاف پر وړاندې جنګیږي د تیرې شنبې په ورځ د تر سره شوو بریدونو په هکله بیلا بیلې ادعاوې کوي چې ګويا څوک د دغه برید مسوولیت لري. په داسې حال کې چې سعودي عربستان د تیلو پر تصفیه خانو باندې تر بریدونو وروسته د توغندیو او بې پیلوټه الوتکې پاتې شوې ټوټې رسنیو ته وړاندې کړې چې د ایران ښکیلتیا په اثبات ورسوي، حوثي یاغیان بیا د خپلو بې پيلوټه الوتکو له نوي نسل څخه یادونه کوي. ایران یو ځل بیا په دغه برید کې خپله هر ډول ښکیلتیا رد کړې ده.

ترمپ د خپلې ولسمشرۍ دورې له راپیلیدو راهیسې د ایران پر ضد سخت دریځ غوره کړی دی. په تیر میلادي کال کې هغه له ایران سره په ۲۰۱۵م کال کې د شوي اتومي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ، چې پر نورو سربیره آلمان هم لاسلیک کړی وو. پر دې سربیره هغه د ایران پر وړاندې په تدریجي ډول بندیزونه ولګول.

د ترمپ حکومت د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې تور لګوي چې د سعودي عربستان د تیلو پر تأسیساتو باندې په شوي برید کې ښکیل دی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان جدي ښار ته تر رسیدو وروسته په سملاسي توګه دغه تور بیا تکرار کړ. د سعودي عربستان د دفاع وزیر محمد بن سلمان سره تر خبرو اترو وروسته په نړیواله توګه همغږي شوي غبرګون پر اړتیا ټینګار وشو. پر دې سربیره دواړه لوري په یوه خوله وو چې «د ایران رژیم باید د خپل پرله پسې تیري کوونکي، بې پروا او ګواښونکي چلن له کبله مسئول وګڼل شي.»

پاتې شوې ټوټې څه شی په اثبات رسوي؟

هغه باقې پاتې ټوټې او ویډیو چې سعودي عربستان وښودلې د یوه پوځي ویاند په وینا په دغه برید کې د ایران ښکیلیتا په ګوته کوي. د دغه ویاند د معلوماتو له مخې په برید کې د ایراني بې پیلوټه الوتکې «دیلتا ونګ» او همداشان د «یا علي» په نوم د کروز توغندي کارول شوي دي چې د ټولو شمیر ۲۵ ته رسید. دغه ویاند په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «دغه برید د شمال له لوري شوی او بې له کومې پوښتنې د ایران ملاتړ ورسره وو.» د ایران د ولسمشر یوه سلاکار په خپل لومړي غبرګون کې د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې سعودي عربستان وښووله چې «هیڅ خبر» نه لري. تر دې دمخه د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو چې هیواد یې په سیمه کې کومه شخړه نه غواړي.

Saudi-Arabien | Nach Angriff auf Ölanlagen in Saudi-Arabien
د بي پیلوټه الوتکو او توغندیو پاتې ټوټې چې سعودي عربستان ننداې ته وړاندې کړېانځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk/A. Nabil

حوثي یاغیانو بیا برعکس یو ځل بیا د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. د حوثي یاغیانو یوه ویاند ویلي دي چې دوی په دغه برید کې خپلې نوې دوه ډوله بې پیلوټه الوتکې کارولي دي. د دغه ویاند په خبره نوې بې پیلوټه الوتکې پر داسې عادي او عصري ماشینونو سمبال دي چې تر سعودي عربستانه رسیدی شي. دغه ویاند ویلي دي چې پر دې سربیره په متحده عربي اماراتو کې یو شمیر اهداف مشخص کړي دي.

د یمن په جګړه کې حوثي ملیشې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې دي. خو تهران وایي چې په دې کې پوځي یا اقتصادي مرستې نه دې شاملي.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات په هغه یوه ائتلاف کې شامل دي چې په نړیواله توګه د یمن د په رسمیت پيژندل شوي حکومت په ملاتړ جنګيږي. خو له دغه حکومت څخه د پلازمینې صنعا په شمول حوثي یاغیانو ډیرې برخې نیولي دي.

ml/mir (rtr, dpa)