1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: که اړتیا شوه شمالي کوریا په بشپړه توګه ویجاړو

۱۳۹۶ شهریور ۲۹, چهارشنبه

ولسمشر ترمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلې لومړۍ وینا کې پر شمالي کوریا باندې سختې نیوکې وکړې او ګواښ یې وکړه چې کې پیونګ یانګ امریکا یا متحدین یې وګواښي نو واشنګټن به شمالي کوریا په بشپړه توګه ویجاړه کړي.

https://p.dw.com/p/2kN6M
UN Generalversammlung in New York | Donald Trump, Präsident USA
انځور: Getty Images/S. Platt

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د خپل هیواد د پوځي ځواک په اړه خبري وکړې او داسې زیګنال یې ورکړ چې له تهران سره به اتومي تړون له منځه یوسي. هغه همداراز له پيونګ يانګ څخه نیولې بیا تر کراکاس پورې د واشنګټن مخالفین سخت وګواښل.

ترمپ وویل: «امریکا متحد ایالات ډیر لوړ ځواک او ډیره لوړه حوصله لري. خو که دغه هیواد [امریکا متحد ایالات] له داسې وضعیت سره مخامخ شي چې له خپل ځان او یا هم متحدینو څخه یې دفاع وکړي نو موږ به په پشپړه توګه د شمالي کوریا له ویجاړولو پرته کوم بل انتخاب و نه لرو.»

هغه د شمالي کوریا پر مشر کیم جون اون، هم سختې نیوکې وکړي او ویې ویل: «راکت من [راکټي] د خپل ځان او خپل رژیم له پاره په یوه ځان وژونکي ماموریت وتلی دی.»

ترمپ زیاته کړه: «امریکا متحد ایالات چمتو دی، غواړي او وړتیا يې هم لري [چې شمالي کوریا ویجاړه کړي]، خو هیله ده چې دې هر څه ته اړتیا رامنځ ته نه شي.»

ترمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ۴۲ دقیقې وینا وکړه. هغه هیڅ هڅه و نه کړه چې خپلې خبري یو څه نرمې کړي او ډیري شدیدې څرګندونې یې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د نړۍ ځینې برخې د «دوږخ پر لور روانې دي» او ویې ویل چې له شمالي کوریا سره هر ډول سوداګري یوه «تخطي» ده.

ترمپ پر ایران هم نیوکې وکړې. ايران يې په فساد ککړ او سپین سترګي دولت وباله او ګواښ یې وکړ چې په ۲۰۱۵م کال کې له تهران سره شوی اتومي تړون به څیري کړي. هغه وویل: «په رښتیا ووایم نو دغه تړون د امریکا متحدو ایالاتو له پاره له شرمه ډکه یوه موضوع ده. زه فکر کوم چې دا موضوع به په راتلونکې کې ستونزي رامنځ ته کړي.»

ترمپ وویل: «پر ما باور وکړئ. اوس نو د دې وخت رارسیدلی دی چې ټوله نړۍ زموږ سره یوځای شي او د ایران له حکومت څخه وغواړي چې د وژنو او ویجاړیو له پاره خپلې هڅې پای ته ورسوي.»

خو د ترمپ په خبره د «تهران د رژیم» پر وړاندي تر ټولو لوی ګواښ امریکا متحد ایالات نه، بلکي د دې هیواد خلک دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، بیا د تویتر ټولنیزي پاڼې له لارې د ترمپ د څرګندونو په ځواب کې وویل: «د ترمپ نادانه بیانیه منځنیو پیړیو ته ورگرځي، نه د ۲۱مې پیړۍ ملګرو ملتونو ته. دا [بیانیه] د ځواب ورکولو ارزښت نه لري. د ایران له خلکو سره په دروغجنه غم شریکۍ هیڅوک هم نه شي غولولای.»

په تالار کې خاضر کسانو د ترمپ ځینو څرګندونو ته چکچکي وکړې، خو په ځینو برخو کې چې هغه د چکچکو له پاره خپلې خبري درولې، نو هیچا هم دا کار نه کاوه او په تالار کې به چوپتیا وه.

د امریکا ولسمشر یووار بیا ټینګار وکړ چې د خپلې ولسمشرۍ په دوران کې به د «لومړی امریکا» تر شعار لاندې پر خپل هیواد باندې تمرکز وکړي.

د ولسمشر ترمپ تر بیانیې سمدستې وروسته، د هغه پر وړاندي غبرګونونه هم پیل شول. د اسرائیلو لومړي وزیر بنيامین نتانیاهو، د ترمپ د بیانیې ستاینه وکړه. پر دې سربیره په واشنګټن کې هم یو شمیر جمهور غوښتونکو د ترمپ په اصطیلاح سپینې څرګندونې ستایلې دي.

خو د بهرنیو چارو کارپوهان بیا له دې بیانیې خوښ نه ښکاري. یو شمیر کارپوهان وایي چې ولسمشر ترمپ غواړي له دغه شان بیانیو سره د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال خپلې کړي ژمنې او یا هغه څرګندونې چې دی یې د تویتر ټولنیزې پاڼې له خوا کوي، توجیه کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي دي چې که ولسمشر ترمپ له ایران سره اتومي تړون له منځه یوسي نو د نړیوالې ټولنې اعتماد ته به زیان ورسوي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، هم ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې وویل چې له ایران سره د اتومي تړون له منځه وړل به یوه لویه اشتباه وي. هغه زیاته کړه چې دې تړون ته درناوی نه کول هم یو غیر مسوولانه کار دی.