1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ شمالي کوريا په پوځي ګامونو ګواښلې

۱۳۹۶ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شمالي کوريا حکومت په غير مستقيم ډول په پوځي اقداماتو ګواښلی دی. شمالي کوريا هم په عينو څرګندونو سره غبرګون ښوولی او د يوه هدف د په نخښه کولو خبره یې کړې ده.

https://p.dw.com/p/2hul8
Donald Trump
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/E. Vucci

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په نيوجرسي کې وويل چې که شمالي کوريا د امريکا ګواښلو ته دوام ورکړي نو د داسې «اور او غوسې سره به مخ شي، چې نړۍ به تر دې دمخه نه وي ليدلی.»

د ترمپ تر دې څرګندونو يو څو ساعته وروسته شمالي کوريا د يوې بيانيې په جاري کولو سره چې د دولتي تلویزيون له لارې خپره شوه، غبرګون وښود. په اعلاميه کې د دغه هيواد مشرتابه ګواښ کړې چې دوی به د پاسيفيک پر ګوام ټاپو کې د يوه توغندي بريد په اړه غور وکړي. په ګوام ټاپو کې د امريکا متحده ايالاتو يوه هوايي پوځي اډه پرته ده. زياته شوې چې پوځ د داسې يوه بريد په اړه «جدي غور» کوي او دا پلان د واکمن کم يونګ اون له امر سره سم عملي کيدلای شي.

د شمالي کوريا د پوځ وياند د يوې بلې اعلاميې له لارې وويل چې که د امريکا متحده ايالاتو له خوا مو پارونکې عمل ترسترګو شو نو دا امکان هم شته چې موږ په بريد کې لومړي شو.

Karte Guam Hawaii Nordkorea USA DEU

دا چې ولسمشر ترمپ څه داسې سختو څرګندونو ته مجبور کړ، په هلکه یې يوازې اټکل کيدلای شي. حقيقت دادی چې د سه شبنې په ورڅ په امريکایي رسنيو کې (د ۲۰۱۷ م کال د اګست ۸ نيټه) د شمالي کوريا د وسلو او د اتومي پروګرام د پرمختګ په اړه ډير محرم معلومات خپاره شوي ول.

ترمپ «افشا شوي» معلومات خپاره کړل

د امريکا د فوکس نيوز تلویزيوني شبکې رپوټ ورکړې وو چې شمالي کوريا ښايي د کښتيو پر ضد کاريدونکي توغندي خپل ختيځ ساحل ته انتقال کړي وي. دغه شبکې د کومې سرچينې نوم په ډاګه نه کړ خو د استخباراتي معلوماتو حواله یې ورکړه. جالبه داده چې ترمپ د دې رسنۍ دا رپوټ چې د «محرم» رپوټ په توګه درجه بندي شوې وو، په خپله تويتر پاڼه خپور کړ. دا په داسې حال کې ده چې ده پخپله په څو ځلي د محرمو معلوماتو خپرول ستونزه او جنايت بللی.

جاپان: شمالي کوريا ښايي کوچنۍ اتومي سرګلولې ولري

د جاپان د دفاع وزارت له خوا د سه شنبې په ورځ ويل شوي ول: «دا امکان لري چې شمالي کوريا د کوچنيو اتومي وسلو په جوړولو توانيدلي او کوچنۍ سرګلولې یې جوړې کړي وي.»

د جاپان د حکومت په وينا د شمالي کوريا له خوا امنيتي وضعيت ته ګواښ «يو نوی پړاو را رسيدلی» دی. د جاپان د حکومت له خوا هم دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د دفاع وزارت له خوا وړاندې کړل شوی رپوت د تيرو دوو اتومي آزموينو او د تير کال د جنورۍ میاشتې د بالستیک یا قاره یي توغنديو د آزموينو په اړه چمتو شوې دی.

Nordkorea | Raketentest
د جولايي میاشتې د قاره يي توغندي رسمي خپور شوې انځورانځور: picture-alliance/dpa/KCNA via KNS

امريکايي رسنۍ: شمالي کوريا کوچنۍ سرګلولې لري

د «واشنګټن پوسټ» د يوه رپوټ وروسته دا اوس يو حقيقت دی چې شمالي کوريا کوچنۍ اتومي سرګلولې لري. دغه ورځپاڼه د خپلو معلوماتو سرچينه د امريکا متحده ایالاتو د پوځي استخباراتو د جولايي میاشتې محرمه ازرونه ښيي. د دې ارزونې له مخې شمالي کوريا داسې کوچنۍ اتومي سرګلولې جوړې کړې چې په قاره يي توغنديو کې ځایېږي، کوم چې ښايي تر امريکا هم ورسيږي.

د «واشنګټن پوسټ» د رپوټ له مخې شمالي کوريا پر دې سربیره نور ۶۰ اتومي بمونه هم لري. تر اوسه کارپوهانو داسې اټکلونه کول چې ښايي دغه هيواد تر ۳۰ پورې اتومي بمونه ولري.

شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر خبرداريو سربيره د جولايي میاشتې پر ۲۸ نيټه يو قاره ویشتونکی توغندی وآزمایه. د کارپوهانو په آند دا توغندی ښايي تر ۱۰ زرو کيلومتره واټن ووهلی شي. امريکايي کارپوهان اټکل کوي چې داسې يو راکټ کيدای شي د امريکا لوس اينجلس او يا شيکاګو ته ورسيږي.  

د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا پر وړاندې سخت بندیزونه ولګول. شمالي کوریا د دې ګام په غبرګون کې د غچ اخیستو ګواښ کړی وو.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: