«ترهګر دې د وژنې پر ځای افغانستان ته وشړل شي»

یوه لوړپوړي امریکایې چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي دي، د دې پرځای چې پاکستان د حقاني شبکې په څیر ډلو جنګیالي ووژني، پکار ده هغوې بیرته افغانستان ته وشړي.

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبروۍ ۲۳مه نېټه) یوه لوړپوړي امریکایې چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې پاکستان ته ویل کیږي چې دوی د حقاني شبکې او دې ته ورته ډلو غړي د دې پرځای چې ونیسي او یا یې ووژني افغانستان ته دې وشړي. د دغه امریکایې چارواکي په خبره د افغانستان په خاوره کې افغان او امریکایې ځواکونه کولی شي دوی وځپي.

د رویټرز په حواله که پاکستان دغه ترهګر افغانستان ته وشړي، نو افغان او امریکایې سرتیرې به د دوی پر وړاندې پراخ عملیات ترسره کړای شي. امریکا متحده ایالات نه غواړي چې د افغانستان له خاورې څخه دې یو وار بیا په لویدیځ کې د سپتمبر د یولسمې  نیټې په څیر بریدونو له پاره کار واخیستل شي.

د دغه خبري آژانس په حواله د امریکا حکومت په پرله پسې ډول د پاکستان پر حکومت فشار زیاتوي چې په خپله خاوره کې دې د ترهګرو هغه محفوظ او مستحکم پټنځایونه له منځه یوسي چې له سرحدي قبایلي سیمو څخه په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

د جنورۍ په ۴ نیټه امریکا پر پاکستان نظامي مالي مرستې وځنډولې او وی ویل چې دغه مرستې به هغه وخت بیرته پیل شي چې پاکستان د افغان طالبانو او حقاني ډلې په څیر نورو ترهګرو ډلو ملاتړ بند کړي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ:

حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟

جلال الدين حقاني او طالبان

د طالبانو په حکومت کې جلال الدين حقاني د قبايلو چارو وزیر مقرر شو. د بهرنيو اتحادي ځواکونو تر حملې يعني ۲۰۰۱م کال پورې نوموړې پر همدې څوکۍ پاتې وو. تر ملا محمد عمر وروسته جلال الدين حقاني ته د طالبانو د تر ټولو معتبر مشر په توگه کتل کيږي. حقاني له اسامه بن لادن سره هم نزدې اړيکي درلودلې.

حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟

حقاني شبکه کله جوړه شوه؟

څو لسيزي ترمخه د شوروي اتحاد د پوځونو پر ضد جنگيدونکي قوماندان جلال الدين حقاني د دې ډلې بنسټ ايښې وو. په اتيايمه لسيزه کې د افغان جگړې پر وخت امريکا متحدو ايالاتو د دغي ډلي ملاتړ کاوه. په ۱۹۹۵م کال کې دې ډلې بيا له طالبانو سره لاس يو کړ. طالبان د همدې شبکې په مرسته په ۱۹۹۶م کال کې د کابل په نيولو وتوانيدل. په ۲۰۱۲م کال کې دا شبکه د امريکا له خوا د يوه ترهگر سازمان په توگه ونومول شوه.

حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟

د جلال الدين حقاني شخصي ژوند

جلال الدين حقاني په ۱۹۳۹م کال کې په پکتيا کې زيږيدلی او د پاکستان په دار العلوم حقانيه نومې مدرسه کې یې ديني زده کړې کړي. دا هماغه مدرسه ده چې ويل کيږي له طالبانو سره خواخوږي لري. جلال الدين حقاني دوه ودونه کړي. ويل کيږي چې يوه ميرمن یې عربه ده. حقاني ته د خليج په سني هیوادونو کې په ډيره درنه سترگه کتل کيږي.

حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟

د دې شبکې مرکز چيرته دی؟

د حقاني شبکې د قوماندې مرکز احتمالاً د قبايلي سيمې شمالي وزیرستان په مرکز میران شاه کې دی. د افغان او امريکايي چارواکو په حواله دا ډله د پاکستان د پوځ له ملاتړه برخمنه ده او په افغانستان کې وخت پر وخت بريدونه ترسره کوي. خو پاکستان دا تورونه ردوي.

حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟

سراج الدين حقاني د مشر په توگه

جلال الدين حقاني د ناروغتيا له کبله د دغه تند لارې ډلې مشري خپل زوی سراج الدين حقاني ته سپارلې وه. سراج الدين د افغان طالبانو مرستيال قوماندان هم دی. په ۲۰۱۵م کال کې داسې خبرونه خپاره شوي ول چې گڼي جلال الدين حقاني مړ شوی دی خو طالبانو او حقاني کورنۍ دا خبرونه رد کړل.

حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟

سراج الدين حقاني څوک دی؟

د حقاني شبکې ددغه برحاله مشر ماشومتوب په میران شاه کې تیر شوی. ويل کيږي چې ده هم په حقانيه مدرسه کې درس ویلی. دا هم ويل کيږي چې سراج الدين حقاني د حربي هنر ماهر دی. د ده په هلکه دا خبره هم کيږي چې له خپل پلار څخه يې زيات افراطي نظريات اخيستي دي.

حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟

انس حقاني د بندي په توگه

د جلال الدين حقاني له ډيرو زامنو څخه یې د يوه نوم انس حقاني دی چې له عربۍ مېرمني څخه زېږېدلی دی. انس حقاني دمگړۍ له افغان حکومت سره بندي دی او محکمې یې د اعدامولو پريکړه کړې ده. حقاني شبکې خبرداری ورکړې چې که چيرې انس ته ورکړل شوې جزا عملي شي نو دا به ډيرې ناوړه پايلې ولري.

حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟

دا ډله څومره ستره ده؟

د بيلا بيلو اټکلونو په حواله د دې ډلې د ټولو جنگيالو شمير په ټولیزه توگه له دريو زرو تر لسو زرو پورې رسيږي. ويل کيږي چې مالي تمويل یې د خليج هيوادونو له خوا کيږي. پر دې سربيره دا ډله د مختلفو جنايي کړونو لکه د تښتونو او چور و چپاول له لارې هم خپل مالي اړتياوي برابروي.

حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟

حقاني شبکه او نورې تندلارې ډلې

له افغان طالبانو سره د حقاني شبکې اړيکې خو روښانه دي خو دا ډله له نورو ترهگرو ډلو سره هم نزدې اړيکي لري. په دې کې القاعده شبکه، تحريک طالبان پاکستان، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او په پاکستان کې منع کړل شوې لشکر طيبه ډله شامله ده. جلال الدين حقاني خو د اسامه بن لادن سره اړيکې درلودلې خو نوموړی د دغه ډلې له اوسني مشر ايمن الظواهري سره هم اړيکې لري.

حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟

له پاکستان سره اړيکي

د امريکا او افغانستان حکومتونه ادعا کوي چې حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې آي ايس آي له ملاتړه برخمنه ده. خو د پاکستان پوځ او حکومت دواړه دغه تورونه ردوي. په واشنگټن کې حکومت ټينگار کوي چې پاکستان بايد په شمالي وزیرستان کې د موجودې دې ډلې پر ضد اغيزمنه گامونه واخلي.

موږ تعقيب کړئ