1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترهګر څه ډول د انټرنيټ د لاري د ځان په ګټه تبليغات کوی

۱۳۸۹ آبان ۱۴, جمعه

دوی هغه مواد، چي په نورو ځايو کي يې نشر کړي وي، په يو ټيوب کي يو واري بيا نشروي تر څوخپلو مخاطبينو ته خپل پيغام ورسولی سي . دوی د انټرنټ د يوې اجتماعي پاڼي فيس بک څخه هم کار اخلي او بريښنا ليکونه هم ليږي

https://p.dw.com/p/PzNv
په یو ټيوب کی د جهاديانو سِمبول
په یو ټيوب کی د جهاديانو سِمبولانځور: picture-alliance / dpa / DW Montage

څلور سړي چي مخونه يې په توره ټوټه پټ کړي، د زندۍ کولو، په چاقوګانو د ګوزارونو او د وسلو د کارولو د ښووني په حال کې ښکاره.

دا ويډيويې کليپ د يو ټيوب په نامه په انټرنټ پاڼه کې پروت دی او په ټوله نړۍ کي د انټرنټ څخه استفاده کونکي کولای سي ،چي دا وګوري، خپل کمپيوټر ته يې راښکته کړي او دا لينک خپور کړي.

د يو ټيوب د لاري هر سړی کولای سي چې خپل ويډيو فلمونه په انټرنټي جال کي خپاره کړي.

دا وديډيو کليپ د القاعدې د ډيجيټل تبليغاتي جنګ يوه برخه ده.

«دوی پوهيږي چې دلته څه ښکاره کوي، هغه ډير اغيزمن دي. دوی دلته د جهاد خپل فورمونه لري چې دلته هغه مواد، چې په نورو ځايونو کي يې نشر کړي دلته په يو ټيوب کي يو واري بيا نشر کړي او په دې ډول ډيرو مخاطبينو ته خپل پيغام ورسولې سي.دوی د انټرنټ د يوې اجتماعي پاڼي فيس بک څخه هم کار اخلي او ډله ايز بريښنا ليکونه هم ليږي.»

دا د منصور الحج څرګندوني دي، چې په واشنګټن کي د منځني ختيځ د تحقيقاتي مرکز سره کار کوي. دا کارپوه د اسلامي انټرنيټ پاڼو مواد ګوري او تحليلوي يې.

دی تل د انوار ال اولاکي لمسونکي ويناوي په دې پاڼو او بلاګونو کي پيدا کوي. انوار الاولاکي چې د يمن يو افراطي روحاني دی، د امريکا د متحده ايالاتو تابيعت هم لري ، او يو د نړۍ د هغو ترهګرانو څخه دی چي د پيدا کولو او لټولو هڅي يې په شدت سره رواني دي.

«د ال اولاکي د ويناوو او د نظرونو د خپرولو دپاره د يو ټيوب انټر نټي پاڼه تر ټولو مهمه وسيله وه . دده انګليسي ژبه ډيره ښه زده ده ،نو له دې امله ده د يوټيوب انتخاب وکړ چي په دې ډول دی ډير مخاطبين ولري.»

په وروستيووختو کي د يمن څخه په الوتکه کي د بمبونو تر پيداکيدو وروسته، يو ټيوب د امريکې او برتانيه د فشار وروسته په زرهاو داسي فلمونه ليري کړل. خو لا ډير يې اوس هم په دې پاڼو کې پراته دي چې داسي کليپونه هم پکښې سته چي په الماني ژبه ترجمه شوي دي.

د امنيتي چارو کارپوهان وايي چي اسلامسټان د خپلو تبليغاتو لړۍ اوس په ډير شدت سره المان ته هم را غزوي. د المان د برلين د پوهي او سياست د موسسې څخه فيليپ هولټمن په دې اړه وايې:

«د جهادي تبليغاتي نشرياتو مخاطبين يوازي مسلمانان نه دي، بلکه هغه خلک هم دي چي وروسته اسلام ته اوښتي دي. دوی زيات وخت د اصلي مسلمانانو په پرتله د اسلام يو افراطي شکل د خپل ژوند دپاره غوره کوي ترڅو ددې کلتور سره ځان ښه عيار کړي.»

هولټمن زياتوي چې په پاکستان کې ا فراطيان په المان کې ځوانان په نخښه کوي او دوی ته مواد راليږي . دا ځوانان بيا دا مواد سره ګوري او بيا کيدای سي چې يوه ځنګله ته ولاړ او هلته تمرين وکړي.

ددوی څخه بيا يې ځيني وزيرستان ته ځي، کوم چي د اسلامي ترهګرانو پټن ځای بلل کيږي . د جرمني د امنيتي چارواکو لخوا اوس تر 70 څخه ډير کسان څارل کيږي، چي دوی په وزيرستان کي روزل شوي دي او ګمان کيږي ددوی نيمايي بيرته جرمني ته ستانه شوي وي .

يوليا / بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري